سياست او روانې چارې
چې بد ګرزي. بد به پرزي.
اتل
29.07.2013
قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
د آزادۍ رادیو په یوه خبر کې وایي چې بې پیلوټه الوتکو دشمالي وزیرستان په شوال کې شپږ تنه افراطیان ویشتلي ا وژلي یې دي. آزادۍ رادیو د رپوټونو په حواله وایي چې، د پاکستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې دا مهال د القاعدې شبکې غړي، پاکستاني طالبان او د حقاني شبکې ګڼ وسله وال ځاى پر ځاى دي، چې وخت ناوخته په افغانستان کې ترهګريز بريدونه ترسره کوي.
د آزادۍ رادیو دا خبره بالکل صحیح ده، چې پدې سیمه کې د حقاني، القاعدې، ازبکو، چچن او نورو ترورستانو ځالې کړیدي، ځایی خلک یې د خپلو ترورستي اعمالو لکه، هدفي قتلونو، خپل منخي قتل، خود کشه حملو، سرک د غاړې بمونو د چولولو، په عامو ځایونو کې ددماکو کولو او په جبر د خلکونه پیسي اخیسلتو، تر پزې راوستی دي.
دترورستانو نه د ولس د بیزارۍ او د هغوی په مقابل کې د اعتراضونو تر ټولو نوې بیلګه د پاړه چنار او پیښور د شیعه ګانو مظاهرې دي. تیره هفته په دوو پرله پسې چاودنو کې په پاړه چنار کې په لسګونو بې ګناه مسلمانان قتل عام شول.
ددغو ترورستانو او بالحصوص د القاعدې د دلې ځينې سرغنه مشران د بې پیلوټه الوتکو په ګذارونو کې وژل شوی، او نور یې د خپل سر د ویرې له سیمې نه تښتیدلې دي. د سیمې نه ددغو بدعتیانو د ورک کیدلو سره په سیمه کې سوله او امنیت بیرته ټینګ شوي، او د خلکو ژوند عادي بڼه غوره کړیده. همدا علت دئ چې ولسونه د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو کلک ملاتړ کوي.
=====
شمالي وزيرستان کې امريکايي بې پيلوټه الوتکۍ ٦ وسله وال ووژل
07.05.1392
د پاکستان د قبائلي سیمې شمالي وزیرستان په شوال کې دولتي چارواکي وایي، چې د مشکوکو بې پيلوټه الوتکو یوه تازه برید لږ تر لږه ٦ سخت دریځي وسله وال وژلي او درې ټپيان کړي.
د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دغو الوتکو د دوشبنې په شپه د افغانستان پولې ته نيزدې د شمالي وزیرستان په شوال په زوئ نري سيمه کې د شکمنو سخت دریځو وسله والو پر یوه مرکز دوه پرله پسې توغندي وتوغول چې په ترڅ کې یې ٦ سخت دریځه وسله وال ووژل شول.
د وژل شويو وسله والو د هويت په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ويل شوي، خو اټکل کېږي چې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر د ډلې وسله وال دي.
په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکې بريد په داسې وخت کې شوى، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند اعزاز احمد چوهدري په يوې خبري ناسته کې خبريالانو ته ويلي وو، چې هېواد يې د امريکا له متحده ايالاتو غوښتي چې ددغه هېواد پر قبايلي سيمو دې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ودروي.
د هغه په وينا د پاکستان نوى ټاکل شوى حکومت له امريکا سره د يوه سيال هېواد په کچه اړيکي غواړي او ددې ډول اړيکيو د رامنځته کولو لپاره بايد امريکا د پاکستان د ځمکني بشپړتيا درناوى وکړي.
د چوهدري په وينا د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو د بريدونو له امله په پاکستان کې ترهګريز بريدونه زياتېږي او د ترورېزم پر ضد روانې مبارزې ته زيان رسېږي.
د پاکستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې دا مهال د القاعدې شبکې غړي، پاکستاني طالبان او د حقاني شبکې ګڼ وسله وال ځاى پر ځاى دي، چې وخت ناوخته په افغانستان کې ترهګريز بريدونه ترسره کوي.
د يادونې وړ ده، چې روانې مياشت په ٢مه نېټه د شمالي وزيرستان مرکز ميران شاه ته نږدې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١٧ شکمن سخت دريځي وژل شوي وو. پاکستان پر دغه بريد امريکا ته سخت احتجاج کړى و.
ذبيح الله شفق، پېښور
طیب زابلی *
29.07.2013
دبی پیلوټه دبریدونوملاتړیوازی هغه بی ایمانه جاسوسان کوی چی ددې په وسیله سره ددوئ جیبونوته یوڅومردار ډالرورځی،کنه نوولسونوخوڅوځله ددې پرخلاف مظاهری وکړی ځکه چی په دی کی ډیرښځی اوماشومان په شهادت رسیږی هابه بیاکوم ولس یی چی دداسی بریدونوملاتړکوی؟ بلکی یوازی جاسوسان اوګمارل شوی مبلغین دخپلومادی منافعو په وجه ددې ملاتړکوی
اتل
01.08.2013
ډیر محترم زابلئ صاجب، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمه، اول خو دا چې تاسې د یوه چندې مسلمان د چتې نه وتلې یاست، سترګې مو پټې کړې او خوله مو خلاصه کړیده، کنځلې، بد، رد او پوچ او فحش مو فرمایلي دي.
