د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په جهاد کې د ښځو څه ډول ونډه حرامه ده؟

میرویس
22.07.2013

اسلام علیکم، ورحمت الله وبرکاته
په وسله وال جهاد کې د ښځو ونډه حرامه څه چې، په انتحاري حملو کې د نارینه او ښځبنه دواړو ګډون مطلق حرام دئ، خو افراطیان په ښځو انتحاري حملې کوي. دغه افراطان چې ځان د اسلام ټکه دار مذهبي مشران هم ګڼي، د اسلامي لارې وتلي دي. دا لاندې مضمون ګران افغانستان خپور کړبدي:
===========
زنان انتحاری در خدمت طالبان
کابل:- انتشار یک ویدئو که زنانی برقع پوش در یک کمپ تروریستی در منطقه قبایلی بی‌قانون پاکستان آموزش نظامی فرا می گیرند ، این نگرانی را به وجود آورده که گروه‌های شورشی در حال استخدام زنان برای ایفای نقش‌های تروریستی در خط مقدم جبهه هستند.
به گزارش روزنامه نیشن، این فلم یک دقیقه‌ای پنج زن را نشان می‌دهد که در حال آموزش هستند تا از اسلحه‌های کلاشینکوف و آر پی جی استفاده کنند.
یک بیرق آبی کم رنگ با یک هلال سفید نیز که در تصویر نشان داده می‌شود نشان‌دهنده آن است که این زنان به حزب اسلامی ترکستان تعلق دارند؛ این حزب یک گروه تروریستی است که گمان می‌رود با طالبان رابطه داشته باشند.
“گروه استخباراتی سایت” که کارش تحقیق در مورد تشکیلات تروریستی بین‌المللی است یک ویدئوی مشابه دریافت کرده است. آدام ریسمن، یک تحلیلگر این گروه استخباراتی به “ساندی تایمز” گفت: پیام عمده این ویدئو این است که زنان در اینجا در حال جنگیدن هستند، شما مردان کجایید؟ این راهی است برای اینکه آن مردان مسلمانی که در “جهاد” شرکت نمی‌کنند، فاقد ارزش بداند.
بیل روگیو، یک کارشناس تروریزم در بنیاد “دفاع از دموکراسی” که یک پوهنتون امریکایی است نیز گفت، نمایش زنان در نقش مبارز فعال، نشان‌دهنده تغییر در تبلیغات “جهادیون” است.
روگیو افزود: ما می‌دانیم که آنها برای زنان و کودکان کمپ های آموزشی عملیات انتحاری ترتیب داده‌اند. از سال 2010 تاکنون شش یا هفت حمله انتحاری توسط آنها در منطقه افغانستان- پاکستان وجود داشته است. پیش از این، این حملات وجود نداشت.
“تحریک طالبان”، “LeJ” و “جنبش اسلامی ازبکستان” کمپ های آموزشی در وزیرستان پاکستان تاسیس کرده‌اند که برای تعلیم و آموزش بم گذاران زن استفاده می‌شود.
اینگونه مشخص شده که “قاری ضیاء الرحمن”، یکی از رهبران طالبان و القاعده که از جانب سازمان های قبایلی ”مهمند” و “باجور” پاکستان و در ولایت های افغانستان فعالیت می‌کند، بیشتر کمپ های آموزشی بم گذاران انتحاری را به راه انداخته است.


larghonay laraway
23.07.2013

دا خوشې تبليغات دي. انتحاريان نشته بلکې ډرون بمبارد دی خو د انتحاري نوم ورکوي!


