غزل

قسم دى قسم دى ناچاره يمه
وصال ته دې تل انتظاره يمه
نګاره نګاره پرسان مې وكه
ريباره ريباره درمان مې وكه
د مينې ګلزار كې بيماره يمه
وصال ته دې تل انتظاره يمه
ملنګ يم ملنګ يم صنم ستا د در
پتنګ يم پتنګ يم ګلفم ستا د در
د غيرو غماز منت باره يمه
وصال ته دې تل انتظاره يمه
نزاكت نزاكت دې واړه منم
ولايت عدالت دې دواړه منم
د هجر پنجرو كې حصاره يمه
وصال ته دې تل انتظاره يمه
زلفانو زلفانو تړلى سېلاب
چشمانو چشمانو خوړلى سېلاب
خوشحاله په دې هزار باره يمه
وصال ته دې تل انتظاره يمه

كابل_ 11/3/1333