ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
کامرون: اسلام اباد او نوی ډیلي په کابل کې له سولې سره مرسته کولی شي
      اتل
      19.07.2013
    
کامرون: اسلام اباد او نوی ډیلي په کابل کې له سولې سره مرسته کولی شي 
•	Thursday, 18 July 2013 16:37 
•	لیکنه: TAAND 
•	تبصره ولیکئ 
 
•	څانګې خبرونه 
•	اصلي لینک 
•	 TAAND HABIL 
تاند -  د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وویل چې هند او پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ډیر څه کولی شي. کامرون څرګنده کړه چې دا کار د اسلام اباد او نوي ډیلي تر منځ د خبرو له بیا پیلیدو سره کیدای شي.
کامرون د ( ایشن لایټ) په نوم بریتانوۍ ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د پاکستان نوی منتخب صدراعظم نواز شریف سیاسي تجربه لري او په دې باور دی چې هند او پاکستان کولی شي چې ښه اړیکي ولري. کامرون زیاته کړه چې همداراز د هند صدراعظم من موهن سنګ د نوازشریف په څیر لیدلوری لري.
د بریتانیا صدراعظم د انګستان په ختیځ کې د یوې فابریکې د لیدنې پر مهال ( ایشین لایټ ) خپرونې ته دا هم وویل چې د هند او پاکستان مشران د خپلو ګټو او د نړۍ د ګټې لپاره ښو اړیکو ته اړتیا لري.
په وروستیو کې اسلام اباد او نوي ډیلي سره ومنله چې د دوه اړخیزو خبرو لپاره یو مهالویش وټاکي.
پاکستان هغه هیواد دی چې له څو کلونو راهیسې یې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت تورنوي چې په افغانستان کې بې امنیو ته لمن وهي او هند ته کابل د دوست هیواد په سترګه ګوري. خو پاکستان هند تورنوي چې د افغانستان له لارې په بلوچستان کې له بلوچ یاغیانو سره مرسته کوي.