دویم دا چې ایمان مو پر ګمان بایلئ، تورونه لګوئ، اتهامونه واردوئ، جعل کوئ او د اسلامي او پښتونولۍ د اخلاقو نه وتلي یاستئ.
دریم داچې، آیا تاسې حساب کړئ چې د القاعدئ او نورو ترورستي ډلو څومره ښاماران د بې پیلوټه الوتکو په ګذارونو کې یا وژل شوي، او یا د سیمې نه فرار کیدو ته مجبور شویدي. نمونه یې پیژنۍ، د ویشتل کیدو د ځایونو پته یې درته لیګیږي، آیا پدې مو هم فکر کړئ چې که دغه ترورستان نه وای وژل شوي، د څومره مسلمانو ماشومانو، ښځو او نارینه ووقتل به يې ایستلئ ؤ؟
دغه الوتکې بیله دې چې چا ته تاوان ورسوي، ترورستان په نښه کوي.
څه موده مخکې چې دغو الوتکو په نورستان او کنړ کې ترورستان ووېشتل، ددغو دواوړه ولایتونو مقاماتو وویل چې ددې حملو په برکت، ترورستي حملې کمې شویدي.
ته نور څه غواړې؟
په الله دې سپارم
نسیم مهاجر
02.08.2013
سلامونه
اتل صیب زابلی صیب حقیقت خبره کڑی ھسی پرتابدہ لگیدلی دہ ستاسترگی پٹی دی چی دکفارودبریدونوملاتڑکوی داخودمسلمان خاصہ نہ دہ ولی؟
ستاپرایمان می شک دہ مسلمان دکافرطرف نہ کوی
pattang
02.08.2013
اتل خانه د سي ای اې لپاره او دفاسد رژيم لپار ه خو کار کوي
خو لکه نر په ميدان خبرې کوه اومو نږه نور نشې غلتولی يو متل
دی وايې خدای پاک چې څوک شرموي غول يې په تخته بهيږي!
ته اوس ګوره چې څومره دروغ او منا فقت په ريڼو سترګو کوې :
[quote:4b5f5ae9f0="اتل"] ….. ...
دویم دا چې ایمان مو پر ګمان بایلئ، تورونه لګوئ، اتهامونه واردوئ، جعل کوئ او د اسلامي او پښتونولۍ د اخلاقو نه وتلي یاستئ.[/quote:4b5f5ae9f0]
ته چې د لاسپوڅې فاسد دولت په پروپاګنده کوم چې د cia په پېسو
له فاسد کرزي نيولې تر فاسد اربکي پورې ژوندکوي اعتماد کوې
نو ولې زابلی دهغو مسلمانانو په خبرو او کړنو اعتماد ونکړي کوم
چې په وږي نس او شکېذليو څپلويو دصليبي اشغالګرو سره په جګړه
لګيادي ! ته هم له پښتو خبرې کوې؟ څوک چې پښتون وي هغه په
اشغال او ناموس شر ميږي ! خوته وياړ پرې کوې !
[quote:4b5f5ae9f0="اتل"] داچې، آیا تاسې حساب کړئ چې د القاعدئ او نورو ترورستي ډلو څومره ښاماران د بې پیلوټه الوتکو په ګذارونو کې یا وژل شوي، او یا د سیمې نه فرار کیدو ته مجبور شویدي.
[/quote:4b5f5ae9f0]
څو چې محکمې يې جرم نوي سبوت کړی وژل يې تروريستي
عمل دی خو ستا غوندې خلک او فاسدې رسنۍ تل دصليبيانو
په خدمت کې دي ! القاعده هر چېرې شته او وي به په کوم ځای
کې چې صليبيان په مسلمانانو ظلم کوي !
لاړه به شي ورکه به شي بېرته راځي دا دجنګ تکتيک دی !!
[quote:4b5f5ae9f0="اتل"] نمونه یې پیژنۍ، د ویشتل کیدو د ځایونو پته یې درته لیګیږي، آیا پدې مو هم فکر کړئ چې که دغه ترورستان نه وای وژل شوي، د څومره مسلمانو ماشومانو، ښځو او نارینه ووقتل به يې ایستلئ ؤ؟[/quote:4b5f5ae9f0]
نومونه يې مهم ندي خو تل پر دې صليبي ترور کې په لسګونو ملکي
انسنان وژل کېږي !!!
[quote:4b5f5ae9f0="اتل"] الوتکې بیله دې چې چا ته تاوان ورسوي، ترورستان په نښه کوي.[/quote:4b5f5ae9f0]
دلته ځان ډېر بې پوهې چرسي معرفي کوې ايا ته دطبعي علومو په
قوانينو پوهېږې او که ته هم د کرزي غوندې اوږد غوږی افغان
واروپې ! ستا پر دې خبره خره خاندي !!!
