پيغامونه

اى ناصحه ستا وعظونه دي عبث
ماته ستا نصيحتونه دي عبث
غير له ميو غير له چنګ او ترانې نه
نور فعلونه نور پندونه دي عبث
غير له مينې غير له عشقه محبته
نور غمونه نور دردونه دي عبث
غير له وصل غير له ناز او نزاكته
نور خوندونه نور كارونه دي عبث
غير له شونډو غير له زلفو خط و خاله
نور سيلونه شربتونه دي عبث
غير له ياره له نګاره اى ريباره!
دا ستا زېري پيغامونه دي عبث
كه بېرون له حقيقته وي سېلابه!
په مجاز كې دې خيالونه دي عبث

ننګرهار، كامه_ 11/3/1333