برخې

چاته ژړا چاته خندا په برخه
زما همدا زړه سودا په برخه
د چا كېمخواب دچا شړۍ وينمه
چاته نيلون چاته خامتا په برخه
څوك د وصال په پالنگ لوبې كوي
چاته د هجر كربلا په برخه
څوك به خوب كړي د سرو زرو په كَوچ
د چا كرواړې د بېديا په برخه
كه دى مزدور خو بيا هم سور به گرځي
د موټروان مخكې رڼا په برخه
كه تمدن لكه باران و اوري
د خان ملك بله دنيا په برخه
بلبل دې تل د سوز كوكارې وهي
چې د غونچې شوله موسكا په برخه
د خوار پتنگ كه دى طواف په غاړه
د شاعرانو ده غوغا په برخه
په جېگې جېگې عاشق بد نه ښكاري
چې شوه د ښكلو استغنا په برخه
كه شوې د خلكو خزانې په نصيب
سېلاب ته مينه د ليلا په برخه

كابلو شاهي واټ_ 27/ عقرب/1336