[quote:4b5f5ae9f0="اتل"] څه موده مخکې چې دغو الوتکو په نورستان او کنړ کې ترورستان ووېشتل، ددغو دواوړه ولایتونو مقاماتو وویل چې ددې حملو په برکت، ترورستي حملې کمې شویدي.
ته نور څه غواړې؟
په الله دې سپارم[/quote:4b5f5ae9f0]
دفاسدو خيراتخورو او بې استعداده او ږد غوږيو خبرې منل لودګي
په طاقت د څلورو ده ! هغوی ورک شي خو بيا راڅي !!
خبره حقوقي بايد حل شي خو خره په حقوقو څه پوهيږي !!!!
اتل
15.08.2013
نسیم مهاجره وروره، اسلام علیکم
ورورجانه هغه متل دئ چې [مڼه دې وی، د ولې].
ماته دا مهمه نده چې زما غلیمان چې اشغالګر، ترورست، قاتل،په غربیانو باندې زما د وطن د اشغال مسببین، د القاعدې عربان، ازبک، چچن او پنجابې افراطیان دي، د چا لخوا وژل کیږی، او یا زما د ملک نه تردکیږي.
دغه بي پیلوټه الوتکې همدغه ډلې ولي، وژني یې او زما د ملک نه یې تیښتیې ته مجبوروي. زه کفار نه حمایه کوم، بلکه د هر هغه چا ملاتړ چې د ظالم د منګلو نه د مظلوم مرۍ خلاصوي، عدالت او انصاف ګڼم.
په الله مو سپارم
Shahzada
15.08.2013
[quote:e5c66332fc="طیب زابلی *"]دبی پیلوټه دبریدونوملاتړیوازی هغه بی ایمانه جاسوسان کوی چی ددې په وسیله سره ددوئ جیبونوته یوڅومردار ډالرورځی،کنه نوولسونوخوڅوځله ددې پرخلاف مظاهری وکړی ځکه چی په دی کی ډیرښځی اوماشومان په شهادت رسیږی هابه بیاکوم ولس یی چی دداسی بریدونوملاتړکوی؟ بلکی یوازی جاسوسان اوګمارل شوی مبلغین دخپلومادی منافعو په وجه ددې ملاتړکوی[/quote:e5c66332fc]
پریږدي چې دغه عربان چې په افغانستان کې یې ځاله جوړه کړي وه او غوښتل یې چې دافغانستان کور ګد او ود کړي د امریکایانو لخوا مردار شې. خدای دی ټول پاکستان په بمبار کړي.
pattang
16.08.2013
ماته خو دکنځلې په شخصي e-mail کې په پاړسو ليکلې او دلته اوس پښتو ليکې ؟
عربانو خو له روسانو خلاص کړې او اوس دې بيا له زړو کلاسيکو
صليبيانو خلاصوي نو ته ولې د مردارو دالرو لپاره ، د ناموس او
هېواد پلورنې پلوي کوې (!shahzada = حشمت خانه) ؟
دکابل فاسد دولت خو بشريت ته يو لوی پېغور دی !
زما او ستا نورې خبرې پاتې دي !!!!!
[quote:20eb402c9e="Shahzada"][quote:20eb402c9e="طیب زابلی *"]دبی پیلوټه دبریدونوملاتړیوازی هغه بی ایمانه جاسوسان کوی چی ددې په وسیله سره ددوئ جیبونوته یوڅومردار ډالرورځی،کنه نوولسونوخوڅوځله ددې پرخلاف مظاهری وکړی ځکه چی په دی کی ډیرښځی اوماشومان په شهادت رسیږی هابه بیاکوم ولس یی چی دداسی بریدونوملاتړکوی؟ بلکی یوازی جاسوسان اوګمارل شوی مبلغین دخپلومادی منافعو په وجه ددې ملاتړکوی[/quote:20eb402c9e]
پریږدي چې دغه عربان چې په افغانستان کې یې ځاله جوړه کړي وه او غوښتل یې چې دافغانستان کور ګد او ود کړي د امریکایانو لخوا مردار شې. خدای دی ټول پاکستان په بمبار کړي.[/quote:20eb402c9e]
اتل
16.08.2013
شهزاده وروره، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ورور ګله اصلي خبره زموږ په ملک کی د خارجیانو موجودیت دئ، چې زموږ ارضي تمامیت، ملي حاکمیت، کورني او بهرني صلاحیتونه او امنیت یې په خطر کې اچولي دي.
نه غربیان زموږ له غمه مړه دي او نه هم د القاعدې او نور ترورستان. ددوی فرق دومره دئ، چې القاعدې او کورنیو او بیهرنیو بړیڅویې زموږ ملک د ګوړو ګدا کړ. القاعدې د موږ د ملک نه پر نورو ملکونو ترورستي حملې وکړي، او د لسګونو ملکونو پوځي قواوې یې زموږ ملک ته راوستې تر څو دغه ترورستان پسې وخلي.