میرویس
23.07.2013

اسلام علیکم، لرغونئ لاروئ صاحب!
ورورکله، کاشکي ټول مسائل په دومره سادګۍ حل کیدای شواي. که داسې کیدای شواي، موږ افغانانو به دومره ګړاوونه او زجرونه ولی ایستل. افسوس پدې کوم، چې موږ ولې خپل کور او اور پخپله نشو سنبالولئ؟

که انتحاري حملې هسې پرو پاګند وی، نو دا طالبان یې څنګه درګرده په ناحقه مسؤلیتونه په غاړه اخلي؟ دا تیر ماخستن ولې طالبانو په پکتیکا کې یوه جمامع مسجد ته چې ۲۰۰ مسلمانو پښتنو افغانانو د روژې د مبارکې میاشتې تراویح پکې اداکولې بمونه ور واچول او نهه تنه یې ژوبل کړی. همدا نن طالبانو چې پر خره یې بمونه تړلې ؤ او یو طالب ورباندې سپور ؤ دوردګو په سید آباد کې انتحار حمله وکړه؟
پر هغو دې سپارم چې بارانونه اوروي.


السلام عليکم .

عبدالحميد/افغ
24.07.2013

چيري چي په ښځوکي دهم داسلام دومره غمخوري پيداکيږي هلته به انشاءالله اسلامي نظآم هم جاري کيږي .
ستاسي په شان له مرګ ، بنده ، وهلواوټکولو ویرېدونکی کسانوته بس همداسي تبليغات پکاردي.
هيڅ انسان په تيره بيا ښځه ومرګ ته څوک نسي تيارولائ ، مګردچاچي په اسلام خوابديږي دالله تعالی دګران رسول په توهین يې خوابدیږی ، په مظلوم امت يې خوابديږي ، په عراق ،فلسطين ، ابوغريب ، بورما اوګران افغانستان کي دمظلومو مسلمانانوپه اوښکواووينو يې خوابديږي هغه بلکل مرګ ته تياردي ، ترخپل سر مال اوهرڅه قربان دي.
داسي ښځو ته زماسلام دئ چي داسلام په لارکي دظالمانوپه مقابل هرراز کړاوونه مرګ اوتکلیفونه تحميلوي.
اودابه داسي مجاهديني ښځي وي چي دتاريخ په زرينوصفحو به ليکل کيږي اوتاريخ به پرې روښانه وي.
الله جل جلاله دي زموږپه هيوادکي هم داسي باعفت اوغيرتمني ښځي پيداکړي ، دملالي په شان ، الله جل جلاله دي شهادت قبول کړي.


میرویس
24.07.2013

عبدالحمید/افغ وروره، اسلام علیکم
ورورګله، دومره په غوصه یې چې د سلام اچول دې هم ترک کړيدي. له یوې خوا د درسول لله خبرې کوي او له بلې خوا یې سنت ته شا اړوي.
زما او لرغوني لاروي ورورتر منخ مسئله دا وه چې ما ویل طلبان انتحاریان کاروي، او هغه ویل چې پرو پاګنده ده.

ښه شوه چې تاسې زما خبره ثابته کړه چې لرغونئ لاروئ صاجب د حب علي او بغض معاویه په خره چپه سپور دئ، او لمر په دوو کوټو پټوي. تاسې چې د اسلام نارې سورې وهئ، کله د اسلام په مقدس دین خبریاستئ. تاسې چې د ښځو انتحار ته د اسلام په لار کې قرباني وایاست، تاسې په حقیت کې په حرام باندې د حلال فتوی کوئ او دا لویه ګناه ده.
تاسې وایاست چې ددې ښځو کارنامې به د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت شي، خو الله تعلي وایي، څوک چې انتحار کوي، په برزخ کې به په هماغې آلې ځان وژني چې انتحار یې پرې کړی وي، او په آخرت کې به تر ابده د خپل ځان انتحار کوي او بیرته به راژوندي کیږي او دا کار به همداسې جاري وي. انتحایان جنت ته د ننوتلو لاره نلري.
تاسې چې دغسې ښځې با عفته او غیرتي بولئ، پخبله پرتاسې څه شوي، چې دغه پت او عزت او بهشت کمایې کړئ؟ او که نه تاسې د خیر په غونډېۍ ورته ناست یاست خواران، بې سواده او ساده ګان لمسوئ چې هم ځان ووژني او نور، او هم ملت تباه کړي.؟
په پروردګار عالمیان دې سپارم.


