سپين مړوند

چې ښكاره دې سپين مړوند شو سپين رخسار
په زړګي مې د غم راغى دندوكار
په دنيا كې د عشق رنځ دى لا علاجه
نه رغېږي بې وصاله دا پرهار
د وصال دارو ملهم راته بخشش كړه
اى نګاره كه مې غواړې جوړ تيار
كه رښتينى يار د يار سره ياري كړي
څه حاجت لري ريبار ته يار د يار
عاشقان معشوقې هېڅ ملامت نه دي
ازلي دى دا ټولى په غم دوچار
خداى لپاره په لېمو مې قدم كېږده
زه سېلاب يم ستا راتلو ته انتظار

ننګرهار، كامه_ 28/ ثور/1332