ځـورېږم

راشه په پوښتنه ځورېږم
د زړه په كور كې درته كور ابادومه
ځـورېږم
ګوګل مې ستا د مينې كور دى
په زړګي بل راته سور اور دى
د يو نظر پسی دې سترګې ګرځومه
په پاكه مينه مې قسم دى
په مخ مې رود د اوښكو سم دى
خلك ويده زه كرۍ شپه سلګۍ وهمه
لكه چې زه يم داسی ته واى
زما په لوري دې كاته واى
تر سباوون پورې به ولې ژړیدمه
كاشكې په مينه مينه راشې
چې د سیلاب ژوند ته رڼا شې
هره شېبه ستا په ارزو كې تېرومه
ځـورېږم

كابل راديو_ 10/3/1344