عبدالحميد/افغ
24.07.2013

السلام عليکم .
موږ له يوې خوا درسول الله صلي الله عليه وسلم خبري کوو اوله بل طرفه ترهغه چي دخداي اراده وي دهغه عليه السلام پرسنت عمل به هم کوو .
اوتاسي خودګران پیغمبر بلکل شناخت پرې ايښي دئ ، ډېرتعليم به دي کړئ وي ايا ته اوس دوه توري عربي ترجمه کولي سې ؟ خوانګريزي به دی داسي زده وي چي انګرېز ستاپه لهجواولغاتو پسي نسي رسېدلائ .
امريکايانو څوځلي دګران رسول کتاب قرآن کريم چي تاسو پرې ايمان راوړئ دئ وسوځوئ ، په ګوانتانامو ، کيوبا، کښي چي ستاکوم افغانان وروڼه په زولنو اووحشتونو کي ګرفتاره ديدهغوپه مخ کي ډېرځلي قرآن پاک په قضاءحاجت کي غورځولئ ، سوځولئ يې دئ ، له مځکي يې هولي اوټوټه ټوټه يې کړئ دئ ، بالآخره اوس دوئ دافکر کوي چي مسلمانان په خاص توګه بياافغانان په دې خوانه بدوي اوداورته دپيسوپه بدل کي هيڅ نه ښکاري.

همداامریکایان چي اسلام يې راته دوژلو امرکړئ دئ : الله جل جلاله فرمايي:

(أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ).

تاسی ورته په خپلوغيږو کي ځاله ورکړې اوهم مو دملت او وطن دوستان ګڼلي دي ، اوهم مو ورته ترهرچاافضليت وربخښلئ دئ .
.

اودکفارو په وړاندي دهغوپه مقابل کي که نوره وسله نسي استعمالېدلائ نواستشهادي حمله بالکل روا ده اوداهم دامت مسلمه دجمهورو علماوو رأيه ده .
که څوک ورڅخه انکار کوي خپل دليل دي راوړي.

9- علامه ابن حجر رحمه الله په دی مسئله کی فرمایی: که کله یو انسان دغسی کار دزیات شجاعت له مخی ددښمن دویرونی لپاره وکړي، او ګمان وکړي، چی ددښمن صف په دی کمزوری کیږي، نو دجمهورو علماوو یعنی داکثرو علماوو دانظر دی چی دغه کار جایز دی.
او که هرکله دغه کار یو مجردی تهور وي، نو دا کار ښه نه دی، ممنوع دی، په خاصه توګه که د مسلمانانو په ضرر تمام شي. (سبل السلام 2/473 (

امام محمد بن الحسن الشیبانی په خپل کتاب السیر ۱/163 کی فرمایلی دي: هغه انسان چی په یوه سر په دښمن حمله وکړي، نو دهغه ددین د عزت لپاره کوښښ کوي، او خپل ځان شهادت ته تسلیموي، چی په دغه شهادت دۍ ابدي ژوند ګټي، نو څنګه ده ته مونږ هلاکت ته ځآن غورځوونکی ووایو؟؟؟ بیا وایی: پروا نکوي که څوک په دښمن باندی په یو سره حمله وکړي، ولو که دده غالب ګمان وي چی دۍ وژل کیږي، خو هغه وخت چی دۍ ووینی چی دده په دغه کار سره څه نتیجه د مسلمانانو په فایده لاس ته راځي.
خو که کله هغه معلومه شي، چی دده په دغه کار سره څه نه تر لاسه کیږي، نو دده لپاره جایز نه دي چی دغسی کارته اقدام وکړي، ځکه دده پر دغه حمله اسلام ته کوم اعزاز نه حاصلیږي، یواځي خبره داده چی دۍ په قتل رسیږي. (ليکوال وطنپال)

7- ابن ابی شیبة د مدرک بن عوف الاحمسی څخه روایت کړی، چی مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، ...اۍ امیر المؤمنینه، او هغه سړي چی دځان قرباني کړی وي، نو ما وویل: دغه کس خو والله زما ماما وو، خلکو ګمان وکړ ، چه هغه ځان هلاکت ته وغورځاوه، نو عمر رضی الله عنه وویل : دغو خلکو دروغ ویلي دي، بلکه ستا ماما له هغو خلکو څخه دې چی په دنیا یی اخرت لاس ته راوړ.(ليکوال وطنپال).

