سرپاڼه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
کابل کې د څښاک وړ اوبو کموالي کړکېچ. د افغانستان چاپېريال ساتنې اداره وايي د پلازمېنې ځينو برخو کې یې اوبه د څښاک نه دي. #کابل #اوبه
د چين هوی قوم په اړه يو نوی فلم راوتی، چې د دغو مسلمانو لږکيو د ژوند کمساری څرک ګڼل کېږي. #چين #مسلمانان
یو افغان کډوال چې تکره کېکباکسر هم دی د اروپا د یوې لوړې محکمې له پرېکړې وروسته له اتریشه بېرته کروېشیا ته وشړل شو. روحي له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۱۵ کال کې اتریش ته د بالکان هېوادونو له لارې لاړ. هلته یې جرمني زده کړه او ټولنې ته ورګډ شو. اوس یې کورنۍ په کرويشیا کې د کډوالو په یوه پناځای کې اوسېږي. #کډوال #افغان #باکسېنګ #سوک_وهنه
اسټراليا کې د ترهګرۍ ضد پوليسو د يوې الوتکې غورځولو هڅه شنډه کړې، څلور کسان نیول شوي. #استراليا
په پاکستان کې راتلونکې کال عمومي انتخابات کیږي. خو د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین د سې شنبې په ورځ د پارلمان غونډه رابللې چې شاهد خاقان عباسي ته د هیواد د موقتي صدراعظم په حیث رایه ورکړي.
امریکایي چارواکی په داسی لارو چارو غور کوي چې په سیمه کې شخړې ختمې او ثبات راولي. په دې کې د خبرو اترو مسله شامله ده چی د سولې بهیر پرمخ بوزي.
د پکتيا کروندګر وايي که د مڼو باغونو جوړولو په برخه کې ورسره کمک وشي، نو د مخدراتو او په ځانګړي ډول د چرسو غوره بديل به پیدا کړي. مسوولين وايي په هغو سيمو کې چې ځينې کروندګر يې چرس کري، تر دوه سوه زيات باغونه یې جوړ کړي دي.
د افغانستان د کریکټ بورډ رئیس عاطف مشعل وايي په نژدې وخت کې به په کابل کې د نهه میلیونو ډالرو په لګښت د کرکټ د یو نړیوال لوبغالي کار پېل کړي.
په افغانستان کې عدلي او قضايي ادارو ته لاس رسی څومره اسانه دی او د دغو ادارو فعالیت څنګه دی؟ خپل نظر همدلته ولیکئ او پر دې سربېره د افغانستان، سیمې او نړۍ نور تازه خبرونه هم د اشنا تلویزیون له لارې کتلی شئ.
د خپرونې سرټکي د يکشنبې/اتوار نننۍ خپرونه بشپړه لږ وروسته پر بي بي سي پښتو يوټيوب هم کتلی شئ... د دې خپرونې وړاندې کوونکی Amanullah Atta امان الله عطا و. #بي_بي_سي #پښتو #افغانستان #کابل #پېښور #اسلام_اباد #پښتونخوا
اسلام اباد: د پخواني لومړي وزیر نوازشریف د ګوښه کېدو په خوشالۍ کې د تحریک انصاف ګوند ولسي غونډه.
د یونان په لسباس ټاپو کې مرستندویه کارکوونکو بي بي سي ته ويلي چې له داسې کډوالو سره کار کوي چې د" اسلامي دولت" یا داعش په ولکه کې ډېر له روحي، جنسي او فیزیکي پلوه ځورول شوي دي او اوس ډېر په خطر کې دي. #يونان #کډوال #داعش
په کندهار کې د اسې ځوانان چې له لرګیو بیلا بیل ځانګړي هنري توکي جوړوي. #کندهار
شمالي کوریا خبرداری ورکوي چې په دې اوس اوس کې یې د توغندیو ازموینه ثابتوي چې امریکا په نښه کولی شي. امریکا، جاپان، روسیې او چین بیا دا څرګندونې غندلي دي. #شمالي_کوريا
هنري شېبې خپرونه
«
‹
…
124
125
126
127
128
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more