سياست او روانې چارې
څه کول په کار دي؟
حمید هڅــاند
23.07.2013
سره له دې چې پر دولت مو باور له لاسه ورکړی دی او وایو د فساد له امله مو زړه ترې تور دی. زموږ ډېری وایي چې په دولت کې فاسد کسان د فساد لامل دي او چې دوئ وي، تر هغو پر موږ ښادي قسم ده. بل پلو داسې کسان مو هم بې شمېره دي چې اصلاحات غواړي او پهب رښتینې مانا د هیواد خدمت کول غواړي، هم ځوانان دي، او هم لیوال او تر څه ځایه پوهه کسان دي. د ټاکنو به نژدې کېدا راسره دا پوښتنه پیدا کېږي چې څومره به وړ وي چې همداسې کسان سره را ټول شي او یو سیاسي-ټولیز خوځښت پیل کړي ترڅو هم ټولنیز خدمت وشي کړای او هم له ټاکنو په کټه اخیستو د حکومت په چارو کې دخیل شي. دا ډله کسان به خورا ژمن او مخلص وي او موخه به یې د هېواد خدمت او د خلکو وېښول وي. ایا داسي کوم حرکت اوسمهال شته دی؟ که نه وي، ایا نه شي جوړېدای؟ او د اصطلاحاتو لپاره که باید کومه لاره وکاروله شي تر څو د افغان او افغانستان د درد تسکین هڅه وشي؟
درنښت
Re: څه کول په کار دي؟
pattang
23.07.2013
څاند صيب سلامونه او همداسې پاک اوسې !
وروره که دانسانانو تير تاريخ او د رژيمونو حکومتونو تاريخ ته
وګورو نو راته څر ګنده به شي چې يو فاسد رژيم د اصلا ح وړ
ندی څکه چې رېښې يې فاسدې دي او تر څو يې چې ريښې ونه
اېستل شي او يوبل سيستم منځ ته رانشي نو دا انتخابات اونور
په درد نه خوري ځکه چې ديوو چټل پر ځای بل چټل منځ ته راځي
لکه دانرجي قضيه چې په يوو تړلي سيستم کې يې محصله قوه
هروخت سابته وي !
که څو ک د افغانستان انتخابات د غرب له انتخاباتو سره برابروي
چې په اقتصادي سيستم ( ملي اقتصاد + خصوصي برخه ) او قضايې
برخه کې به بدلون راشي هغو ی لويه اشتبا کوي !! او مالومه به
شي؟ ځکه دغربي سيستم وړونکي پالونکي پاک انقلابي خلک وو او
ددېموکراسي لپاره محکم کلتور لري چې دافغانستان څخه ډېر فرق
لري !
يواځېنۍ لاره يې له منځه وړل او بيا د پاکو خلکو کار دی چې د خپل
اولس له معنوي او اقتصادي غوشتنو سره سم يو سيستم منځ ته
راړي او دا ډېره قرباني غواړي ځکه چې اشغالګرو ډېر خنډونه جوړ
کړي دي !!
[quote:72833e17c1="حمید هڅــاند"]سره له دې چې پر دولت مو باور له لاسه ورکړی دی او وایو د فساد له امله مو زړه ترې تور دی. زموږ ډېری وایي چې په دولت کې فاسد کسان د فساد لامل دي او چې دوئ وي، تر هغو پر موږ ښادي قسم ده. بل پلو داسې کسان مو هم بې شمېره دي چې اصلاحات غواړي او پهب رښتینې مانا د هیواد خدمت کول غواړي، هم ځوانان دي، او هم لیوال او تر څه ځایه پوهه کسان دي. د ټاکنو به نژدې کېدا راسره دا پوښتنه پیدا کېږي چې څومره به وړ وي چې همداسې کسان سره را ټول شي او یو سیاسي-ټولیز خوځښت پیل کړي ترڅو هم ټولنیز خدمت وشي کړای او هم له ټاکنو په کټه اخیستو د حکومت په چارو کې دخیل شي. دا ډله کسان به خورا ژمن او مخلص وي او موخه به یې د هېواد خدمت او د خلکو وېښول وي. ایا داسي کوم حرکت اوسمهال شته دی؟ که نه وي، ایا
نه شي جوړېدای؟ او د اصطلاحاتو لپاره که باید کومه لاره وکاروله شي تر څو د افغان او افغانستان د درد تسکین هڅه وشي؟
درنښت[/quote:72833e17c1]
larghonay laraway
23.07.2013
هڅاند صيب ګل خبره مو کړې ده. بله لاره يې نشته.
پتنګ صيب عجيبه خبرې کوي. دا چې ته په رژيم کې وردننه شې او واک تر لاسه کړې نو په خپله يې ريښې ووځي کنه!
ولې پتنګ د ګلبدين غوندې خبرې کوي چې هيڅ وخت هدف ته نه شي رسيدلی!
هغه به هم ويل کابل بايد له بېخه وران شي او له سره جوړ شي، ځکه چې بېلماځه شوی دی دی. نو وران يې کړ خو جوړ يې نه کړ!
pattang
23.07.2013
پښتانه خو ساده خلک دي چې علم هم نشي درک کولی !
ايا هغه دومره لودګان دي چې تا منځ ته ور پرېږدي !
چا چې دخرکار انګور چور کړي وي نو هغه بيا بېرته په غوښتنو
ور کوي ؟ آنتخابات نږدې دي ګورو به يې !!
[quote:355432da17="larghonay laraway"]هڅاند صيب ګل خبره مو کړې ده. بله لاره يې نشته.
پتنګ صيب عجيبه خبرې کوي. دا چې ته په رژيم کې وردننه شې او واک تر لاسه کړې نو په خپله يې ريښې ووځي کنه!
ولې پتنګ د ګلبدين غوندې خبرې کوي چې هيڅ وخت هدف ته نه شي رسيدلی!
هغه به هم ويل کابل بايد له بېخه وران شي او له سره جوړ شي، ځکه چې بېلماځه شوی دی دی. نو وران يې کړ خو جوړ يې نه کړ![/quote:355432da17]
Samsor Afghan
25.07.2013
سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
خدای د وکړی چی د روژی مبارکه میاشت ډيره ښه در باندی تیره شی او خپل طاعات او عبادات تل جاری وساتی.
حمید هڅاند ورور
د افغانستان تقریبا ډيری ځوانان امکان لری ۹۵ فیصده ستاسو په شان فکر او غوښتنه ولری چی که الله کول دا کچه به نوره هم لوړیژی تر څو په د خاوره مین کسان خپل هیواد دین ته خدمت وکړای شی.
اصل خبره داده چی د داسی یو ځواک منځ ته راتلل ډیر سخت کار دی ځکه چی نن سبا حکومتونه جوړل د مختلفو کړیو ( د جهان دلوی قوتونه ، د قوی ملکونو استخبارات، مافیایی ډلی، تیکنوراتان او د ملت په مټو ولاړ شخصیتونه) له خوا جوړیژی او مخ ته بیول کیژی نو د داسو کړیو له لاسه ستا د خواست یا د اکثریت پوه ځوان او ملت پاله خلکو غوښته به ډيره په مشکلاتو تر لاسه شی.
زما په آند داسی حکومت به جوړیژی خو لژ وخت به نیسی خو زمونژه افغانانو یو ډير منفی فکر همدا ده چی هر څه ښه غواړی خو ډیر ژر صبر ورته نه شی کولی او لاس په منفی کارونو پوری کوی.
په درناوی