سياست او روانې چارې
د روژې هر ماښام اختر وي = زرې ورې د پيشلمي له لاسه یمه
میرویس
26.07.2013
اسلام علیکم، الله مو روژه قبوله کړه.
د روژې هر ماښام اختر وي = زرې ورې د پيشلمي له لاسه یمه
د روژې هر ماښام اختر وي = زرې ورې ددهشتګر له لاسه یمه
طالبانو صاجبانو په ډیرافتخار ویلي چې مسؤلیت یې زموږ په غاړه دئ، څلوروپولیسو ته مومرګ ژوبله اړولژ ده. خو دایې ندي ویلي چې پدې چاودنه کې د ځلورو پولیسو په شمول دوولس تنه ولسي خلک زخمي شویدي.
طالب جانه اول خودې د الله او خپل مشر ملا محمد عمر د اوامرونه سرغړونه وکړه، په عام محضر کې دې بمونه وچول او بې ګناه مسلمانان دې قتل کړل. آلله د بې ګناه خلکو وژل حرام کړي او ویلي یې دي،یو انسان چې وژني لکه ټول بشریت چې وژنې، او یو انسان چې د مرګ نه بچ کوي، لکه ټول بشریت چې له مرګه بچ کوې.
آیا دخدای نه دې ترهه ا ویره زړه ته نه درلویږي، چې د روژه ماتي په موقع، روژه په خوله مسلمانان چې د الله له ویرې یې روژه نیولې، په بمونو کې الوزوې او وژنې یې؟
دا ستا مسلماني ده؟ او بیا امید هم لري چې ولس به درپسې ودریږي او په ملک کې بیا لړایې جوړه کړي، دا خوب دې هرګز نه رښتیا کیږي، هسې درمسال ته خټې کوي.
پاک الله دې د اصلاح کیدو استعداد درته عطا کړي.
آمین
===
په ګردېز کې چاودنې ۱۲ تنه ټپيان کړل
04.05.1392
تېره ورځ د ماښام روژه ماتي پر مهال د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې يوې چاودنې ۱۲ تنه ټپيان کړل.
دغه چاودنه د ګردېز ښار په مرکزي څلور لاري کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پر بايسکل ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل.
پېښه سيمه ييز امنيتي چارواکي تاييدوي خو وايي چې په دې برخه کې د دوی څېړنې روانې دي، چې چاودنه څنګه او ولې رامنځ ته شوه؟
د ګردېز ملکي روغتون اداري مدير داود وايي چې د دغې پېښې نه روغتون ته ۱۲تنه وروړل شوي دي چې پينځه يې د عامه نظم عسکر او اووه تنه نور عام خلک وو.
د دې پېښې مسوليت د وسلوالو طالبانو وياند مني وايي چې په دغه پېښه کې يې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې.
په دې ورستيو کې د پکتيا مرکز ګردېز او ولسواليو کې د سړک غاړي بمي چاودنې زياتې شوې او ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
Re: د روژې هر ماښام اختر وي = زرې ورې د پيشلمي له لاسه یمه
pattang
26.07.2013
د وزې / بوزې هر وخت ښکارېږي خو د پسه چې په ټوپ وهلو کې
کومه ورځ ښکاره شي نو اوزه ورته پېغور ورکوي !!! عجيبه دزور
او سي ای اې منطق !!!
[quote:f5fb14f35e="میرویس"]اسلام علیکم، الله مو روژه قبوله کړه.
د روژې هر ماښام اختر وي = زرې ورې د پيشلمي له لاسه یمه
د روژې هر ماښام اختر وي = زرې ورې ددهشتګر له لاسه یمه
طالبانو صاجبانو په ډیرافتخار ویلي چې مسؤلیت یې زموږ په غاړه دئ، څلوروپولیسو ته مومرګ ژوبله اړولژ ده. خو دایې ندي ویلي چې پدې چاودنه کې د ځلورو پولیسو په شمول دوولس تنه ولسي خلک زخمي شویدي.
