د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان د غرو لیوان، په غشو ولي مسلمان = په زرګونو یې را مړه کړل، دوی په څه شول افغانان

اتل
23.07.2013

د فورم قدرمنو ګډون والو، اسلام علیکم
ځوک چې د مسلمانۍ، افغانیت، پښتونوالۍ، د اسلام د مقدس دین، ایمان، محمدي طریقت او وطن دوستۍ سره مینه لري، د الله جل جلاله او خپل امیرالمؤمنین د اوامرو او دساتیرو پیروي کوي، دداسې کرغیړنو، عاصي او ناروا اعمالو نه ډډه کوي، لکه چې زموږ ډیرو محترمو او غیرتمنو طالبانو صاحبانو چې د پکتیکا د ولایت د یوسف خلیلو په جامع مسجد کې ترسره کړیدي:
========
پکتیکا: پر جامع جومات بمي برید نهه تنه ژوبل
وسلوالو د يوسف خيلو ولسوالۍ جامع جومات ته هغه مهال لاسي بمونه ورګوزار کړل، چې نږدې دوه سوه لمونځ کوونکي د تراویحو په لمانځه ولاړ وو،
نجیب الله الوخېل
23.07.2013
د پکتیکا ولایت په یوسف خیلو ولسوالۍ کې وسلوالو په جامع جومات کې د تراوېح د لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو لاسي بمونه غورځولی ، چې له کبله يې نهه تنه ټپیان شوي دي، بل لوري ته د یاد ولایت د یحیا خیلو په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په کمین کې هغه وسلوال وژل شوی، چې په سیمه ییزو پولیسو کې يې خپل نهه ملګري وژلي ول.

د پکتيکا د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مشال راډیو ته د یوې استول شوې خبر پاڼې له لارې د نوموړي ولایت د ملي امنيت رياست د مسؤولینو په حواله وايي، چې وړمه شپه د وسلوالو يوې اوه کسيزې ډلې د يوسف خيلو ولسوالۍ جامع جومات ته هغه مهال لاسي بمونه ورګوزار کړل، چې نږدې دوه سوه لمونځ کوونکي د تراویحو په لمانځه ولاړ وو، چې له کبله يې نهه تنه لمونځ کوونکي ټپیان شول او جومات هم څه نا څه زیانمن شو.

د پکتیکا د ملي امنیت اداره وايي، چې د دوی د مالوماتو پر بنسټ جومات سره نږدې د دوی د یو کارمند کور وو، چې وروسته یاد وسلوال د نوموړي کارمند تر بريد لاندې راغلل، په دې موقع کې په سیمه کې د امنیتي ادارو سرتیري د نښتې سیمې ته ورسیدل، چې د لنډې جګړې په پایله کې د دولت د وسلوالو مخالفينو دوه قوماندانان د بازګل او قاري خليل په نومونو ووژل شول او پنځه نور تپيان شول، د سرچينې په خبره په مسجد کې ټپيان شوي ولسي وګړي د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې وړمه شپه د پکتیکا ولایت د یحیا خیلو ولسوالۍ په یحیا خیلو کلي کې افغان امنیتي ځواکونو د يوه کمين په ترڅ کې د اسدالله په نوم هغه وسلوال وواژه، چې يو کال وړاندې یې په همدې کلي کې خپل نهه تنه ملګري چې ده سره يې په سيمه ييزو پوليسو کې دندې درلودې، په خوب ويده په ډزو وژلي ول او له يو رینجر موټر او يو شمير مهماتو سره د دولت له وسلوالو مخالفینو سره یو ځای شوی وو.

له هغې پيښې وروسته د ولسوالۍ د اوسیدونکو له خوا د ده کور وسوځول شو او له کلي شړلی اعلان شو، د همدې پریکړې پر بنسټ د یحیا خیلو اوسیدونکو اجازه نده ورکړې، چې د نوموړي مړی په خپله پلرنۍ هدیره یحیا خیلو کې خاورو ته وسپارل شي.

