مسئله - نفاس هغو وينو ته وايي چې له ميرمنو څخه له ولادته وروسته ځي .
مسئله - دنفاس لږه موده نده څرګنده , او زياته موده يې څلويښت شواروزه ده . كه له څلويښتو شواروزو نه وينې زياتې شوې او ښځې عادت درلود نو دعادت موده يې نفاس ده اوله عادته زياتې شپې يې په مرض كې شمارل كيږي , ځكه به نو دهغو لمونځونو چې دخپل عادت په زياتو شپو كې يې قضاكړي قضايي راوړي .
دساري په توګه ديوې ميرمنې دنفاس عادت 35 شپې دي او دې ميرمنې ته له 40 شواروزو نه زياته وينه ورغله نو اوس به دا ښځه 35 شپې دخپل عادت په بڼه په حيض كې شماري او دنورو ورځو دلمونځونو قضايي به راوړي .
مسئله - كه په لومړي ځل كومې ميرمنې ته داپيښه وروشي او وينه يې له 40 شواروزو زياته شي نو د داسې ميرمنې حكم دادى چې 40 شپې به نفاس شميري اوتر دې زياتې به مرض ګڼل كيږي ځكه به نو دا لامبي او لمونځ به كوي ,روژه به نيسي او له لامبلو مخكې جماع هم ورسره روا ده .
مسئله -دلمانځه په نه كولو او دروژې په نه نيولو او دجماع په نه كولو كې دنفاس حكم دحيض دحكم په څير دى ,البته كه كومه ميرمنه دنفاس په موده كي 15 شپې پاكه شوه او بيا يوه ورځ وينه ورغله نو دا 15 ورځې هم په نفاس كې شمارل كيږي نه په پاكي كې .وعليه الفتوى .
مسئله - كه كومې ميرمنې ته يوه ورځ وينه ورغله او 38 شپې پاكه وه بيا بله ورځ بيا وينه ورغله نو داټوله موده په نفاس كې شمارل كيږي .
مسئله - كه يوې ميرمنې يوه ټكړه وزيږوله او هغې يوشى درلودل لكه لاس ,يا پښه ,يا نوكونه ,يا ويښتان,يا ګوته نو دا ټكړه داولاد په حكم كې راځي او له دې وروسته كومې وينې چې راځي په هغې دنفاس حكمونه جاري كيږي ,او كه يې كومه نښانه نه وه نو بيا به ګورو چې آيا دا وينه درې شواروزه جاري وه كه نه او آيا تردې وينو مخكې دې ميرمنې طهر صحيح يعنې پوره پنځلس ورځې پاكې تيري كړي كه نه كه دا دواړه حالتونه موجود وو وينه هم لږ تر لږه درې شواروزه روانه وه او له دې وينې مخكې ميرمنې طهر صحيح هم تير كړى وو نو بيا پدې وينو دحيض احكام جاري كيږي او كه له نومړو شرطونو نه كوم يو هم نه وو نو بيا دا وينې مرض ګڼل كيږي او دحيض حكمونه هم نه ورباندې جاري كيږي .

بېرته شاته

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more