چې پخلا شو

ستا په مينه كې ژړېږم كال و سر
تا وانه خيسته زما غريب خبر
تور د سترګو مې په ډېره ژړا سپين شو
ياره وكه زما خوا ته لږ نظر
د ژوندون چوكاټ مې ورځ په ورځ كېږي
ومې نه ليده د يار ښكلى بشر
عاشقان ټول ملنګان د معشوقو دي
د ګدا ژوندون وي تل د بل په در
د ليلا مجنون شېرينې او فرهاد
هر داستان په غم لړلى سراسر
چې د مينې لېونى او سپېلنى وي
تل به اوسي ناكرار او در بدر
راشه راشه چې پخلا شو ګرانه ياره
څو به ګرځو يو له بل نه مرور
ټول عالم راسره ګډ په واوېلا شو
چې خطيب شوم ستا د مينې په منبر
زه سېلاب چې مختصره ارزو وايم
ستا په عشق كې مې ليكلى لوى دفتر

ننګرهار، كامه، ارباپان_
12/ جوزا/1332