سرپاڼه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
یو امریکایي لوړپوړي چارواکي تائید کړه چې د دفاع وزیر جېمز مټېس افغانستان ته د درې نیم زره عسکرو د استولو پرېکړه کړې ده. جمهور رئیس ټرمپ په خپلې نوې تګلاره کې پاکستان په دې ملامت کړی چې په خپله خاوره کې هغو وسلهوالو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې پر امریکایي سرتیرو حملې کوي. خو د پاکستان لوی درستیز برعکس خبرې کړې دي.
د مکسیکو جنوبي ساحلي سیمې ٨ عشاریه دوه درجو زلزلې ولړزولې. د مکسیکو د جمهور رئیس په وینا دا زلزله د تیرو ١٠٠ کلونو راهیسې په دې هیواد کې بیسارې ده. #voasocial
خبر او نظر
شاهد اپرېدی شپږېزې ته نه ځي او په کابل کې د فوټبال لیګ پرانیستل شو. د لوبو نور خبرونه دلته کتلای شئ.
د بي بي سي پښتو ټلویزیون نړۍ داوخت د خبرونو سرټکي: پوره خپرونه لږ وروسته پر یوټیوب کتلای شئ.
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
په هرات کې د ښځو او نجونو لپاره ځانگړی کافي شاپ دا کافي شاپ د هرات د یوې سوداگرې سویتا دراني له خوا د څو میاشتو راهیسې فعال شوی دی. میرمن دراني وایي په دې کافي شاپ کې نجونې او میرمنې کولای شي د قهوی څښلو سربیره په یوه امنه فضا کې د فرهنگي پروگرامونو، کتابتون، شطرنج، سنوکر او گیم نټ نه په وړیا توگه استفاده وکړي. ویدیو: د امریکا غږ خبریال خلیل نورزایي
د سوریې رسنۍ وایي چې ددې هیواد پوځ په روانه اونۍ کې د روسیې د هوایي ځواک په ملاتړ د دیر الزور ښار د ځنو برخو نه د داعش جگړه ماران په شا تمبولي دي. #voasocial
د امریکا د متحده ایالاتو په جنوب کې د فلوریدا ایالت ته د ایرما سمندري توفان په نژدې کیدو سره د ساحلي سیمو اکثر اوسیدونکي او سیلانیان له سیمې نه د تیښتې په حال کې دي. #voasocial
ولی یو شمیر خلک د مذهب په نوم افراطي افکار او عقاید خپروي او حتی مسلحانه جګړو ته مخه کوي؟ پدې اړه د اسلامي مطالعاتو د څیړونکي احمدارشاد احرار ارزونه واورئ.
له روهینګیايي مسلمانانو سره د میانمار حکومت چلند، "اسلامي امت" په غوسه کړی دی #راپور
د قوی سمندری توپان ایرمه مرکز له پورتوریکونه د شپې تیر شو او نن به د ډومنیکن ریپبلک او وروسته هیتي ته ورسېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي دا ځل به د شپږیزې کرکټ لیګ پنځم پړاو سیالیو کې د شاهد اپریدي او سکندر رضا په څیر مشهوره لوبغاړو په ګډون، دېرش بهرني لوبغاړي، روزونکي او لوبڅاران ګډون وکړي.
د میانمار حکومتي ځواکونو یو شمیر خبریالان نن د روهینګا یوه کلي ته بیولي وو او ورته یې ویلي و چې سیمې کې میشتو مسلمانانو پخپله خپل کورونه او نقلیه وسایط سوځولي دي.
زموږ د نننۍ نړۍ دا وخت سرټکي دلته لیدلی شئ. بشپړه خپرونه لږ وروسته پر یوټیوب او فېسبوک خپرېږي.
«
‹
…
116
117
118
119
120
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more