د ارزوګانو امېلونه

ما لر و بر شاوخوا ډېر وكه څار
ولې يو لور ته مې اشنا ونه ليد
زړونه مې خدايږو لور په لور وكاته
ما دا خپل ړوند اميد بينا ونه ليد
لوړې ژورې چې مې څومره كړې چاڼ
غريب عاشق مې په خندا ونه ليد
بېلتانه هر چاته انګار شيندلى
مَېن مې يو ځاى بې ژړا ونه ليد
سر په زنكېون دى ټول ژوندون د مينې
چې مې هر څو ولوست قانون د مينې
ولې پوه نه شوم سلسله كې د عشق
چې ګرم دى څوك او ګناه چا كړې ده
معشوقه وايي ته پخپله وسوې
دا ننداره دې بې پروا كړې ده
خيال دې كوم خوا نظر دې كوم پلو ته
تا په كتو كې ناسلا كړې ده
كړم دې ناحقه تومتي د جهان
چې تا زما د زړګي غلا كړې ده
ناحقه وايې چې زړه تا وړى دى
زما كېوګل نه دې په غلا وړى دى
ماته ځواب ددغه سوال وښايه
ناصحه زر شه كه ښودلى شې ته
زه لېونى يم په مسټ د عشق
ما په ولول زلفو تړلى شې ته
زما د هجر رنځ ته شته دي دارو
كه مې د يار مالت له وړلى شې ته
اسرې هيلې مې مېلمنې دي هلته
كه شاه ليلا پرې خبرولى شې ته
دا به ځواب ددغه سوال شي ياره
كه مېلمانه درنه خوشحال شي ياره
خوب و خندا مې در بښلي دواړه
ناست يم د غم په شوګيرو كې اشنا
د ارزوګانو امېلونه دروړم
ستا په باريكو اشارو كې اشنا
د اميدونو نيالګي ډېر كرمه
ستا د وصال په سردرو كې اشنا
كه ته پخلا شوې خداى به هر څه وكړي
وايي سېلاب سوو مصرو كې اشنا

كابل_ 7/ ورى/1334