تر اوسه په مشخص ډول د یادو دوو پيښو په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د یو شمیر نورو سیمو په شان د افغانستان په سویل ختیزو ولایتونو کې امنیتي پیښې زیاتې شوي، دولت او د وسلوالو مخالفینو خوا يې رسنیو ته د خپلو بریاوو په اړه رپوټونه ورکوي، خو د یو شمیر ستونزو له کبله د رسنیو استازیو ته ګرانه ده، مالومه کړي، چې د جګړې د ښکیلو خواوو د لاسته راوړنو او تلفاتو رښتیني ارقام څه ډول دي؟؟
• چاپ
• شریکول :


Samsor Afghan
25.07.2013

تر څو چی ملت خپل تصمیم ونه نیسی چی طالب ورک کړی د بل چا زور ورته نه رسیژی

او ګیله هم تری پکار نه ده

او نه خپله د هغو خلکو چی طالبان یی په منطقه واک لری غیرت خوند را کوی.
تندر ویلی چی کوم طالب یو ورځ ګیر کړی او غوښی یی په پلاس وشکوی او مژکان پری ماړه کړی.

په درناوی


اتل
25.07.2013

سمسور سلیمانخیل وروره. اسلام علیکم

ورورجانه، زه به د الله تعالا نه طالبانو ته په صراط مستقیم د تګ هدایت وغواړم.
که څه هم چې د طالبانو یو شمیر مشران د خپلو خلکو نه اوښتې د اجنبیانو په خدمت کې دي، خو بیا هم زه غولیدلي طالبان ددې خاورې خلک بولم، او ورته وایم چې د مظالمو نه لاس واخلي او د خپل الله د اوامرو پیروي وکړي او د خپل ملت لمنې ته را ستانه شي.
د طالبان مشران به خامخا د هغو مظالمو ځواب ملت ته ورکوي چې د پردیو په خدمت کې پر خپلو وروڼو تحمیل کړيدي.
هر وخت چې د نقصان مخه ونیول شي ګټه ده.
الله مو مل شه.


pattang
26.07.2013

داخو داجنټ کرزي او د شورای غدار خبرې کوې !
هغوی ته غلېدلي وا يي خو په خپله مو هېواد خرڅ کړی
او خرڅوۍ يې !!!!

[quote:6edbf599c0="اتل"]سمسور سلیمانخیل وروره. اسلام علیکم

ورورجانه، زه به د الله تعالا نه طالبانو ته په صراط مستقیم د تګ هدایت وغواړم.
که څه هم چې د طالبانو یو شمیر مشران د خپلو خلکو نه اوښتې د اجنبیانو په خدمت کې دي، خو بیا هم زه غولیدلي طالبان ددې خاورې خلک بولم، او ورته وایم چې د مظالمو نه لاس واخلي او د خپل الله د اوامرو پیروي وکړي او د خپل ملت لمنې ته را ستانه شي.
د طالبان مشران به خامخا د هغو مظالمو ځواب ملت ته ورکوي چې د پردیو په خدمت کې پر خپلو وروڼو تحمیل کړيدي.
هر وخت چې د نقصان مخه ونیول شي ګټه ده.
الله مو مل شه.[/quote:6edbf599c0]


اتل
02.08.2013

پتنګه وروره، د مینې او محبت سلامونه
وروګله، زه نه دې شمال د ټلوالې پروا لرم،نه هم د طالب.
زما هدف په مجموع کې د افغانستان نجات، او په خاص ډول پر پښتنو باندې ظلم او ستم، د پښتون بې سواده پاتې کیدل، او د نورو قومونو د حلقه به ګوش غلام کیدو د مخې نیول دي.
ته یې د سر پرستګو ویني، چې پدې تیره یوه لسیزه کې د طالبانو د مظالمو د لاسه څومره ځوان پښتانه د تعلیم نه محروم شویدي. آیا ددوی آینده د غلامۍ نه پرت بل څه ګڼې؟ ډیر زیات ځوان پښتانه بیا همدا اوس په نوروملکونو کې، کار نه بلکه چوپړ کوي.
که طالبانو ته په خپله سیمه کې واک ورکړي، او یاپه زور حکومت درباندې وکړي، یا به د لوږې مري، یابه د ملک نه وزې او يا به ټوپک ورپسئ را اخلي.
دوی د ملک دپاره یو ګواښ او د پښتون قام توق لعنت ګرزیدلي دي.
آلله دې دوی ته هدایت وکړي.
آیا په پکتیکا کې مسجد ته د بمونو ورغورځول، او هغه هم د تراویح په وخت کې ته تائیدولئ شي؟ آیا طالبان به ملت ته په کومو سترګو کوري؟


