د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ګرانو لوستونکو!

Hashmat Kahn
24.07.2013

ګرانو لوستونکو!
دطالبانو یوې وسله والې ډلې ددوشنبه په ماښام د پکتیکا ولایت د یوسف خيلو په ولسوالۍ کې جامع جومات ته هغه مهال لاسي بمونه وغورځول چې خلک د تراویح په لمانځه ولاړ و ، او له امله یې نهه تنه لمونځ کوونکي ټپیان شول. دافغانستان جمهور رئیس حامد کرزي دغه برید په کلکو ټکو وغانده او وویل: ” د روژې په دې مبارکه میاشت کې په جومات او لمونځ کوونکو برید له اسلام او مسلمانانو سره له دښمنۍ پرته بله معنی نه لري چې ترسره کوونکي به یې د لوی خدای له عذاب او د افغانستان د مسلمان ملت له کرکې او نفرت څخه بل څه ترلاسه نه کړي.“
له برید څخه وروسته سم دلاسه د ملي امنیت کارکونکې سیمه ته ورسیدل او د طالبانو په وړاندي یې جګره پیل کړه چې په پای کې یې د طالبانو دوه قوماندانان قاری خللیل او قوماندان بازګل ووژل او پنځه یرغمل طالبان ټپیان شول.
ستاسي نظر دطالبانو بریدونه پر لمونځ کونکو په خاصه توګه په مبارکه روژه کې څه دي؟
دولت څه کولي شي چې دداسي ورته بریدونو مخه پر ملکي وګړو ونیسې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي
www.centcom.mil


Samsor Afghan
25.07.2013

دولت هیڅ هم نه شی کولی

پر هر جومات باندی عسکر درول هم د دولت کار نه ده.

اما امریکا کولی شی د د تروریستانو مخه ونیسی لاره یی هم همدا ده چی فقط حمایه کوی د نه.
هر تروریستی عمل د پاکستان او د امریکا به خوښه کیژی.

لطفا د خلکو د غلولو د پاره لیکنی مه کوی.

په ډیر زیات احترام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more