د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

زما-وستا-لیونۍ-مینه

pattang
26.07.2013

زما-وستا-لیونۍ-مینه

[img:f8cd90cf0b]http://www.nunn.asia/images/officials/karzai_obama.jpg[/img:f8cd90cf0b]

و دګواښ لامل دنوموړي لخوا د امنیتي سند نه لاس لیکول بللی ، خو خبره اصلا داستراتیژیک سند په سرنه،بلکې دکرزي د کاري صلاحیت په ختمیدوپوري تړلې ده.

امریکایانو چې په ۲۰۰۲کال کې کرزی دخپلو کوماندويي ځواکونوپه مټ روزګان او بیا له هغه ځایه دکابل واکمني ته ورساوه هغه مهال یې په کرزي باندې دیوه جامع الکمالات اوجامع الصفات شخصیت په حیث حساب کاوه.

هغه مهال ښاغلی کرزی ددوئ له نظره یو قومي مشر ،یو په اصطلاح جهادي شخصیت ، یوغربي مزاجه دیموکرات اودبلانورو ډيرو محاسنو او ځانګړیو مهارتونو لرونکی بلل کیدو.

همدا لامل وه چې دبن په لومړني کانفرانس کې دعبدالستار سیرت د ۱۶رایو په مقابل کې دکرزي دو رايو ته اعتبارورکړل شو او نیغ په نیغه يي دبي ۵۲ اوکروزمیزایلو په مټ دارګ په تخت کیناوه .

اوس چې له هغه وخته پوره ۱۲ کاله تیرشوي دافغانستان دوضعې پیچلیو شرائطو په تدریجې توګه دکرزي اصلي ماهیت او بڼه هم راسربیره کړه ،اوپه دې سره امریکایان هم وپوهیدل چې ددوئ جامع الکمالات استازی (کرزی) نور ددغو پیچلیو تحولاتو او مشکلاتو په وړاندې له هغې ماتې سره مخ دی له کومې سره چې ددوئ پوځي ماهرین او نظامي جنرالان مخامخ دي . داسې حیرانوونکې ماتې چې دهغې په وړاندې دکرزی دهنربازی کاري وړتیا د Expired مرحلې ته رسیدلې اونور په هیڅ مجال کې دهغوئ په درد نشي خوړل کیدای نو يي له سیاسي صحنې نه دهغه د حذفولو او له منځه وړلو پریکړه وکړه .

داکټ مټ هماغه Option دی چې ترامریکایانو له مخه شورویانو دافغانستان داشغال په مهال دخپلو وفادارو ګوډاګیانو (ترکي)او (امین) په اړه عملي کړې او هغوئ دواړه يي تر Expiredکیدو وروسته دقربانۍ دسیرلیانو په څیر دشوروي بزرګ تر مصالحو قربان کړل .

امریکایان نن کټ مټ په هماغه جنجالې یرخلیک اخته دی په کوم چې دافغانستان دناسازګاره شرایطو په اړه دکرملین واکمن مبتلاول ، له‍ذا هغوئ دیته ضرورت لری چې په افغانستان کې دامریکايي مصالحو دتحقق لپاره داسې څوک قرباني کړي چې دوئ ورباندې ډیر لګښت کړی وی،همدغه دقرباني پسه کرزی دی چې امریکایانو له تیرو۱۲کلونو راهیسي ورباندې ډیره سرمایه ګذاري کړې او ښه يي څورب کړی.

دامریکایانو لخوا دافغانستان داشغال په لومړنیو شپو ورځوکې هغوئ ډیر په دې ویاړکاوه چې داسې یوکامیابه ولس مشر!!! یې افغانستان ته ټاکلی چې هره خوا ورباندې پوره ده .

هم پښتون دی هم هزاره ، هم مجاهد دی هم غرب ګرا ، هم کلیوال دی هم دیموکرات ،هم سیاست پوه دی او هم هنرباز...

دافغانستان داشغال په اوائلوکې په عراق کې نسبت ترافغانستان دامریکایانو په خلاف پوځي عملیات ګرم او امریکایان له ماتي سره مخ ول ، هغه مهال به غربي رسنیو دامریکایانو دماتې لامل په عراق کې ددوئ لپاره دعراقي کرزي نشتون باله .

لنډه داچې هغه وخت کرزي په افغانستان کې دامریکایانو لپاره دموفقیت سمبول بلل شوی وه ، همدا لامل وه چې په لنډمهاله ، منځ مهاله او بیا په دواړو ولس مشریزوټول ټاکنوکې له کرزي نه سیوا بل هیچا دامریکايي موفقیت معیارونه په ځان کې نشوای پوره کولای .

خو دوخت په تیریدو او دیرغلګرو په خلاف دافغاني جهادي مقاومت په ګړندي کیدوسره دکرزي اصلي واقعیت هم را سربیره او امریکایان هم په دې وپوهیدل چې ددغه طوفاني مقاومت په مقابل کې دکرزی منتر او هنربازی داسې ناکاره دې لکه ددوئ بیشمیره پوځې استراتیژي ګانې ،نو ځکه يي دده په حق کې هم د ده له ټولو چالاکیو او مداریتوب سره سره دده دوژلو پریکړه وکړه او په دې سره دکرزي او امریکایانو ترمنځ د دولس کلنې یارانې اولیونۍ مینې تارونه په شلیدو شول.

عبدالرحیم (ثاقب) [/img]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more