شهزاده وروره، تاسې رښتیا ویلي چې د القاعدې ترورستانو زموږ په ملک کې ځالې کړیدي، پریږدئ چې بې پیلوټه الوتکې دوی وولي، یا یې د موږ د ملک نه وتلو ته مجبور کړي، او یایې ووژني.
پر الله دې سپارم.
pattang
18.08.2013
مريکا د زابل د بريد انتقام د شيګليو ماشومانو واخيست
عبدالله کامه وال
13.04.2013 21:30
تیره ورځ یوځل بیا د امریکا هوایي ځواکونو په شیګل ولسوالۍ کې زموږ پرمظلومو اوبې ګناه ولسي وګړوبې رحمانه هوایي برید وکړ او یولس تنه واړه ماشومان اوڅوتنه مظلومې تور سرې په شهادت ورسولې داسې ویل کیږي چې دابرید دزابل په ولایت کې پرامریکایانو دبریدپه ځواب کې شوې چې څو تنه لوړ رتبه امريکايي چارواکي پکې وژل شوي وو، امریکایانو د زابل دبرید انتقام له بې ګناه شیګليو ماشومانو واخیستو اوهغه پښتو متل یې ریښتیا کړ چې پرتامې وس نه رسي مړ به دې پلارکړم .
امریکا تل دترهګرو اودهغو د دښمنانو اتقام له بې ګنا ولسونو اخیستې دی اودخپل وحشت او بربریت اوریی پرمظلومواوبې دفاع ولسونو سوړکړې . دشیګل په وحشیانه برید سره امریکا د خپلسرۍ او بلواګرۍ بل ثبوت هم ورکړ چې موږڅنګه د خپلو فوځیانو انتقام اخلواوله چایی اخلو باک نه کوي چې هرڅوک وي دهرعمر وي په هرځای کې وي خو چې افغان وي مسلمان وي اوپدې خاوره پیداشوې وي اوپدې کې نه دچا له اخطارونو ویره لرو اونه یی له ګواښونو دا کله ناکله یوه نیمه وقفه پدې مانا نه ده چې ګنې موږ به نورافغانان دترهګرو اوطالب په نامه نه وژنو، هوایي بریدونه به نه کو، کورونه به نه ورانو اود ترهګرۍ په نامه روانه جګړه کې به ګنې ګوړې ویشو، نه داسې نه ده موږ دیوې اوږدې اوخونړۍ جګړې پیل کړې اوترهغې چې خپلې موخې ته نه یو رسیدلي داوژنې او ورانۍ به دوام لري او پدې جګړه کې به تاسو زموږ دګټو لپاره دسر مال اوناموس قرباني ورکوئ. ځکه دامریکا سره دوستي دومره ارزانه او اسانه نه ده، د ایاري دسر، مال اوناموس په قیمت ده او افغانان باید پدې مرګونو او وژنو له موږنه خوا بده نه کړي داوړې وړې پیښې لکه دشیګل او وردګو پيښې باید زموږ پردوستۍ او ملګرتیا بد اغیزونکړي موږ ا وتاسو په روانه جګړه کې یو دبل ممد یو خو تاسو باید زموږ په سیمه کې زموږ دګټو اوسیاسي حضور درناوې وکړئ که تاسو ته یی تاوان هم وي باید ویی ګالئ او موږ په نیمه لارکې پرینږدئ. بلخوا زموږ بې واکه او تش په نامه حکومت بیا څه موده وړاندې ویلي و چې ناټو او امریکایی هوایی قواوې به نور په عملیاتو کې برخه نه اخلي ځکه افغان امنیتي ځواکونه اوس دعملیاتو دترسرکولو توان او وړتیا لري . موږ اوس ملي اردو، پولیس ،د کماندو ځانګړې قطعه ،هوایی ځواک اوسرحدي قواوی لرو نور باید په کوردننه عملیات پخپله افغانان ترسره کړي . خوزموږ دحکومت داډول څرګندونې اودړکې هسې بوس بادول اوپرړې دي اودولس په سترګو کې تر خاورو شیندلو پرته ورته بل نوم نه شو ورکولایی ځکه داخونه لومړۍ پیښه ده اونه راته وروستۍ ښکاري هره پیښه تربلې ترخه اوویرجنه ده ګنې نو ولې دپرونۍ پیښې پوښتنه نشته اوکه شته نو څنګه پوښتنه ده چې دهرې پیښې وروسته یوکمیسیون وټاکل شي سیمې ته ولاړشي دوالیانو دمیلمستیانو برخمند شي دتحایفو سره راستانه شي خو دپیښې راپورمعلوم نه شي چې څه شوي و اوپه راتلونکې کې ورته څه تدابیر لري چې د داډول پیښو مخه ونیسي خو هرکمیسیون چې تللی نو په تګ یی دملي تلویزویون له لارې خبر شوي یو خو په راتګ یی هیڅ څوک هم نه دی خبر داکمیسیونونه ولې له نړۍ والو ځواکونوسره پرهغه تعهد خبره نه کوي چې د دوی او افغان دلت ترمنخ شوي دوی ولې هغه تړونونو ته ژمن نه دي ځکه پدې هکله د کابل او واشنګټن ترمنځ مسلسل خبرې اوتعهدونه شو ي چې نور به خپلسري عملییات اوړندې بمبارۍ نه کیږي او