pattang
02.08.2013

لېوو دپسه په جامه کې خپل لم غورځوي !
کله چې صليبيان ورک شي پښتون وژنه به هم ورکه شي !
په مسجدو کې فاسد اربکيان د cia زامن بمونه غورځوي !
چې طالب بد نامه کړي !

[quote:c7bce85c8c="اتل"]پتنګه وروره، د مینې او محبت سلامونه
وروګله، زه نه دې شمال د ټلوالې پروا لرم،نه هم د طالب.
زما هدف په مجموع کې د افغانستان نجات، او په خاص ډول پر پښتنو باندې ظلم او ستم، د پښتون بې سواده پاتې کیدل، او د نورو قومونو د حلقه به ګوش غلام کیدو د مخې نیول دي.
ته یې د سر پرستګو ویني، چې پدې تیره یوه لسیزه کې د طالبانو د مظالمو د لاسه څومره ځوان پښتانه د تعلیم نه محروم شویدي. آیا ددوی آینده د غلامۍ نه پرت بل څه ګڼې؟ ډیر زیات ځوان پښتانه بیا همدا اوس په نوروملکونو کې، کار نه بلکه چوپړ کوي.
که طالبانو ته په خپله سیمه کې واک ورکړي، او یاپه زور حکومت درباندې وکړي، یا به د لوږې مري، یابه د ملک نه وزې او يا به ټوپک ورپسئ را اخلي.
دوی د ملک دپاره یو ګواښ او د پښتون قام توق لعنت ګرزیدلي دي.
آلله دې دوی ته هدایت وکړي.
آیا په پکتیکا کې مسجد ته د بمونو ورغورځول، او هغه هم د تراویح په وخت کې ته تائیدولئ شي؟ آیا طالبان به ملت ته په کومو سترګو کوري؟[/quote:c7bce85c8c]


Samsor Afghan
03.08.2013

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

پتنګ ورور

ولا تاسو ډير قوی معلومات لری چی اربکیان او د طالبانو په نامه بد کارونه کوی.

طالبان دا حق چا ته نه ورکوی چی بی له دوی نور څوک ورانکاری وکړی ځکه چی پیسی له لاسه وځی.

په درناوی


pattang
03.08.2013

له ځانه د اندړو مسخره مه جوړه وه ! طالبان او پيسې ؟
دروغ په شرع روغ !

[quote:fcb73065c1="Samsor Slimankhil"]سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

پتنګ ورور

ولا تاسو ډير قوی معلومات لری چی اربکیان او د طالبانو په نامه بد کارونه کوی.

طالبان دا حق چا ته نه ورکوی چی بی له دوی نور څوک ورانکاری وکړی ځکه چی پیسی له لاسه وځی.

په درناوی[/quote:fcb73065c1]


اتل
12.09.2013

پتنک صاحبه، بیا سلام او احترام
طالبان چې دا څه باندې یوه لسیزه لړایي کوي، څوک یې تمویلوی؟
که طالبان لړایې او ورانکاري ونکړي، خیر خیریت به شي، په ملک کې به آرامی راشي او د آبادۍ په لور به روان شي.

خو هغه وخت به طالب څه کوي. طالب د جومات نه پرته بل څه زده دي؟ ته باور وکړه چې دغه طالبان ندي، دوی بدغوني ورانکار او د ملک د دښمن د لاس آله دي. دوی بیا جومات ته نه خي.

که په ملک کې آرامی راشي، نو بیا ولې د طالبانو باداران دوی تمویل کړي، د څه دپاره؟ طالبان لدې ویرې هم سولې ته غاړه نږدي. د جنګ په دوام کې د خپلې بقا دوام لټوي، او له همدغې لارې معیشت کوی.
آلله دې مل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more