د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پټان( پښتون )د نامه تاريخ


ع کريم حليمي
29.12.2004

سلامونه او ښې هيلي ٠
نن مي د ټول افغان په يو سايټ کښي دغه ليکنه ولوستل چه تاريخي اثر دي

[quote:5d4aa21aba]منشي احمد جان

اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي. افغانه د يرميا زوي او د ساول نمسي وۀ. ساول د عيسي عليه السلام نه پنځه د پاس زر کال (1005) وړنبي د حضرت سليمان عليه السلام سالار وۀ. دوئي وائي چه د عيسي عليه السلام نه شپږ سوه کال وړنبي ځمونږ پلار نيکۀ د کنعان نه ايران ته راغلل او دې ځاې نه رو رو د هرات د نمرخاتۀ طرف ته د غور په غرونو کښ آباد شول. دلته به ورته خلقو بني افغان يا بني اسرائيل ويل.

د حضرت سليمان عليه السلام د زمانې نه يو نيم زر کال پس ځونږ پېغمبر حضرت محمد مصطفي صلعم په عربو کښ ښکاره شۀ او د نبوت اعلان ئي وکړ. د نبوت په نهم کال د عربو يو سردار خالد بن وليد اسلام لاوړ. دې سردار د غور پښتنو ته يوه چيټئي ولېږله او د پيغمبر آخر زمان صلعم زيرې ئې ورباند وکړ. د چيټئي رسيدو سره د غور پښتنو د مشرانو يوه ډله تحقيق د پاره عربو ته ولېږله. د دغې ډلې د سردار نوم قيس وۀ. دلته چه راورسيدل نو ټول د حضرت خالد بن وليد په وينا باندې مسلمانان شول. دا قيس نوم سردار چې د پښتنو د ډلې مشر وۀ، د ساول په اوۀ ديرشمه (37) پوړئي کښ نمسې وۀ. دۀ ته خالد بابا خپله لور ورکړه. پيغمبر صلعم دې پښتنو ته دعا وکړه او قيس نه ئي عبراني نامه لرې کړه او اسلامي نوم عبدالرشيد ئې پر کيښود. دوئي چه څه وخت راروانېدل نو په ډير عزت ئي رارخصت کړل. او د پښنتو قام ته ئې د ((فتان)) خطاب ورکړ، چه بيا وروسته د خلقو په خولې کښيوت او د دې ملک ژبه هم لواړه وه نو د ((فتان)) نه ((پټان)) جوړ شو. فتان په اسيريا ژبه کښ سګاونړ ته وائي يعني لکه څنګه چه بيړئي په سنګاونړ چلېږي، دغه سې به دا پټان قام د اسلام بېړئي وچلوي. [/quote:5d4aa21aba]

او وايي چه فتان په اسيريا ژبه سګاونړ ته وايي
که دارشتيا وي ٠ نو په نيپال کښي يو ښار دي چه پټان نوميږي ٠ او دين ،ژبه ئې د هند او چين تر تأثير لاندي ده
چه هيڅ د بني اسرائل تأثير هلته نسته ٠ او دغه د پټان ښار ته اشوکا د هند ورغلي په Asoka visited the area c.250 B.C.
داڅرنګه کيږي چه منشي صاحب حواله پر محمد مصطفی ورکوي ٠
او په 250A٠D کښي د بودا مذهب و کتمنډو ( Kathmandu ) تازه ورغلي وو ٠ او د پټان په ښار کښي ئې
درم سالونه چوړ کړه ٠
او زموږ نبي دبلي ژبي لغتونه هيڅ وخت نه دي کار کړي ٠ او عربي ژبه تر نبي ص تقريبأ 700 کال زړه وه ٠ او په قرأن سره نو بيا يوه مکمله او ګويانه ژبه سوه ٠ نوبيا ولي مبارک اسيريا له ژبي استفاده کوله ٠
که چا ته په دغه تاريخ کي معلومات وي او څه موږته پر وليکي مننه


