habibullahrafi habibullahrafi
نوم: حبيب الله رفيع 
د پلار نوم :  نصرالله نقشبند. 
د زېږيدو نيټه : د ۱۳۲۴هـ ش كال وږى . 
زده كړه :  په خصوصي ديني مدرسو كې. 
 اوسنۍ دنده: د افغانستان د علومو اكاډيمۍ  مشاور.
ماموريت :  په ۱۳۴۰ كال كې د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې په رياست كې د عرفان او "پوهنه" مجلو مهتمم. 
	په ۱۳۴۲ كال د تاريخ ټولنې غړى د " آريانا" مجلې او د كتابونو مهتمم. 
	په ۱۳۴۸كال كې د " د افغان ملت " جريدې مدير. 
	په ۱۳۵۱كال كې د فولكلور او ادب د ټولنې غړى او د " فولكلور" مجلې مدير . 
	په ۱۳۵۲ كال د پښتو ټولنې غړى. 
	په ۱۳۵۷كال د پښتو ټولنې غړى. 
	په ۱۳۵۷كال د پښتو څېړنو د نړيوال مركز غړى. 
	په ۱۳۵۸كال د افغانستان دعلومو اكاډمۍ غړى. 
په ۱۳۶۱كال كې پېښور ته مهاجرت : 
	په ۱۳۶۱كال د پېښور پښتو اكاډمۍ علمي همكار. 
	په ۱۳۶۵كال د افغانستان د جهادي څېړنو دمركز او د "قلم" مجلې د ليكوالې ډلې غړى. 
	په ۱۳۶۶كال په اسلام آباد كې د افغانستان د ثقافتي شورى او د افغان جهادي مجلې د ليكوالې ډلې غړى. 
	په ۱۳۶۷كال د افغانستان د كلتوري ټولنې او د" سپيدې" مجلې د ليكوالې ډلې غړى. 
	په ۱۳۶۸ كال د افغانستان د جلاوطنه حكومت د تاريخ ټولنې او د " افغان مجلې د ليكوالې ډلې غړى. 
	په ۱۳۶۹كال د تلوسې مجلې مؤسس اومدير. 
	په ۱۳۸۰ كال بېرته هېواد ته راستنېدل. 
	په ۱۳۸۰كال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عالي شورى غړى. 
ورسره د عرفان د فرهنګي مركز د نشراتو سرپرست او ورسره د طلوع افغانستان جريدې د ليكوالې ډلې مشر. 
تاليفات: 
1-  	           سكروټې (شعري مجموعه) د ۱۳۴۵كال چاپ. 
2-  	            برېښ (شعري مجموعه) د ۱۳۴۶كال چاپ، افغان ملت. 
3-  	            د خلكو سندرې ، د ۱۳۴۹ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه. 
4-  	             د هوتكو نارې، د ۱۳۴۹كال چاپ، پښتون كتابفروشي . 
5-  	             د پښتو پخوانۍ تذكرې، د ۱۳۵۰ كال د چاپ، تاريخ او ادب ټولنه. 
6-  	           د تاريخ ټولنې كتابونه، د ۱۳۵۱ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه. 
7-  	              د جمهوريت وږمې، د ۱۳۵۲كال چاپ، پښتو ټولنه. 
8-  	               پښتو پانګه لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه. 
9-  	              ادبي ستوري لومړى ټوك د ۱۳۵۳كال چاپ، پښتو ټولنه. 
10-  	تېر يادونه (شعري مجموعه) د ۱۳۵۴كال چاپ ، تاريخ ټولنه. 
11-  	د روښان ياد (شعري مجموعه) د ۱۳۵۵كال چاپ ، تاريخ ټولنه. 
12-  	خواجه عبدالله انصاري او د ده مناجاتونه، ۱۳۵۵،د پښتو د انكشاف رياست. 
13-  	پښتو پانګه ( دوهم ټوك) د ۱۳۵۶كال چاپ ، پښتو ټولنه. 
14-  	پښتو خپرونې، ۱۳۵۶كال، د پښتو د انكشاف رياست. 
15-  	پښتوكتابښود، ۱۳۵۶كال، د بيهقي كتاب خپرولو مؤسسه. 
16-  	د پښتونخوا د شعر هاروبهار( ژباړه او ترتيب) ۱۳۵۶، ننګرهار مجله. 
17-  	معرفة الافغانى ( سريزه او ترتيب) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه. 
18-  	د رحمان بابا دېوان (سريزه) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه. 
19-  	په افغانستان كې د ژورناليزم تاريخچه ۱۳۵۶، د تاريخ او ادب ټولنه. 
20-  	د سره غره ګلونه، ۱۳۵۷، د امان كتاب خپرولو مؤسسه. 
21-  	ناسيوناليزم او ملي مسايل ۱۳۵۸، افغان ملت ګوند، پېښور. 
