خوف و رجا

چې په مينه كې بيمار دى هغه زه يم
چې ستي په سور انګار دى هغه زه يم
چې زنځير د محبت په غاړه ګرځي
او د هر چا منت بار دى هغه زه يم
چې د هجر جېلخانه كې په ژړا دى
او ريبار ته انتظار دى هغه زه يم
په اميد چې د وصال تسل د ځان كړي
او په عشق كې ناكرار دى هغه زه يم
چې عالم يې په هر دم ملامت بولي
او د غم پېټى پرې بار دى هغه زه يم
بند په جال او ملال ژوند چې يې نصيب دى
تل چې خوار دى تل چې خوار دى هغه زه يم
يار او دوست اشنا ملګرى خو لا پرېږده
خپل پردى چې ترې بېزار دى هغه زه يم
خيال د يار د تورو سترګو چې رنځور كړ
چې نه خوب كړي نه بيدار دى هغه زه يم
د اشنا په تش تپوس باندې عالمه
چې بې ميو مست خمار دى هغه زه يم
د وصال او د هجران خوف و رجا كې
چې خزان دى هم بهار دى هغه زه يم
اى سېلابه! چې د وصل باغ و راغ كې
بې زېوره جوړ سينګار دى هغه زه يم

ننګرهار، كامه_ 1331