بوډا غازي

پښتونه پاڅېږه بيدار شه ته
ورشه خپل ورونه شهيدان وګټه
ټنګو، انو ځنې بېزار شه ته
بوډا غازي خان غفار خان وګټه
پښتونه پاڅېږه غيرت وكه
د پلار نيكه په شان همت وكه
ورور سره ورور شه اخوت وكه
شه د وطن خادم خدمت وكه
صادق پښتون شه صداقت وكه
د خپلې خاورې حفاظت وكه
ټنګو، انو ځنې نفرت وكه
ملي يو والى او وحدت وكه
په خپلواكې باندې زينت وكه
په نوي عصر كې سرعت وكه
سترګې دې پرانيزه هوښيار شه ته
ملي بوستان پښتونستان وګټه
سترګې كړه بېرته شه بينا پښتونه
شاوخوا وګوره دنيا پښتونه
ځان كړه عرفان سره اشنا پښتونه
تر څو به ګرځې په بېديا پښتونه
تر څو به ګرځې بې نوا پښتونه
د يو او بل د در ګدا پښتونه
پښتنې پېغلې كړي ژړا پښتونه
ازادي غواړي پښتونخوا پښتونه
بيا د غيرت وتړه ملا پښتونه
په غليم راوله غوغا پښتونه
د پلار نيكه د باغ ماليار شه ته
خپل ابدي نوم او نشان وګټه
مونږه د چا سلام كولى نه شو
پردي حاكم حكم منلى نه شو
د چا امرونه قبلولى نه شو
پردي بارونه چلولى نه شو
د نورو جغ په اوږو وړلى نه شو
سپورې او ستغې تېرولى نه شو
د بې پتې ژوندون كولى نه شو
پردۍ پڼې مونږ سمولى نه شو
مونږه ازاد غواړو ژوندون عالمه
د نورو خلكو نه بېلتون عالمه
سېلابه! پورته په تلوار شه ته
د قام غمخور فخر افغان وګټه

ننګرهار، كامه_ 1332