د مينې استنطاق

چې مې بېرته كړو د عشق دفتر اوراق
د ليلا په دروازه كې شوم اتراق
د يوسف، مجنون، فرهاد احوال مې وكوت
چې شروع مې كړو د مينې استنطاق
كمال ښه دى، كسب ښه دى، شغل ښه دى
ولې عشق دى په واړو باندې طاق
عرش كرسي باندې يې پورته قدم كېښود
چې د عشق په زور يې وتېزه براق
د عشق ګنج خو زور دولت دى چې پيدا شي
لاكن اور د بېلتانه سوځي تالاق
جدايي د سړي عمر نيمه خوا كړي
اخته مه شه څوك په رنځ د افتراق
نور عالم خوري نعمتونه لذتونه
د عاشق وي د زړه وينې ارتزاق
د وصال زوال چې چا ليدلى نه وي
څه پوهېږي د هجران په اشتقاق
بې له وصله يې صحت په بل څه نه شي
چې ستي شي د بېلتون په احتراق
لكه زه وينې به ژاړي په هر دم كې
چې بندي شي څوك د هجر په اطاق
چې حقبين او ملتفت شوم حقيقت ته
خدايږو ومې كړو له ځان سره ميثاق
ما وې لاس به زه وانخلم چې ژوندى يم
څو مې برخه شي وصال په استغراق
زه سېلاب چې تل اشنا ته وينې ژاړم
فقط غواړم د سرو شونډو استحقاق

ننګرهار، كامه_ 13/ دلو/133۳