سرپاڼه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
د نړۍ د هرو نهو تنو نه یو یې له غذایي فقر سره مخامخ دی. هره ورځ په نړۍ کې له هرو لسو زره تنو نه، دوه تنه له لوږې مري
له تېرو څو میاشتو راهیسې یو شمېر دولتي ادارې د عملې موټر نه لري... نجما ځلا له دولتي مامورینو او حکومتي چارواکو سر پرې غږیدلې.
کابل کې د مامورینو پر موټرو له څو خونړیو بریدونه وروسته، افغان دولت د ټیټ رتبه کارکونکو لپاره ترانسپورت لغوه کړی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ له ویاند دوا خان مینه پال سره مرکه
د موصل بېرته نیولو عملیات، ویجاړي او جګړه
نړی خبرونه په شپیتو ثانیو کی...
د متحده ایالاتو د جمهور رئیس معاون د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټرمپ حکومت ټینګه اراده لري چې په آسیا کې خپل متحدین د شمالي کوریا او یا نورو تهدیدونو نه وساتي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت خبر ورکوي چې هېواد یې د ورانکارو ډلو تر برید لاندې دی. د کورني امنیت وزیر، جان کیلي وایې اداره یې د سختو تدابیرو په نیولو سره د امریکا امنیت خوندي کوي.
پخوانی جمهور رئیس حامدکرزی وایي، داعش او امریکا یوشان دي، روسیه حق لري چې د طالبانو سره مجلسونه وکړي، د هیواد نیمایي د طالبانو سره ده، جمهور رئیس غني ډير ناسم کار کوي چې یوسړی د لوړی تر مراسمو د دولت لوړمقام ته معرفي او عزت ورکوي خو بیا یي د یو ویاند په ذریعه له دندې ګوښه کیدل اعلانوي، زه بیا قدرت نه غوړم...خپله دوره می تیره کړې ده. تردی تودې او ترخې په مرکه کې واورئ:
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو سلګونه کورنۍ خوندي سیمو ته کډه شوي او له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي. په دغو کډه شویو کورنیو کې ځینې یې د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې دېره دي. ذبیح الله غازي په خپل راپور کې د همدې کورنیو سره خبرې کړي دي.
زموږ د نننۍ نړۍ دا وخت سرټکي. بشپړه خپرونه لږ وروسته پر یوټیوب او فېسبوک لیدلی شئ.
پخوانی جمهور رئیس حامد کرزي د اشنا تلویزیون سره په ځانگړې مرکه کې ویلي، روسیه حق لري، لکه د امریکا او نورو هیوادونو په څېر له طالبانو سره مجلسونه وکړي. د روسیې او امریکا اوسنیو اړیکو ته په کتو، ستاسو په نظر په افغانستان کې د دغو دواړوهیوادونو د همکارۍ څومره امکان شته؟ ستاسو نظرونه به د آشنا تلویزیون د نن ورځې په خپرونه کې ولوستل شي.
په اندونیزیا کې میلیونونو ښځو خپلې کورونۍ پرې ایښي دي چې په خلیج او نورو اسیايي هېوادونو کې کار وکړي. هلته یې ژوند ډېر کله ډېری وخت بیخي سخت وي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي په دغه هېواد کې نژدې ۳۰۰ زره ماشومان بې سرپرسته دي. په دې اړه د دولتي پالنځايونو له مشر فيضان کاکړ سره غږېدلي يوو.
افغانستان کې د بې سرپرسته ماشومانو شمېر ۳۰۰ رزو ته رسېږي خو یوازې د څلور سلنو لپاره یې دپالنې ځایونه شته. #ماشومان
د امریکا فضایي ادارې ناسا یوه ویدیو خپره کړې چې په کې د شپې له خوا د نړۍ نقشه ښکاري. دا تر دې دمه د نړۍ د بشري ټولنو د جوړښتونو تر ټولو روښانه او څرگند انځور دی.
«
‹
…
200
201
202
203
204
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more