د اوښكو جرگې

زړه تل ستا د وصال په تمنا قلاروم
ماشوم غوندې يې تل په دلاسا قلاروم
نور خلك ټول ارام وي زه او دى په مركه يو
قسم دى كرۍ شپه يې يك تنها قلاروم
يوه نېټه تمامه شي د بلې تړون وشي
همېش يې په چل ول د نن سبا قلاروم
اميد چې شي ناكام او ولولې په پارېدو شي
سلگې كړم ننواتې چې دوى بيا قلاروم
د مينې محبت په دې مشكلو مرحلو كې
هوس د نازولو په خندا قلاروم
سېلابه! گيله منې چې شي پېغلې ارزوگانې
د اوښكو په جرگو يې زه په غلا قلاروم

كابل، ميرويس ميدان 5/ جدي/1336