دسړي كفن درې ټوټې سنت دى : 1- څادر 2- ازار 3- كميس دضرورت په مهال دوه ټوټې هم روا دى البته بې ضرورته مكروه دى .
دښځې كفن پنځه ټوټې سنت دى : 1- كميس 2- ازار 3- سينه بند 4-څادر 5-سربند- دا له ازار څخه نيولې تر پښو پورې وي او څادر تر دې (سربند) يو لاس لوی وي او كميس له غاړې نيولی ترپښو پورې وي ليكن په هغه كې به لستوڼي او ګريوان نه وي او سينه بند به له سينې نيولی تر ورنو پورې اوږد وي اوسور(عرض) به يې دومره وي چي يو پلو او بل پلو يي سره وتړل شي .
مړي ته دكفن وركولو په مهال به لومړى څادر اوار كړئ بيا به ازار او په ازار بر سيره به كميس وي بيا به مړى دهغو په سر پري باسئ . لومړى به كميس ور واغوندئ او دسر ويښتان به يې په دوو برخو وويشئ او په سينه به يې ور واچوې يوه برخه ښي لورې ته او يوه كيڼ لورې ته له هغه وروسته به يې سربندپه سر اوويښتانو ور واچوې مګر تړې به يې نه بيا ازآر ور واغونده لومړى يي ښي لورې ونغاړه بيا يې كيڼ لورې . له هغه وروسته يې سينه ور وتړه بيا يې په څادر كې ونغاړه لومړى ښي لورې بيا كيڼ لورې بيا يې په كومه څيره يا ټوټه سره دسر او پښو خواته كفن وتړه او يوه څيره يې تر شا هم وتړه تر څو په لاره كې دهوا چليدو له امله پرا نه نيزي (بېرته نشي ) او دجنازې كولو پر لور يې يوسه .
(داخو دښځينه مړي طريقه ده او نارينه به هم لومړى څادر اوار كړئ برسيره به ازآر او په ازآر برسيره به كميس اواركړئ مړى به دهغه په سر پرې باسئ او لومړى به كميس ور واغوندئ بيا به ازآر ورواغوندئ بيا به يې په څادر كې لومړى ښي لورې بيا كيڼ لورې ونغاړئ او دكفن دواړه سرونه به وروتړئ ) او دجنازې پر لورې يې يوسئ .

بېرته شاته

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more