دتردې وروسته به بې ګناه انسانان نه وژل کیږي که چیرې په کوم ځایی کې امنیتي ستونزې وې نو دافغان دولت سره به شریکیږي اوترډیره به دعملیاتو چارې پخپله افغان ځواکونه سمباله وي اوترڅنګ یی ښاغلي کرزي هم دړکې او پټکې وکړې چې پیښې نورې دزغملو نه دي او اخطارونه ورکړل، چې بهرنیان دې زموږ کلي اوکورونه نه ورانوي ترهګر زموږ په کلو اوبانډو کې نه دي دترهګرو دتمویل اوتجهیز مراکز له افغانستان نه بهر دي، ولسمشر داخبرې تیرکال په کونړ کې دهغه پیښې وروسته وکړې چې دامریکایی الوتکو په بمبارکې څوتنو تنکیو ماشومانو پداسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړچې د غره په لمنو کې یی دپخلي لپاره خاشاک ټولول، ولسمشر کرزي په هغه غونډه کې چې په کونړ کې جوړه شوې وه په ژړغوني انداز کې وکړې اودناټو مشر ته یی هغه ماشوم چې په بمبارکې یی دبدن غړي له لاسه ورکړي وښوده اوپه ستغو الفاظو یی مخاطب کړ چې نورموږ داډول پیښې نه شو زغملی خو د دې ټولو سره سره د ناټومغرورو اوځناورخصلته فوځیانو یو ځل بیا دکونړ په شیګل ولسوالۍ کې وحشیانه هوایی بریدونه وکړ او پدې بریدونو کې یی هم دتیرپه څیر بې ګناه او مظلوم انسانان و وژل . پدوې کې یولس تنه داسې دي چې عمرونه یی د دو و اولسو کلو ترمنځ دي دا ماشومان چې تر دې دمه پرې دخدای حق هم نه و خو د انسانیت دښمنانو په ډیره بې رحمۍ په شهاد ت ورسول زه نه پوهیږم دا ماشومان په کوم جرم ووژل شول او د وژل کیدو لپاره به یی دا د انساني حقونوتش په نامه علمبرداران کوم دلیل وړاندې کوي اوڅه به وایی چې ایا دا ګلالي ماشومان د نړۍ خطرناک ترهګر ووچې له ډیرې مودې راهیسې یی په لټه کې وئ او بالاخره موپه توره شپه دمیندو په خوا کې په شهادت ورسول اودشودو خولی مو ورته له وینو ډکې کړې . ایا دې ماشومانو او میندویی ستاسواونړۍ والو اشرګړو ژوند ګواښلی و په کوم ترهګریز سازمان کې یی غړیتوب درلو اتومي وسلې یی جوړو لې که کومه بله مهمه خبره وه چې په دومره بې رحمۍ اوبې دردۍ موشهیدان کړل کورونه مو ورته ړنګ اوپه کنډوالو بدل کړل؟
که له همدې نړۍ والو اشرګړو پوښتنه وشي چې ایا دى بیګناه ماشومانو ستاسو د ماشومانو په څیرد ژوند حق نه درلود ایا د دوۍ دکورنۍ غړو به دې ماشومانو ته هیلې او امیدونه نه درلوده ایاهغه میندې اوپلرونه چې ستاسو دوحشیانه بمباریو له لاسه یی دزړونو توکړې له لاسه ورکړي اونن ستاسود ظلم او ستم له لاسه دغم پرټغرناست دي تاسو وبخښي؟ هغوي خو پدې هیله وو چې دا ګلالي ماشومان به غټ شي او دکورنۍ اوهیواد لپاره به خدمت کوي اود دوی دژوند پیټې به سپکوي اوکه دې لپاره یی زیږولي وو چې د دیموکراسۍ او انساني حقونو ترړونکي شرمښان به ترې په همدې وړوکتوب کې ژوند اخلي تاسو نور د دیموکراسۍ او انساني حقونو چغې اوسورې مه وهئ، تاسو نور دنړۍ دتاریخ ترټولو بدترین ولس یئ، تاسو دانسانیت په پاکه نامه تور داغ یئ، ستاسو نوم اوس دنړۍ دمستبدو ولسونو په قطار کې راغی خو تاسو تیمور، چنګیز، هلاکو، او پروني روس نه هم دظلم، استبداد اوبربریت کیسې واړولې اوددې پیړۍ ترټولو وحشي فطرته قوم یاد شوئ خو افسوس چې موږ دپوښتنې او ګرویږنې هیڅ څوک نه لرو نوموږ دهمدې سزاوار یو چې وژل کیږوبه کلي او کورونه به مو ورانیږي پر دیني اوملي ارزښتونو به مو ملنډې وهل کیږي خو موږ به هیڅ نه شو ویلایی ځکه چې دطالب اوالقاعده ټاپه رباندې لګوې دترهګر او دهشتګرد نوم راباندې ږدې نو باید خوله چوپه وساتو. اوستا دظلم اوستم په وړاندې سرټیټ کړو خو داهم په یاد ساته چې دلته ستاپه شان ډیر مغرور سرونه په ډیر کبر او غروراغلي خو تللي نه دي اوکه کوم یو تللې نو ترننه یی سرونه ټیټ اونومونه يې ورک دي ته هم دهمدې ورځې شیبې شماره.