طالب جانه اول خودې د الله او خپل مشر ملا محمد عمر د اوامرونه سرغړونه وکړه، په عام محضر کې دې بمونه وچول او بې ګناه مسلمانان دې قتل کړل. آلله د بې ګناه خلکو وژل حرام کړي او ویلي یې دي،یو انسان چې وژني لکه ټول بشریت چې وژنې، او یو انسان چې د مرګ نه بچ کوي، لکه ټول بشریت چې له مرګه بچ کوې.
آیا دخدای نه دې ترهه ا ویره زړه ته نه درلویږي، چې د روژه ماتي په موقع، روژه په خوله مسلمانان چې د الله له ویرې یې روژه نیولې، په بمونو کې الوزوې او وژنې یې؟
دا ستا مسلماني ده؟ او بیا امید هم لري چې ولس به درپسې ودریږي او په ملک کې بیا لړایې جوړه کړي، دا خوب دې هرګز نه رښتیا کیږي، هسې درمسال ته خټې کوي.
پاک الله دې د اصلاح کیدو استعداد درته عطا کړي.
آمین
===
په ګردېز کې چاودنې ۱۲ تنه ټپيان کړل
04.05.1392
تېره ورځ د ماښام روژه ماتي پر مهال د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې يوې چاودنې ۱۲ تنه ټپيان کړل.
دغه چاودنه د ګردېز ښار په مرکزي څلور لاري کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پر بايسکل ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل.
پېښه سيمه ييز امنيتي چارواکي تاييدوي خو وايي چې په دې برخه کې د دوی څېړنې روانې دي، چې چاودنه څنګه او ولې رامنځ ته شوه؟
د ګردېز ملکي روغتون اداري مدير داود وايي چې د دغې پېښې نه روغتون ته ۱۲تنه وروړل شوي دي چې پينځه يې د عامه نظم عسکر او اووه تنه نور عام خلک وو.
د دې پېښې مسوليت د وسلوالو طالبانو وياند مني وايي چې په دغه پېښه کې يې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې.
په دې ورستيو کې د پکتيا مرکز ګردېز او ولسواليو کې د سړک غاړي بمي چاودنې زياتې شوې او ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.[/quote:f5fb14f35e]
larghonay laraway
27.07.2013
ياره پتنګ صيب عجيبه خبرې کوې!
وزه خو وايي زه يې ښکاروم ځکه چې ډيموکراسي ده نو پسه ولې ټوپونه وهي چې هغه يې ښکاره شي؟
دی څه دليل لري؟
که ته وايې چې وزه يې ښکاروي نو پسه يې هم بايد ښکاره کړي نو بيا يې د شعار توپير څه شو؟
pattang
27.07.2013
لرغونيه جوړ اوسې ! يواځې په ټوپ وهلو کې کله کله ،خو نه قصدي
او نه طبعي او ذاتي !
[quote:eeb3a5cfc0="larghonay laraway"]ياره پتنګ صيب عجيبه خبرې کوې!
وزه خو وايي زه يې ښکاروم ځکه چې ډيموکراسي ده نو پسه ولې ټوپونه وهي چې هغه يې ښکاره شي؟
دی څه دليل لري؟
که ته وايې چې وزه يې ښکاروي نو پسه يې هم بايد ښکاره کړي نو بيا يې د شعار توپير څه شو؟[/quote:eeb3a5cfc0]
میرویس
29.07.2013
پتنګ صاحب، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
جار دې شم پتنګ صاحب، چې ییله دې اصلې خبره وکړه.
ورورګله، ته ځانته د شیخ چلې ماڼۍ لرې، هرڅه چې وشي، هماغه یو لوړئ ټکوي. ما هم هغه دربښلئ دئ، چې په ټکولو یې خوشحاله کیږي، وهه یې، چې زه هم خواخوږي نه ورسره لرم.
خو اصلي خبره داه چې تاسې کړي، چې طالبانو د روژې پدې مبارکه میاشت کې، د اسلامي ارشاداتو پرخلاف په عام محضر کې بمونه ایښي او روژه په خوله مسلمانان یې زخمي کړیدي. یعنې تاسې هم د طالبانو دا عمل نه تائيدوي.
بالاخره موږ ټول انسانان یو. خوا مخا به رښتیا ته رښتیاه او دروغ ته دروغ وایو.
په پروردګار عالمیان دې سپارم.