سياست او روانې چارې
د پښتنو نسل وژنه
larghonay laraway
22.07.2013
د امریکا په راتګ او دکرزي په حاکميت سره د پښتون قوم Genocide يا نسل وژنه پيل شوې او ښه په درز کې روانه ده!
مخکې تر دې چې امريکايان افغانستان ته راشي يوه پېچلې تګلاره يې جوړه او پلې کړه چې پښتانه يې د پاڼ او پړانګ تر منځ ودرول!
يوې خوا ته يې د ډيموکراسۍ ډنډوره جوړه کړې چې مشر يې تش په نامه پښتون دی او هدف يې د پښتنو د نسل تباهي ده!
له بلې خوا يې د اسلام او شرعيت توغ د پښتنو د وروسته پاتې سيمو جاهلانو ته ورکړی چې په خپله هم په اسلام نه دي خبر خو اسلام يې سپر کړی او هدف يې د پښتنون نسل تباهي ده!
د امريکا دې تګلارې پښتانه ليکوال او سياسون هم په دوو ډلو وېشلي. نو په حقيقت کې امريکا داسې تګلاره جوړه کړې چې پښتون د پښتانه په لاس تباه کړي او دښمن ته يې هډو اړتيا نشته.
د دې خونړۍ دورې د دواړو خواوو پښتنو چارواکو ته بايد د پښتون د نسل وژنې مامورين ووايو!
تاسو څه نظر لرئ؟
حمید هڅــاند
22.07.2013
موافق یم.....
د غزني ولایت کیلان ولسوالۍ ځینې انډېوالان مې د غزني د جاغورو ولسوالۍ موټرو کې تک راتک کوي وایي چې ته به وا هزاره کان د تک راتک یواځینی لایسنس لري، نه یې حکومت دروي نه طالبان او نه اربکیان.
ــ هره بلا او فساد پښتنو کې دی.
ــ قومي مشران او هغوئ چې خلک پرې را ټولېږي، یا خو ترور شول او یا یې مړینې روانې دي.
ــ که یو څوک د اصلاحاتو غږ پورته کوي، د جاسوس په نوم وژل کېږي.
ــ دا بل طرف درته اربکیان او پاڅونوال ژوند ترېخوي او له ژوند او عزت نه دې خلاصوي.
او کوم کوم به یې حساب کړم.
درنښت