پښتون انجینیر
له کینې، بغض او تعصب پرته ژوند مې د ښو اخلاقو بنسټ بللۍ دۍ، له همدې امله زما د دوستانو دایره نه یوازې په خپل هیواد کې د ننه بلکه دباندې هم غزیدلې ده.
بلې! د ژبې خدمت مې ددې په خاطر دۍ چې د ډیرۍ ناتوانه وروڼو ته چې د پردی ژبې په زده کولو کې ستونزې لري، او خپل استعداد او لیاقت یې خاورې کیږي، علم د دوی په مورنۍ ژبه ور ورسوم، او له خدای ج څخه پرې د اجر غوښتونکی یم.
د یو موټي او ودان افغانستان په هیله
پښتون انجینر
کـــانــکـــریـــټ ډیــــزایـــن
د کانکریټ ډیزاین د مضمون بشپړ لکچرونه او پوښتنې- پاور پانیټ
د انجینرۍ پوهنځۍ درنو استادانو او محصلینو ته سلام، د نیکه مرغه نن په هیواد کې د پوهنتونونو شمیر ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی، او ورسره د استادانو او محصلینو شمیر هم زیاتیږي. ددې لپاره چې ددې مؤسساتو له فعالیت څخه د هیواد د رغاونې لپاره لوړه ګټه پورته شي پرځای ده چې استادان او محصلین باید ښه، تازه او د هیواد د اړتیاو سره سمو درسي توکو ته لاسرسی ولري. په همدې موخه دلته درسره د یو ډیر مهم مضمون (کانکریټ ډیزاین) لکچرنوټونه او اړوند د محصلینو کورنۍ دندې ستاسو په خدمت کې ږدو، هیله ده
په سړه هوا کې د کانکریټو اچولو په اړه څو مهم ټکي
په سړه هوا کې د کانکریټو اچولو په اړه څو مهم ټکيپه سړه هوا کې چې کانکریټو ته کوم زیانونه رسیږي کیدای شي د کانکریټ جوړونکې فابریکې لخوا ېې د کانکریټ جوړولو پروخت مخه ونیول شي. لاندې ځنې مهم ټکي دي چې باید په پام کې یې ونیسئ: تودې اوبه وکاروئ ـــ کانکریټ جوړونکي زیاتره وخت په ساړه موسم کې د کانکریټ جوړولو لپاره ډیرې تودې اوبه کاروي، چې د کانکریټو تودوخه د ۶۵ فارنهایټ (۱۸ سانتي ګراد) په ترې لاس راشي، دا تودوخه زیاتره وخ
د کانکریټي دیوالونو ډیزاین (پښتو ژبه)
درنو او قدرمنو هیوادوالو، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة پدې هیله چې د خپل مسلکي ژوند سره خوښ او د ورځنۍ مطالعې لپاره مو وخت، د زده کړې مناسب مواد او لیوالتیا موجوده وي. د ځنو محصلینو او نوو فارغانو د غوښتنې سره سم مو دادی نن د استنادي دیوالونو د ډیزاین په اړه یو بشپړ راپور، د عملي مثالونو څخه ډک چې زموږ یو هڅانده ورور نصیر احمد صدیقي په خپل زیار برابر کړیدی ستاسو سره شریکوو. هیله ده ددې راپور کتنه ستاسو په علمي پانګه زیاتونه وکړي. د دغه راپور د ښکته کولو لپاره
د کانکریټ سیخ بندي REINFORCEMENT
د کانکریټو سیخ بندي د ننیو معتبرو کودونو سره برابر او ډیر کاریدونکي حالتونه ېې. که غواړی دغه معلومات خپل کمپیوټر ته ښکته کړی، د همدې صفحې بیخ ته لاړ شئ.
کږېدونکی کانکرېټ
sfs کږېدونکی کانکرېټ اسدالله ملکزی د جرمني د کسل په پوهنتون کې انجينرانو داسی کانکرېټ جوړکړی، چې د نړۍ تر ټولو کلکتري