د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملي سرود

Anonymous
27.12.2004

په نوي ملي سرود باندې زما دوه اهمې نيوکې دا دي چې :

۱) په ملي سرود کې د قومونو يادونه پخپله د نورو اقوامو تبر ته لاستئ ورکول دي، مطلب مې دا چې ولې بايد دا ټول د يو افغان نوم لاندې راټول نشي ؟ کچېرته په يوه کور کې څو کورکي جوړ شي نو پايله به ئې دا وي چې د هغه کور غړي به ټول د انفراديت او د ځانځاني ګټې په لور روان وي. ددې لوی کور (افغانستان) د عرضي تماميت ساتنه به څوک کوي. ؟ دا خو په ډاګه هر يو قوم د قوم پرستۍ لورې ته هڅول دي چې پايله ئې بيا د لطيف پدرام خوب په رښتیا کول يعنې فدراليستي نظام ته لمن وهل دي. که چېرته خپل ګاونډي هېوادونو ته وګورو او د هغوی د ملي سرود سره خپل ملي سرود پرتله کړو نو تاسو به وګورئ چې د هغوي په ملي سرود کې د هېڅ کوم قوم نوم نشته، حال دا چې په ټولو کې لږکي قومونه شته چې هر يو ئې بېلې بېلې ژبې لري او ټول د يوې ژبې او يو ملي سرود او تر يوه بېرغ لاندې ژوند کوي. د بېلګې په توګه په ايران کې کُردان، بلوڅان،پاړسيان، آذريان، تُرکان، تُرکمنان او همداسې نور قومونه مېشت دي. او همداسې په پاکستان کې بلوڅان، سنديان، پنجابيان، کشمېريان، پښتانه او هندي مهاجر اوسېږي. خو کچېرته ددوي ملي سرود ته پام وکړئ نو تاسو به دقومونو نومونه پکې راپېدا نکړئ. او ددغو هېوادونو په څېر په نړۍ کې ډېرې نورې بېلګې هم شته.

۲) دوهمه اهمه خبره د (الله اکبر) سپېڅلې کلمه ده. زما په اند ملي سرود چې د يوه هېوادد هويت ښکارندويي کوي پکار نده چې مذهبي ټکي پکې ولري. زما په اند د ملي سرود او د اسلامي سرود يا مذهبي سرود تر مېنځ غټ توپير بايد وي. افغانستان يو اسلامي هېواد دی، او تل به وي او دا خبره نړۍ ته جوته ده. نو څه پکار ده چې د خدائ بښلي بېنوا په شعر کې بېځايه ګوتې ووهلائ شي؟ آيا دا ضروري ده؟ په پائ کې زه خپله د (((څو چې دا ځمکه آسمان وي، څو چې دا وطن ودان وي، څو چې پاتې يو افغان وي، تل به دا افغانستان وي))) ملي سرود غوره ګڼم.
د خپلو نظرونو د څرګندولو وروسته مې هيله دا ده چې د افغانستان ولسمشر، د افغانستان چارواکي او د افغانستان غم خوړونکي پدې مهمې فېصلې غور وکړي او د ملي سرود نه د قومونو سرود جوړ نکړي. بلکه د افغانستان او افغانانو سرود جوړ کړي. ننۍ نړۍ ګلوبلائيزېشن لورې ته روانه ده، خو په افغانستان کې تازه د نشنلېزم اور بل شوی. او کچېرته ملي سرود کې د قومونو ذکر وشي دا به نور هم د نشنلېزم اور تود کړي. په درنښت


pattang

pattang
27.12.2004

سلام وروره!
له بينا موسه مزدورانو څخه څه ګيله په کار ده٠
دديمکراسي په نوم ئي زمونږ خداي راکړي کلتور را مردار کړ او نور ئي هم خرابه وي.٠
وروره ! تير کال د غوښی کيلو په ١٣٠ اويوکيلو ګاز په ٢٣ افغانۍ وه او اوس په ١٨٠
او ٥٠ افغانۍ دي ٠ نو غريب خلک د دي زور نلري يا به دباندي له وطنه وزي او يا به
امريکا ئي ديموکراسي مني .
وروره !ښايسته نجوني په خارجي موسسو کي کار ونه کوي او هم خارجي سفارتونه
پاکه وي او فاحشه ګيري نو داسي يو ه اوج ته رسيدلي ده چې فرانسوي او قنداري کارونه کيږي نور نو څه درته وليکم٠
خو ته به وائي چې زه څه وايم او پتنګ څه لوده شيان ليکي ؟؟
داسي ندي امريکايان او ګوډاګيان ئي په هر څه کې لاس لري اوپه دي سياست زمونږ
کلتور او ملي هويت له منڅه وړي اويو حرامي ،بي کلتور او بي هويته انسانان را څخه جوړوي ٠امريکائي او ګوډاکي حکومت ته ملي سرودکومه مانا نلري هغوي
اوس کارکوي او اينده ته نه ګوري . په يوه ملک دنړي کې هم که فدرالې او غيري فدرالي وي داسي يو ملي سرود نشته چې په هغه کې دمختلفو اتنيکي قومونو نومونه يادشي او غيري منتقي هم دي٠ که په ملي سرود کي مختلف اتنيکي نومونه
راشي نو داسي يوه هيوادته سړي يو قرار دادي حکوت ، هيواد وائي چې د پردي
شاته يو موقتي تر يوه وخته هيواد دي٠ څکه چې يوداسې ملې سرود دمختلفو
اتنيکي قومونو روحيه ږوندي ساتي چې په نتيجه کي نه دملي يووالي ملي هويت بلکي دجدائي او نه يو ځاي کونکي ټولني خواته ځي٠ دغه چټل حرکت د قانوني اساسي برخلاف دي اوداسي يوه مسخره دي لکه دبابا نوم په قانوني اساسي کي.
تاريخي نوم که چا ګټلي وي د اساسي قانون سره هيڅ رابطه نلري .
لنډ درته وايم : له بي مسلکه ، قدرت وږيو، چاپلوسو، وطن خرڅونکو، ګوډاګيانو
او بي نا موسانوڅخه هيڅ ګيله په کار ندي٠
ستا سو ورور پتنګ
ا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more