[b:5472434d12][/b:5472434d12]
طیب زابلی *
08.09.2013
السلام علیکم
اتل صیب لیکلی:
[دغه الوتکې بیله دې چې چا ته تاوان ورسوي، ترورستان په نښه کوي]
اوس دا راپور وګوره چی دا ملکیان دی که ستا په اصطلاح تروریستان؟.
کونړ کې د ناټو څارګرې الوتکې ۱۶ کسان وژلي
د سپرلۍ پر موټر په شوي بريد کې ټول ټال شپاړس کسان وژل شوي، چې نيمایي يې د چارواکو په وينا ښځې او کوچنيان دي.
کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، موټر تېر مازيګر له اسد اباده د وټپور ولسوالۍ ګمبير ته پر لاره وو چې شکمنې بې پيلوټه الوتکې پرې څو توغندي وارکړل
د کونړ والي شجاع المک جلاله وايي دوی ته رسېدلي رپوټونه وايي
چی موټر ورسته له هغی په نښه شو چی په لاره کی ورته څلور وسلوال وروختل:
''وسله وال په لاره کې ګاډي ته ورختلي، په دغو څلورو کسانو د طالبانو نوم دى، چې دغه طالبان دي.
ټول شپاړس کسان وژل شوي څلور ښځې، څلور ماشومان دي يوه ماشومه يې ددرملنې لپاره روغتون ته راوړې.
په پاتې اته نارينه وو کې داسې ويل کيږي چې د يوه کس يوازې سر پاتې وو او هغه یې هم په ډېره بيړه د پېښې له ځايه ليرې کړى.
نور کسان د سيمې اوسېدونکي دي، چې دوه يې موټرچلوونکي دي يو کس د دانګام ولسوالۍ دى''.
دا لا نه معلومه چې موټر ته ورختلي وسله وال څوک دي.
http://www.bbc.co.uk/pashto
داخو دوالی صیب یو دوړو پوزه ده چی اشغالګروته یی ږدی کنه نو حقیقت خوداده چی په دې کی یوطالب یا عرب هم نه وو:
داچې تيره ورځ ناوخته وحشي او يرغلګرو امریکايي ځواکونو دخپلو مسلسلو جناياتو په دوام کې دکنړ ولایت ، وټپور ولسوالۍ ګنډير سيمې ته نيږدي دملکي خلکو په يوه ډاډسن موټر قصدا هوايي بريد وکړ چې په نتيجه کې يې زموږ ۱۶تنه هیوادوال ټول شهيدان شول ، ډاډسن موټر چې له ښځو او ماشومانو ډک وو ګنډير سيمې ته په لاره وو چې د یاد وحشت سره مخ شو ، په موټر کې ۴ نارینه ، ۵ ښځې او ۷ ماشومان ټول شهيدان شوي دي ، اسلامی امارت ددښمن دغه قصدي وحشت په ټرټولو کلکو الفاظو غندي اومحکوموي او د شهيدانو له کورنیو او پاتي ورثه ؤو سره ځان په دې لوی غم کې شریک ګڼې ، وحشي دښمن تل دملکي خلکو له ژوند سره لوبې کړي ، خو متأسفانه چې د نړيوالو بشرپالو ادارو دمحاسبو له لست نه دغه ډول جنايت مستثنا کيږي او په کلنیو راپورونو کې ورنه يادونه نه کيږي ، اسلامی امارت مجاهدين هوډ کوي چې ددغو ظلمونو انتقام به دجګړې په ډګرکې له یرغلګر دښمن څخه په ډيره ښه وجه اخلي . ان شاءالله
دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۴/۱۱/۲هـ ق
۱۳۹۲/۶/۱۷هـ ش ــ 2013/9/8م
اوبیا که دوالی صیب خبره رښتیا هم وی نوایا دغو اشغالګرو چی دا څلور کسان وسلوال پیژندل دا یی نه پیژندل چی دانور ټول ملکیان دی ؟ او که دوئ دا ګڼله چی په موټر کی به خاص وسلوال په نښه کوی نوروسپروته به تاوان نه رسیږی؟
کیدای شی اتل صیب چی ته همدا دعوه وکړی!
دابل راپور وګوره:
داسې اټکل شوی، چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د امریکايي سي ای اې څارګرې ادارې بریدونو پاکستان کې تر ۳۴۶۰ کسان وژلي، چې په دغو شمېرو کې تازه بریدونه شامل نه دي
په دغو وژل شویو کې نژدې ۸۹۰ ولسي وګړي دي، چې زیاتره دغه بریدونه د بارک اوباما د واکمنۍ په کلونو کې شوې دي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/09/130908_hh-kunar-nato-drone-killing.shtml.
