پارول

سوز د مينې مې قلم راپاروي
ولولې مې دم په دم راپاروي
مايوسي مې د جذباتو خاموشي كړې
غلبلې مې ستا كرم راپاروي
تصور كه هر څو وتړم په پړو
د زړه سوى د سترگو نم راپاروي
احساسات چې مې په صبر غلبه شي
بس نو عقل و جنون سم راپاروي
د قلم واگې دې ټينگې كړه سېلابه!
گوندې بيا د اشنا غم راپاروي

ننگرهار، كامه_21/ ثور/1338