ملا وتړئ ځوانانو!

بيا پښتانه بلوڅ په سرو لمبو سوځېږي
تور سرې مو ژړېږي
ملا وتړئ ځوانانو
څوك شهيدان څوك په زندان څوك تالا كېږي
كه راويښ نه شوې خدايږو نور هم تباه كېږي
بلوڅ پښتونه كه يو نه شوې فنا كېږې
ظالمان ستاسو سر و مال ته هوسیږي
تور سرې مو ژړېږي
ملا وتړئ ځوانانو
ستاسو تالان ته د دوى څومره تلوسه ده
دا هماغه د استعمار زړه كيسه ده
چې جوړه كړې درته نوې دسيسه ده
بيا كور په كور په تا د ظلم اور بلېږي
تور سرې مو ژړېږي
ملا وتړئ ځوانانو
چې پخپل حق دې هم وهي هم وژل كېږې
مال دې تالا ته بی عزته رټل كېږې
هم بر ناحقه جېلخانې ته بیول كېږې
غيرت په كار دى پښتونواله دې شرمېږي
تور سرې مو ژړېږي
ملا وتړئ ځوانانو
استعمار ګوره چې په تا كوي حكمونه
په غير حق يې شروع كړي دي ظلمونه
ستا په وړو زړو يې بيا ډك كړل جېلونه
سیلاب وى پاڅئ! ګورى وخت در نه تېرېږي
تور سرې مو ژړېږي
ملا وتړئ ځوانانو

1353/12/6_كابل راډيو، اكبر خان مېنه