داخوهغه ارقام دی چی دبی بی سی غوندی رسنیوله خوا خپورشوی یا تائید شوی دی ، کنه نو که حقیقی تعداد معلوم شی هغه تردې په څلورچنده زیات ده ځکه چی بی بی سی یا ددې په مثل نوری رسنۍ یوازی هغه راپور خپروی اوتائیدوی چی دحکومت یا اشغالګرو له خوا تائیدشوی وی،
.
اتل صیب اولس خوپریږده داشغالګروپه لاس جوړشوی رژیم هم ددې بریدونومخالفت کوی
[کابل د برتانیا له خوا ډرون بریدونه وغندل]
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/09/130906_ss-afghan-reaction-to-british-drone-use.shtml
اوته بیا وایی چی اولسونه ددې بریدونو پلوی کوی ایا اولسونه داولس دقتل او قاتلینو پلوی کوی؟
ددې بریدونوپلوی کول داشغالګرو لپاره دتبلیغ او خدمت او له اولس سره له دښمنۍ پرته بله معنا نه لری.
اتل صیب ته ولی پرداسی ښکاره حقائقو سترګی پټوی ؟
هرڅه درته روښانه دی مګرخو دخپل مطلب حاصلولو لپاره پرهرڅه سترګی پټوی ،
مګرخوداسی خلک آخر خدای شرموی،
اوس هم وخت شته توبه وباسه داسلام او مسلمانانو او وطن اصلی دښمن وپیژنه ،
larghonay laraway
08.09.2013
سړی حيران شي چې مسلمانان او په ځانګړې توګه پښتانه به کله هوښيارېږي!
باور وکړئ چې القاعده ملقاعده نشته او ټول د امريکايانو د شومو او ناوليو پروژو پلي کوونکي دي.
القاعده د امريکايانو ځرې ده. امريکايان چې وغواړي کوم هېواد يا سيمې ته لاړ شي نو مخکې تر مخکې هلته د القاعده په مرسته اړ دوړ جوړوي چې د امريکايانو ورتګ ته بهانه جوړه شي.
په همدې ترتيب طالبان او القاعده د امريکا د پايښت په خاطر جګړې کوي. که جګړه نه وي نو امريکايان خپلو خلکو ته هم قناعت نه شي ورکولی چې په افغانستان کې پاتې شي.
مهمه خبره دا ده چې په دواړو خواوو کې زمونږ عام او بېچاره ولس ته صدمه رسېږي.
جګړه د نورو د اهدافو په خاطر کېږي او قربانيان يې مونږ يو.
که په جګړه کې مرو هم مونږ يو که بې تعليمه کېږو هم مونږ يو او که وطن مو ورانېږي او وروسته پاتې کېږي هم مونږ يو.
د کرزي او ملاعمر ډلې د امريکايانو د اهدافو لپاره کار کوي او دواړه د خپل شرميدلي مرحوم نيکه (شاه شجاع) په قدم روان دي.
الله جل جلاله مو دې له دې له ړانده ملاعمر او کوڼ کرزي نه خلاص کړي! ميراثي معامله ګر دي!
اتل
12.09.2013
لرغونئ لاروئ صاحب، السلام علیکم
ستاسې خبره سل په سلو کې ریښتیا ده چې، د افغانستان په روان ناورین کې دواړو خواوو ته افغانان، په تیره بیا پښتانه وژل کیږي.
دا ناورین به هغه وخت ختمیږي، چې هغه ترورست عرب چې طالبان یې تر شا ولاړ دي، او ددې سبب شول چې د لسګونو ملکونو قواوې ددغو ترورستانو د تس نس کولو دپاره زمو ملک ته راغلې، زموږ د وطن نه ووزي. کله چې دغه ترورستان لتړ شي، نو بیا به بین المللي قوتونه هم د خپلو بې پیلوټه الوتکو سره پرخپله مخه لاړ شي او په ملک کې به آرامی راشي.
آلله مو مل شه.
طیب زابلی *
13.09.2013
خوزمادلیکنی دې هیڅ ځواب نه ده ویلی ګنی حقیقت درښکاره شوی ده اوپټه خوله هم اقرارده بیاهم انصاف دې کړی ده چی حقیقت منې.
مننه
اتل
02.10.2013
طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسې په لیکنه ډیر خوشحاله شوم.
ورورګله، ملنګ چې دروازه کې د هل چیغه وکړي، خیرات غواړي. [؛هل! ملنګ ته خیر راوړئ. ملنک نقد هم غواړي - جنس هم غواړي، ملنک تاوده هم غواړي - ساړه هم غواړي، ملنګ دغه هم کوي - هغه هم کوي، ملنک بره خولکې لګوی - کوزه پلانکۍ لګوي].
ورورجانه لکه چې اوس دې ملنګي هم نیولې ده. اوس هر کاره شوئ يې.
د طالبانو غبر اسلامي، غیر انساني او غیر افغاني اعمال چې د کابل د حکومت مقامات راپورته کړي، وایي چې دا خو ګوډاګیان دي دروغ وایي، غربي رسنۍ یې چې ربوټ ورکړي وايې چې دا صلیبیان او زموږ دښمناندي.
