سوله
د یوې خبرې ځواب
ګرانه سوله له داسې یوه بختور جوهر څخه عبارت دی چې د یوې ټولنې ټولو هستوګنو وګړو ته له خپلو ایماني او وجداني واجباتو سره یو ځای لویه بریا، ژوند، مینه، ورورګلوي، دوستي، پرمختګ او هر اړخیزه ښکلا په برخه کوي. دا چې زموږ ځوانان د خپلو هڅو، زده کړو او لوبو په وسیله په نړیوالو سیالیو کې د اتلولۍ مډالونه خپلوي، تاریخي ویاړونه په لاس راوړي او هیچا ته یې هیڅ ډول ضرر نه وي ور رسولي بلکي د ویاړونو د ګټلو افتخار ورته منسوب وي آیا دا کوم بد کار دی چې و ستایل شي؟ګرانه تا چې خپل ځان ته په
کله چې ته وې
کله چې ته وې نو زما د ښکلاوو په نړۍ داسې ځوانیمرګې ښاپیرۍ راتللې چې د پرو ګلابي جامې به یې په تن او هره ګړۍ به یې د خوږو شونډو شربت د مینې په څمڅه کې راچښل او ښایستوکو به د خپل خواږه دیدار پر مهال د نوو رنګونو بې شمیره پیمانې د وصال مخې ته کتار کړې. ښکلې کله چې ته وې نو خدای شته چې د ژوند بڼه مې داسې رنګینه وه چې یوازې د ګلالیو ګلالیو زرغونو تاندو د پاللو مرغومي به مې د لیمو مخې ته تاویدل او حیران به شوم چې یا خدایه زه نو اوس د دې ښایستونو کوم لوري ته د خپل فکر، ذهن او خیال ستومانه نی
د زیري شرط
زه به هغه ته د خپلې خولې نذر ورکړم، د خپلو سرو شونډو په زکات به یې مالامال کړم، د خپلې مینې د وړانګیز خیرات په ستره ونډه کې به یې شامل کړم، د خپلې سینې د رنګین هار د مرغلرو په تار کې به یې وپییم، کلک به یې په زړه پورې و نیسم، ترې لوګی به شم او د ښکلاوو په رنګینو زیرمو به یې میلمه کړم. داسې به ترې صدقه شم لکه پتنګ چې د خپلې ریښتنې مینې له طبیعیت سره سم د ډیوو وړانګو ته خپل ځان دومره نږدې کوي چې د هغه له حرارت څخه بیل خوند اخلي، د خپل نازک بدن د غړو په سوزیدو کې چورت هم نه وهي بلکي کله