پتنګ غوندې لوګى شه

ملي اّهنګ
نسيم د سبايي شه چې بوستان ته ورسې
پېشه كړه ځانته علم چې عرفان ته ورسې
هدف كه دې منزل ته رسېده او لوړېده وي
د عشق په لاره ځه چې لامكان ته ورسې
عاشق كه په رښتيا يې صدقه كړه سر و مال
پتنګ غوندې لوګى شه چې خپل شان ته ورسې
مجنون غوندې ملنګ شه د خواږه اشنا په مينه
ريا نه معرا شه چې پېزوان ته ورسې
سېلابه! كوه سوال د رب په در كه شي منظور
مولا دې شه ملګرى چې جانان ته ورسې

ننګرهار، كامه، ارباپان_ 5/ ميزان/1331