په انتظار يمه زه

د پښتونخوا د ازادۍ تل اميدوار يمه زه
په انتظار يمه زه
وطن لپاره شازلمى ويښ پيره دار يمه زه
په انتظار يمه زه
پردى واكدار نه منم، ملك كې اغيار نه منم
د بل اختيار نه منم
معلوم پښتون يم په دنيا كې چې واكدار يمه زه
په انتظار يمه زه
وايمه ځانته پښتون، وطن ليلا زه مجنون
مقابلې ته د غليم مدام تيار يمه
په انتظار يمه زه
باغ او بوستان زمونږ، دا گلستان زمونږ
پښتونستان زمونږ
سر مې دى جار له وطن، غواړم بهار د وطن
په انتظار يمه زه
وايي سېلاب
په انتظار يمه زه

ننگرهار، كامه_ 1331