ليلا سره مجنون

ملي اّهنګ:

ستا مينې لېونى كړمه اوس ځان نه پېژنم
جهان نه پېژنم
پتنګ په مثل سوځمه نيران نه پېژنم
جهان نه پېژنم
ستا مينې كړمه ياره زه په ټول جهان رسوا
كچكول او كند په غاړه در په در ګرځم ګدا
چې راشي دا ستا غم
په لاس كې مې قلم
ژړېږي اى صنم
د مينې د ګلشن نه غير بوستان نه پېژنم
جهان نه پېژنم
فقط ليلة القدر په ما شپه وه د وصال
دلبر مې خوا كې ناست و مفشن او ښه سنبال
ليلا سره مجنون
د مينې په قانون
ښكارېږي ښه موزون
د عشق جام نېشه كړمه ياران نه پېژنم
جهان نه پېژنم
نېشه خماري ناست يم سر مې ايښى په زنګون
جدا چې وي دلبر نه هغه نه لري ژوندون
چې بېل وي چا نه يار
باچا وي او كه خوار
هېڅ نه پېژني عار
په غير له عاشقې نه بل ديوان نه پېژنم
جهان نه پېژنم
نصيب مې شوه ستا عشق كې ژړا او انګولا
ستا مينه لباسي ده ځكه كړمه واوېلا
ستا زلفو پېچ و خم
د هجر په تورتم
سېلاب كړمه كَړم
د مينې په زانګو كې خپل جانان نه پېژنم
جهان نه پېژنم

ننګرهار، كامه_ 1333