22-  	څوب ، ۱۳۵۸امان كتاب خپرولو مؤسسه. 
23-  	ادبي ستوري ( دوهم ټوك) ۱۳۵۹، د اطلاعاتو او كلتور وزارت. 
24-  	ژبپالنه، ۱۳۶۰، پښتو ټولنه، كابل.
25-  	زرينې څانګې ، ۱۳۶۰پښتو ټولنه. 
26-  	زنځيرۍ ، ۱۳۶۱، پښتو ټولنه، ۱۳۶۵، پښتو اكيډمۍ پېښور.
27-  	په افغانستان كې د سيدجمال الدين افغان خدمتونه ،سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون ۱۳۶۲كال. 
28-  	د استاد ياد، ۱۳۶۴، سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون. 
29-  	اورونه اوويرونه ، ۱۳۶۳، امان كتاب ، پېښور. 
30-  	د شمال له خوا شمال دى، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه. 
31-  	زندان، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
32-  	د وينو بهير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
33-  	انجام، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
34-  	تصوير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
35-  	ورك زوى څنګه پيدا شو ( سريزه او ترتيب) ۱۳۶۴، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
36-  	شاه شجاع او ببرك د تاريخ په تله كې ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
37-  	د روسي ښكيلاك رنګونه او نيرنګونه ، ۱۳۶۵پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
38-  	د استقلال څلورمه جبهه ( سريزه او ترتيب) ۱۳۶۵، پېښور ، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
39-  	وحشيانه تېرى او شرميدلې ماته، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
40-  	دمحمدي صاحبزاده ديوان ته ځغلند نظر، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
41-  	فالنامه ( د خوشال خان خټك) سريزه او ترتيب ۱۳۶۵، پېښور پښتو اكيډمۍ . 
42-  	روښاني ليكنې ۱۳۶۷، د ارزاني خويشكي ادبي ټولنه، پېښور. 
43-  	ږلۍ او ګولۍ ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
44-  	افغانستان او د روسي دوستۍ داستان، ۱۳۶۸، د افغانستان د آزادو ليكوالو ټولنه. 
45-  	آواره شيدا، ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
46-  	ملي زاويه ، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
47-  	ولونه، ولونه، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
48-  	د ستوريو كرونده ، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
49-  	محمود نامه ( سريزه او سمون ) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
50-  	هوتكنامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
51-  	مهاجرت نامه ( سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
52-  	د بتانو هنګامه، ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
53-  	وصيت نامه ( سريزه او سمون) ۱۳۸۰، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
54-  	د تمدن سوغات ، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون. 
55-  	ارمغان تمدن، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون. 
56-  	د افغانستان لنډكى تاريخ  ۱۳۷۸، د اريك كتابتون. 
57-  	تاريخ فشردۀ افغانستان ۱۳۷۸، د اريك كتابتون. 
58-  	ليكونه او سرليكونه ، ۱۳۷۳ ، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه. 
59-  	نامه ها سرنامه ها ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه. 
60-  	مشال، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
61-  	مشعل، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
62-  	تمه، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
63-  	طمع، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
64-  	وو نه وو، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
65-  	هره نيشه د زهرو ليشه، ۱۳۷۳، آو، آر ، آى. 
66-  	نښانې او ترانې ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
67-  	كتابونه دريابونه، ( لومړى ټوك) ۱۳۷۷، د ساپي د پښتو څېړنو مركز. 
68-  	كتابونه دريابونه (دوهم ټوك) ۱۳۷۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
69-  	وصيتنامه د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
70-  	نسبنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
71-  	خټكنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
72-  	هندوكوه نامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
73-  	اخلاقنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
74-  	پښتني ودونه ، د افغانستان د مرستو مركز، ۱۳۸۱، كابل. 
مقالې: 
تر پنځو سوو زياتې. 
په سمينارونو كې ګډون: 
د يو سلو شا او خوا كې علمي، ادبي، ملي او نړيوالو سمينارونو كې ګډون ، مقاله اورول او دفاع كول. 
سفرونه: 
ايران، عربستان، مصر، امريكا، كاناډا، جرمني، هالنډ، پاكستان او فرانسې ته. 
د تدبير ليکنې
ګاندي ماشومانو نړيوالو ته د سولې پيغام ورکړ!
ګاندي ماشومانو نړيوالو ته د سولې پيغام ورکړ! د هندوستان د تاميل نادو ايالت د کويمبارتو ښوونځي د ۲۵۵شاوخوا زده کوونکو په داسې حال کې چې د مهاتماګاندي غوندې جامې يې اغوستې وې، نړيوالو ته يې د عدم تشدد مبارزې کولو او سولې پيغام واستاوه. هندي زده کوونکو په دې کار سره په ليمکا کتاب کې نوی ريکارډ ثبت کړ. ليمکا (Limca) ، په هندوستان کې د ريکارډ ثبتولو کتاب دی.
 
 
