بيرغه د افغان!

تر څو چې دا نړۍ وي ته لوړ اوسی په جهان
بيرغه د افغان!
دا ستا تر سيوري لاندې دى خوشحاله زوړ او ځوان
بيرغه د افغان!
سـتا سيورى د هما ډېر بختور دى لوى واړه ته
هم ځوان ته هم زاړه ته
چې نن د سترګو تور يې هم غريب ته هم ماړه ته
هم ځوان ته هم زاړه ته
رپېږه ستا رپا ده د افغان عزت او شان
بيرغه د افغان!
دا ستا تر سيوري لاندې كوو ژوند په خوشحالۍ كې
دنيا سره سيالۍ كې
ملت در نه ځارېږي په يو والي ورورولۍ كې
دنيا سره سـيالۍ كې
اوچت اوسی په پت اوسی سرلوړى تر اسمان
بيرغه د افغان!
ستا پت او ستا عزت نه تل قربان شـه زمونږ وينه
ستا بڼه ده رنګينه
دا ستا په بركت زمونږ ژوندون دى مينه مينه
ستا بڼه ده رنګينه
زمونږ جمهوريت په تا اوچت تر كهكشان
بيرغه د افغان!

1354/2/18_ كابل، اكبر خان مېنه