دماشوم-ماشومي دجنازې لمونځ
" اَللهُمَ اجعَلهُ لَنا فَرَطاً واجعلهُ لَنا اجراً وَ ذخرا واجعلهُ لَنا شافِعاً وَمُشفِعا "
او كه مړى ماشومه وه نو بيا دې له دريم تكبيره وروسته دا دعا ووايي
" اَللهُمَ اجعَلها لَنا فرَطاً وَاجعلها لَنا اجراً وذخرا واجعلها لَنا شافعةً ومشفعة "
دجنازې په لمانځه كې پنځه فرضونه دي : څلور
تكبيرونه او يوه ولاړه . ځكه نو كه يو تكبير له تكبيرونو څخه پاتې شي نو لمونځ يې
نه كيږي , او كه يې دجنازې لمونځ په ناسته وكړ هم نه كيږي .
ثنا ويل او درودشريف ويل سنت دي , او په دعا ويلو كې اختلاف دى څوك يې سنت بولي او
څوك يې فرض .
او سلام ويل دجنازې په لمانځه كې واجب دي .
دجنازې په لمانځه كې مستحب داده چې ښايي لږ تر لږه درې صفونه وي آن تردې كه اووه
كسان وو نو يو دې له دوی څخه امام شي او درې دې په لومړي صف كې ودريږي , او دوه دې
په دوهم , او يو دې په دريم صف كې ودريږي .او كه تردې ډير وو نو بيادې تر آخيره
همداسې طاق صفونه پسې جوړوي .