نو وروره له الله جل جلاله څخه اميدلرم چي زموږ اوستاسي کلمه يوه کړي وطن مو يوکړي ، اوله الله جل جلاله نه اميد لرم چي دوست مو يواودښمن مويو کړي.
آمين آمين آمين
ځ


Samsor Afghan
25.07.2013

سلامونه او نیکی هیلی

جهاد هم شرایط لری

اوس وخت کی چی څوک خبره له جهاده کوی هغه به ډير صاده سړی وی.

هسی پری وخت مه تیروی

نرو خو جهاد وکړ پاتی شځی شوی

په درناوی


عبدالحميد/افغ
28.07.2013

کله چي يوکافر پراسلامي ملک حمله وکړي نوپرټولو هيوادوالو جهادفرض دئ.

اوهو ! زموږ نرو خوجهاد وکړ اوهم يې کوې ، دادئ په دې يوولسو کلو دصلیبی یرغلګرو سره په مقابله کښي بېشماره شهيدان شويدي .
او دجهاد لپاره چي اوس کومي پتمني ښځي امادګي کوي هغوئ قطع نظر له دې نه چي نارينه وو جهاد کړئ دئ اوکه يا دصلیب اوناروا حاکمانو دنه برداشت له وجي ځان ودې مقدس کار ته تيارکړئ دئ .

نو الله جل جلاله دي په تاسي کي هم دصلیبیانو په وړاندي دجهادعزم پيداکړي. آمين آمين آمين.


میرویس
23.08.2013

عبدالحمید افغ صاحب. سلامونه او احترامونه.
ورورجانه، تاسې د خپلو پښتنې احساساتو تر تاءثیر لاندې راغلي یاست.
که د جهد خبرې کوي، پرښځه مسلح جهاد ندئ روا. کله چې په یوه روا کار کې نا روا کډه شي، ټول روا او حلا وره مردار او حرام شي.
که د اسلام خبره کوي، پراسلامي چوکاټ کېې به غږیږو ځکه چې جهاد یو اسلامي شئ دئ، او که د قدرت پرسرد طالبانو په جنګ غږیږې، دا بیا با الکل جلا مسئله ده. طالبان جهاد نه کوي، بلکه په زورد قدرت د نیولو پسې دي.
د طالبانو دروان جنګ هیڅ اړخ د جهاد او یا اسلامي ارشاداتو سر نه لګیږي.
په الله دې سپارم


میرویس
23.08.2013

سمسو سلیمانخیل صاحب، اسلام علیکم
ستاسې خبره هم له یوې زاویې د توجه وړ ده، او هغه داچې دا خارجي قوتونه زموږ د ملک د اشغل او اسلام ته د کوم خطر د متوجه کولودپاره ندي راغلي. یلکه دا موږ وو چې عربي ترورست القاعده مو راوستل او زموږ د ملک نه یې په بهرنیو ملکونو حملې وکړې، دا قوتونه ددغو ترورستانو د شړلو دپاره دلته راغلي دي، او هغه دي وزي، نو پدې لحاظ، ستاسې خبره جهاد ښايي ساده ګي او د خپل ملک ورانول وي.
الله دې مل شه.


مساپر
23.08.2013

[quote:6ed543af76="عبدالحميد/افغ"]کله چي يوکافر پراسلامي ملک حمله وکړي نوپرټولو هيوادوالو جهادفرض دئ.[/quote:6ed543af76]

حمید خانه هیله کوم چې زما سلامونه ومنې، د کافر په اړه ستا خبره بالکل درسته ده، خو که یو مسلمان اویا یوه مسلمانه ډله پر بل مسلمان ملک بېله کوم لمسون حمله وکړي، نو په دې هکله ستا نظر څه ده؟

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more