شعرونه

شهيد امان الله سيلاب "ساپی" د خدای بخښلي وکيل صاحب شهيد نصرالله خان "ساپي" زوى او دمرحوم مفتي عبدالغفور خان لمسى په 1312هـ ش كال د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ په غازي كلي كې زيږيدلى و.
ده لومړني درسونه په خپل كلي او د كورنۍ په غيږ كې ولوستل او بيا د اخوند كلي په ښوونځي كې شامل شو. په 1325 ش كال يې ابتدايي زده كړې په دغه ښوونځي كې په بري پاى ته ورسولې. تر دې وروسته يې شپږ كاله خصوصي زده كړې وكړې.
په دې خصوصي زده كړو كې يې د فقهې اصول، تفسير، حديث، صرف، نحو، بديع، بيان، قافيه، منطق او حكمت كتابونه ولوستل.
امان الله سيلاب ساپی په 1331 هـ ش کال کې په كابل كې د قاضيانو مدرسې په دويم ټولګي كې شامل شو. بيا د همدې مدرسې له درييم ټولګي نه د عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته ولاړ، په 1336 هـ ش کال كې يې دا دارالعلوم په بري سرته ورساوه او بيا يې د هېواد په دولتي ادارو كې په كار پيل وكړ.
د ده لومړنۍ وظيفه د افغانستان د عدليې په وزارت كې وه. په دغه وزارت كې لــه څه وخت كار نه وروسته د افغانستان د ټولو ترانسپورت رياست ته ولاړ. د دې رياست په مربوطاتو كې يې هم د عمومي مديريت تر رتبې پورې كار وكړ. له دې رياسته د قبايلو د مستقل رياست مربوطاتو ته ولاړ. په دې رياست كې هم څه موده مصروف و. تر دې وروسته د راډيو افغانستان مربوطاتو ته لاړ او بيا د ژوند تر پايه پورې په راډيو كې پاتې شو.
كه څه هم سيلاب ساپي لــه پخوا نه په شعر ويلو پيل كړى و. په دار العلوم كې يې د زده كړې په دوران كې ادبي استعداد غزونې وكړې. كله يې چې په كار پيل وكړ شعر يې د پخواني او هنري تابه پړاوونه ووهل او چې كله په راډيو افغانستان كې كارته شامل شو د افغانستان په فرهنګي حلقو كې د يو هنرمند غزلبول شاعر په حيث پيژندل شوى و. په راډيو كې كار او ډراديو افغانستان په ادبي پروګرامونو كې برخې اخيستنې او د موسيقۍ لــه څپو سره د خوږ ژبو هنرمندانو په آوازونو كې دده د غزلو او ليريكو شعرونو خپرېدو د افغانستان او ورسره د نورو پښتنو په ګڼو پرګنو او ولسونو كې دده له پيژندګلوۍ او شهرت سره زياته مرسته وكړه.
سيلاب ساپی د راډيو د كار په دوران کې نه يوازې د يو شاعر ، بلكې د يو ليكوال، مبصر او لــه فرهنګي مسايلو سره د علاقمند په حيث د كابل او د افغانستان په نورو سيمو كې يوه پيژندل شوې څېره وه.
ده دا وخت په پيښور او نورو ځايونو كې په فرهنګي او هنري غونډو كې برخه اخيسته.
سيلاب ساپي دراډيو په څانګو كې د كار په دوران كې ځينې مشاعرې هم په كتابي شكل چاپ ته آماده كړې. (د اجمل په ياد مشاعره) او (د خيبر آواز) د ده د دغه ډول كارونو نمونې دي.
د سيلاب ساپي شعرونه او ترانې د هېواد په مطبوعاتو كې خپاره شوي وو د شپيتمو كلونو په دوران كې ښاغلى سيدجان ملال د سيلاب ساپي د غزلونو يوه مجموعه چاپ ته آماده او په كابل كې چاپ كړه.
سيلاب ساپی د 1357 هـ ش كال د قوس په شپاړسمه د وخت د حاكمانو لــه خوا د هيواد پالنې او د پردو د غلامۍ نه منلو په تور ونيول شو او لــه وهلو، ټكولو او شكنجو وروسته يې د دهمزنګ محبس ته بوتلو، پنځه مياشتې يې په دې محبس كې تېرې كړې وې، تر دې وروسته يې بيا څوك په پته پوه نه شول او د 1358 هـ ش كال په جريان كې د وحشي کمونستانو له خوا شهيد شوى و.