م ن غروال
01.01.2005

محترم ورور ښاغلۍ حليمي صاحب سلامونه په عرض رسوم!
پدې هکله تر ټولو مؤثق تاريخي معلومات ښاغلي هېواددوست ورور د خپلواکۍ په خپرونکه کي ليکلي دي چې ستاسو او دنور لوستنکو لپاره يي دلته رانقلوم اميد دي چې ځواب مو ويلۍ شوي وي٠
په درناوې
تر هر چه دمخه دا اړينه ده چې د ( پکتان ) کلمه چې په تاريخ کې پښتنو ته ويل شوې ده لږ راوسپړو .( پکتان ) يا ( پکتانه ) يا ( پکتويس) په اصل چې د هماغه ( پکت ) ټوليزه او جمع ده چې له شپږزره کالو پخوا د لويې آريانا د اصلي او بومي اوسېدونکو ( اپګانانو ) ته په لاسته راغلو اسنادو او تاريخونو کې ويل شوی .( پکتان ) د تاريخ په اوږدو کې د (پخت ، پښت ،پکهت ) په نوم هم ياد شوي او موخه له ( پښتون ) قام څخه ده.د تاريخ پلار او لرغونی تاريخ ليکونکی هيرودت په خپلو آثارو کې نني پښتانه او (اپګانان ) د ( پکتانو ) او ( پکتويس ) په نوم ثبت کړي او په څرګند ډول د هغوي د اوسېدو سيمه همدا ننی افغانستان ،د ماورالنهر پورې غاړې تر کاشغر ،او دسايبريا تر کانسک پورې او دېخوا تر کسپين سمندرګي پورې او وړاندې تر سند پورې ښودلی دی .پکتويس يانې د ( پوستين اغوستونکي ،ليندۍ ويشتونکي او خنجر لرونکي ) خلک .هيرودت څو ځايه په خپلو ليکنو کې د پښتنو هېواد ته د پکتويک او پکتيک نوم ورکوي .هغه په ٤٤٤ کتاب کې داسې ليکي : (( د اريوش ،درياب ته د سند رود د ګډېدو د ځای موندنې لپاره يو يوناني امير البحر چې سکيلاکس نوميده او د ( کارياندار ) د ملک و ،له څو باوري کسانو سره په بېړۍ کې کيناوه،او د هغه کار له پاره يې واستاوه.دا ډله د کسپاتورس له ځمکې ( ښاره ) او د پکتويک له ځمکې وخوځېد او درياب ته ورسېد )) هيرودت د کسپاتورس ښار د پکتويک په هېواد کې بللی او وايي دا خلک د ژوند دود او دستور له پلوه باکتريانو ته ورته او ډېر جګړن دي . يو بل لرغونی تاريخ ليکونکی او ګرځنده جغرافيا پوه هيکاتي هم د هيرودت په شان دغه قام د ( پکتان ) په نوم يادوي او دواړه په دې ګروهه دي چې پکتانو د ميلاد نه وړاندې په ٥ او ٦ پيړۍ کې د ګندهارا په ايالاتو کې يو لوی دولت درلود او د يو تمدن زېږوونکي خاوند اولس يې بولي . ګندهارا د زړو تاريخونو په پاڼو کې د اوسني افغانستان له ننګراهارنه تر د سند غاړې پورې سيمو ته ويل شوي .دغه سيمه په لرغونې آريانا کې د بومي آريانو د يو ستر ټبر ( پکتانو ) د اوسېدو د نورو ځايونو څخه يو ځای و.اوسنۍ پښتونخوا ،تول پېښور ،تر سند پورې ،دغه راز جلال آباد ، دشينوارو سيمې ،کونړ ،کامه او دې ته شا اوخوا پرتې سيمې په دغه ستر ټاټوبي کې ګډې وې .څه موده هخامنشيانو دغه سيمه د خپل واک په سيمو کې ورګډه کړې وه.دلته پښتنو د کوچيتوب پېر پای ته رسولی و او په ښارونو کې مېشت شوي و.هغوي د ښار جوړولو نوې او پرمختللې لارې – چارې موندلې وي .د سوداګرۍ او راکړې – ورکړې کار او بار يې ډېر پراخ شوی و.له صنعت سره يې سرو کار پيدا شوی و.په عقيدتي لحاظ دوي زردشتيان و.زموږ د دغې خبرې ښه ثبوت همدا اوس په ټوله پښتونخوا او له هغې جملې د خيبر درې په سيمه کې د يو شمېر اورتونونو شته والی دی چې ان همدا نن هم په هماغه پخوانۍ بڼه پاتې شوي دي .