سرپاڼه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
١٠١ کلن بریتانوي هواباز
نړۍ په ٦٠ ثانیو کې:
داسی یوه ادعا مطرح شوې چې وايي د ایف بي آی د پخواني رئیس نه جمهور رئیس ټرمپ غوښتنه کړی وه چی د ایف بي آی اداره دې د ملی امنیت د سلاکار مایکل فلین په اړه تحقیقات بند کړي. اوس یو معتبر جمهوری غوښتونکي استازي له ایف بي آی نه غوښتنه کړېده چی ددی ادعا په اړه اسناد ور ولیږي.
د امریکا او ترکیې جمهورو رئیسانو تر رسمي لیدنو کتنو وروسته وویل چې هېوادونو یې د خپلو اړیکو نوی فصل پیل کړی دی. د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له ترهګرۍ سره په مبارزې کې د انقرې ملګرتیا ستایلې ده.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو او نړیوالو ځواکونو قوماندان درې میاشتې مخکې وویلي چې د افغانستان لپاره څو زره نورو عسکرو ته ضرورت لري څو په هیواد کې موجود پیچلې وضعیت پای ته ورسیږي.
ولی طالبان سوله نه کوي؟ آیا د سولې عالي شورا به وکړې شي چې د دولت وسله وال مخالفین پخلا کړي؟
ولی طالبان سوله نه کوي؟ په دې هکله خپل نظر له مونږ شریک کړی، ستاسې د نوم په ذکر کولو سره به ستاسې ځواب په همدې خپرونه کې خپور شي. همداشان تاسې د اشنا تلویزیون په خپرونه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه وینئ چې همدا اوس په ژوندۍ بڼه په فیسبوک کې خپریږي:
د خپرونې سرټکي... د چارشنبې/شورو نننۍ خپرونه بشپړه لږ وروسته پر بي بي سي پښتو يوټيوب هم کتلی شئ... د دې خپرونې وړاندې کوونکی Amanullah Atta امان الله عطا و. #بي_بي_سي #پښتو #افغانستان #کابل #پېښور #اسلام_اباد #پښتونخوا
سپینې ماڼۍ هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسيې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په لیدنه کې هغه ته د" اسلامي دولت" نومې ډلې په اړه داسې پټ استخباراتي معلومات ورکړي دي چې تش د ګوتو په شمار کسان پرې خبر و.
د امنیتي برخې لوړپوړي کارپوهان په دې باور دي چې د تېرې اوونۍ انټرنېټي برید ښايي شمالي کوریا کړی وي. هغه برید په ټوله نړۍ کې ۱۵۰ هېوادونه وځپل. اوس کاروپوهانو له دې وروسته هغه انټرنېټي کوډونه موندلي دي چې له تېرو هغو بریدونو سره ورته دي چې پړه یې شمالي کوریا اچول شوې وه خو نور شننونکي وايي دا شواهد دقیق نه دي.
د امريکا ولسمشر ټرمپ له روسیې سره د استخباراتي معلوماتو د شریکلو په تړاو خپل سپیناوی کړی دی. پر دې کار یې لانجه را پورته کړې ده
عراقي ځواکونو له "اسلامي دولت" نومې ډلې د موصل د لوېدیځي برخې نیولو لپاره نوې هڅې پیل کړي دي.
تېره اوونۍ نړیوال انټرنېټي برید چا کړی؟ کارپوهان وايي داسې اسناد یې موندلي چې ښيي تر شا یې شمالي کوریا ده
د زړو ورځپاڼو نوی ژوند: ټرنر جایزې ته د یوه نومول شوي هنرمند هغه نندارتون چې له زړو ورځپاڼو هنري توکي جوړوي. #نندراتون
نړۍ په ٦٠ ثانیو کې:
«
‹
…
178
179
180
181
182
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more