سيدجمال فاطمي
زۀ سيدجمال الدين فاطمي يم د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د تورغر د کلي اوسېدونکی ، د کرنې د پوهنځي محصل ، اوس مهال پۀ ننګرهار ولايت کې د ژوند رنګينې شپې ورځې تېروم .شعر او ادب سره بې کچه مينه لرم او خپله هم شعرونه ليکم .
لنډې کيسې
محبس /لنډه کيسه
يوه ورځ لۀ کوره راووتم او د يو داسې چا پۀ لټه کې شوم چې وخت مې ورسره تېر شي ، ما يو خندنی سړی غوښتۀ هر څومره چې د کلي پۀ کوڅو کې وګرځېدم داسې څوک مې پيدا نۀ کړ چې مرکه ورسره وکړم ټول خلک مزدورۍ ته ولاړ وو ، چا پۀ کابل کې خښتې اچولې او چا هم د چوک غاړې نيولې وې او د مزدورۍ پۀ تمه وو. کور ته لۀ راستنېدو وروسته مې بېلچه راواخيسته او د پټي پۀ لور لاړم د پټ