پښتون انجینیر
له کینې، بغض او تعصب پرته ژوند مې د ښو اخلاقو بنسټ بللۍ دۍ، له همدې امله زما د دوستانو دایره نه یوازې په خپل هیواد کې د ننه بلکه دباندې هم غزیدلې ده.
بلې! د ژبې خدمت مې ددې په خاطر دۍ چې د ډیرۍ ناتوانه وروڼو ته چې د پردی ژبې په زده کولو کې ستونزې لري، او خپل استعداد او لیاقت یې خاورې کیږي، علم د دوی په مورنۍ ژبه ور ورسوم، او له خدای ج څخه پرې د اجر غوښتونکی یم.
د یو موټي او ودان افغانستان په هیله
پښتون انجینر
د انـجیـــنرۍ کـــوډونـــــه (Codes)
د انـــجیـــنرۍ کـــوډونـــه
اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاة، درنو هیوادوالو، د هیواد د ښار جوړونې او ټول ګټو وزارتونه او یا هم د انجینرۍ اړوند نورې ادارې پدې ندي بریالۍ شوې چې د هیواد د بیلابیلو پراختیايي کارونو، او فعالیتونو ته یو منل شوی چوکاټ، یا ستندرډ جوړ کړي. نو ددې لوېې علمي خلا د ډکولو پخاطر د انکشافي کارونو د هرې برخې ماهرین د خپلو کارونو د سمون لپاره د بهرنیو هیوادونو معیارونه او یا ستندرډونه کاروي. چې یوازې د سیول انجینرۍ په برخه کې تر اوسمهاله د روسېې، هند، اوروپا او امریکا معیارونه پلي کیږي او د مرست