د دغو اورتونونو څخه يو هم په سوابۍ کې د مردان د سيمې (( شهبازګړۍ )) شمال ختيځ ته ١٢ ميله لرې په ( اسوټه) کلي کې د ١١ فوټو په لوړوالي په يوه دايره کې چې ٦٠ فوټه پېړوالی لري ،دی چې بنسټ يې پر شنو ډبرينو پايو ايښول شوی دی .دا د زردشتو پښتنو يو معبد ځای و.کندهارا ته په بابلي او ايلامي ليکنو ( ډبر ليکنو ) کې (( پاره اوپره ازانه )) يانې تر غرو ها خوا سيمه ويل شوې ده .دغه اصل لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي څو ځايه په خپلو پانو کې خوندي کړی دی . موږ مخکې وويل چې هيرودت د پکتويک د هېواد يو ښار کسپارتورس موږ ته راپېژني ،دا د ډېرو پوهانو او څېړونکو په ګروهه هماغه د پېښور ولايت دی او خلک يې هماغه ولسونه دي چې د لومړي ځل لپاره يې آسونه رام کړل .هيرودت د اووم کتاب په ٦٦ ،٦٧ ،٨٥ کې د خارشيا د جګړو د فهرست په وړاندې کولو سره د کندهارا په نوم خلک يادوي .يو بل ځای موږ په تاريخ کې ګورو چې د هخامنشيانو اووم ولايت هغه سيمه ښودل شوې چې پکې ستاګيدی ،ګندهاره ،داديک ،اپريدي او يو شمېر نور خلک راځي .اولف کرو مشهور موْرخ وايي چې د هخامنشي کهاله کوروش،لومړي داريوش ،خشيارشا ،او دويم داريوش په ګندهارا کې پاچاهي کړې چې د ختيزو ايالاتو پلازمېنه کسپاتورس ( پېښور ) او پيوکيلاوتس ( چارسده ) و. په ځينو آثارو کې دغه ښارونه کاس پتروس او پشکلاوتي هم بلل شوي .د کندهارا په لرغوني تاريخ کې د پېښور په شان پشکلاوتي ( چارسده ) هم ډېر اهميت درلود.پارسيانو د خپلو سيمه ايزو يرغلونو په لړ کې دا سيمې هم تر ولکې لاندې راوستې وې او د هخامنشي کلتور نښې نښانې يې هلته ښې پريمانه خپرې کړې وې.خو نه يوازې پارسيان چې يوناني سکندر هم دلته و نشو کولای د دوي ( دپکتيانو ) دود او دستور بيخې له منځه يوسي .که څه هم هخامنشيان په ( پکتيانو ) د برلاسۍ په وخت تر ډېره حده د هغوي تر کلتوري اغېز لاندې راغلي و او دا اغېز په يوناني سکندر کې هم ليدل کيږي خو د څېړنو پايله داسې ښيي چې د پکتيانو هېواد هېڅکله هم چا خپلواک او هوسا ژوند ته نه دی پرې ايښی .له لاسته راغلو کتيبو او نورو آثارو ښکاري چې د ګندهارا خلکو په ځانګړې توګه له دوه ټکو سره ډېره مينه درلوده .يو د قومي پوځ پياوړتيا او بل د خپل مذهب سخته پالنه.د دوي پوځ دومره پياوړی و چې په وار وار پارسيانو او سکندر په تېره بيا د کونړ ،او خيبر په شا اوخوا کې له خونړيو ماتو سره مخامخ شوي .د ګندهارا د سيمې خلکو د آهورامزدا پيروي کوله او دا د زردشتيانو تر ټولو عمده معبود دی .کندهارا په هغه وخت کې چې سکندر پرې حاکم کېدو د سيمې او ان د نړۍ د يوې برخې د سوداګرۍ ستر مرکز و ځکه دغه سيمه په اصل کې د منځنۍ آسيا او هند په مرکزي لاره کې پروت و.هنر او انځورګري په ګندهارا کې خپل بشپړتيايي پړاو ترسره کړی وه او هرې خوا يې د روزنې ښوونځي جوړ و .په زړه پورې دا ده چې په ګندهارا کې يو ډول داسې دساتير موجود و چې د قوانينو بڼه يې درلوده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more