خو نن د کابل د حکومت د والي او بي بي سي خبرې زموږ په مخ راتپي؟
بې شرمي او بې حیایي خو هم حد او حدود لري.
که وایې چې ستا دا اوسنۍ ادعا صحییح ده، نو هغه پخواني خبرونه چې د طالبانو د جنایاتو په باره کې د کابل حکومت او غربي رسنیو خپاره کړي وو ټول درست دي، او په آینده کې به هم رښتیا وي.
کهددې خبرې سره اتفاق لرې، نو تاسې هم طالبان په څلورو کتابونو ناروا وبولئ او د اسلام بدنامونکي او د افغان ولس میرڅمن او د القاعدې اود افغانستان د قسم خوړلو دښمنانو ګوډاګیان یې قلمداد کړئ.
د پاک رب نه د سالم عقل او منصفانه عدل او انصاف غوښتنه درته کوم.
طیب زابلی *
03.10.2013
وعلیکم السلام
اتل!! صیب وای مارچی مجبور شی نوپه ځان خوله لګوی، بېخی لاره درنه ورکه شوی چی داسی اوتی بوتی او عبثیات دې ویلی دی،
ته بحث کوی خودمباحثی اومناظری له اصولو ناخبره یی، دمباحثی اصول دادی چی خصم ته به داسی دلائل وړاندی کوی چی هغه دخصم په اند مسلم وی ستاپه اند که مسلم وی اوکه نه، ته چی دمذكوره رسنیو راپورونه په سراو سترګو منی نودلته بیاڅه وشول چی دومره خارښ دی کړی، ځكه چی ستادنظر اوتبلیغ خلاف څه یی ویلی دی؟
اوبل د بی بی سی او ازادۍ رادیوګانو راپورونه ماته هم تریوحده دمنلو وړدی ځكه چی دوئ تریو حده حقائق نه پټوی او ته چی کوم تبلیغات کوی داټول دمحور،خدمتګار،تاند ،ګران افغانستان وران افغانستان او.....
له رسنیو څخه کوی داهغه رسنۍ دی چی دوچ اولاندو فرق پرې نشته چی لیکوال یی خپله لیکنه دوهم ځل لولی هم ورته خاندی به،
په داسی مواردوکی ډیردلائل داسی شته چی هغه ماته دمنلو وړوی مګرخو زه یی نه راوړم ځكه چی هغه زما مقابل لوری ته دمنلو وړنه وی ځکه چی دادمباحثی له اصولوخلاف ده،
مګرداچی ته دمباحثی له اصولوجاهل یی او چی مغلوب شی هسی په اوتوبوتو کونه خلاصوی داستا دبې شرمۍ اوبې حیایۍ لوی دلیل ده
اتل
04.10.2013
ډبر محترم، د قدر وړ طیب زابلئ صاجب، السلام علیکم.
دا به دې اوریدلي وي، غل چې هرڅومره ماهر هم وې، د واقعې په محل کې یوه بیلګه پریږدي.
تاسې چې غرب او د کابل حکومت خپل دښمنان ګڼۍ، نن دې د آزادۍ او بي بي سي رادیو ګانو ته یو څه حقانیت ور وباښه، خو د کابل حکومت چې هیڅ شي ته یې رښتیا نه وایاست، او هر څه یې دروغ بولئ، د آزادۍ د رادیو رپوټ خو د همدې حکومت مقامت یادوي او د کنړ د والي خبری نقل قول کوي.
دا نو ستاسې په اند داسې شوه چې د کابل د حکومت ټولې خبرې درستي دي. درستې وې او درستې به وي.
وروره تاسې لکه قرآني آیتونه او حدیثونه چې د عبارت او د نزول د چوکاټ نه باسئ او د انپړانو پرخلاف یې په مجردډول او بېله مکمل عبارت نه د حربې په توګه کاروئ، دلته هم د خپل ددغه ناروا سلوک نه کار اخلئ.
د پاک الله ددربارنه انصاف او عدالت درته غواړم، چې په دنیا او آخرت د شرمسارۍ نه بر حذر شې. هرڅوک او هرڅه چې یې، د یوه افغان پښتون په توګه دې بدې نه غواړم، ځکه چې زړه مې درباندې سوزیږي.
===
دا لاندې ستاسې داستنادي رپوټ برخه ده،
د سپرلۍ پر موټر په شوي بريد کې ټول ټال شپاړس کسان وژل شوي، چې نيمایي يې د چارواکو په وينا ښځې او کوچنيان دي.
کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، موټر تېر مازيګر له اسد اباده د وټپور ولسوالۍ ګمبير ته پر لاره وو چې شکمنې بې پيلوټه الوتکې پرې څو توغندي وارکړل
د کونړ والي شجاع المک جلاله وايي دوی ته رسېدلي رپوټونه وايي
چی موټر ورسته له هغی په نښه شو چی په لاره کی ورته څلور وسلوال وروختل: