سياست او روانې چارې
آیساف د ۸ ملکي وګړو وژل چې کار ته روان وه په کلکو الفاظو غندي!
Hashmat Kahn
19.07.2013
آیساف د ۸ افغان کارګرانو وژنه چې پرون د لوګر په ولایت کې خپل د کار په لور روان وه په کلکه غندي. طالبانو دغه بی ګناه کاګر له یو موټر څخه کښته او بیا یی په ډزو وژلي.
جنرال جوزف دنفورد دایساف عمومي قوماندان وایی:” ددغو ۸ بی ګُناه کسانو وژل یو بی رحمه ،له انسانیت نه لري او وحشیانه عمل دي. کارګران کار ته روان وه چې خپلو کورنیو ته دوډي پیدا کړي. زه خپل دزړه له کومي خواخوږي ددغو بی ګُناه کسانو کورنیو ته وړاندی کوم. آیساف په افغانستان کې به د سوله او امنیت په راوستولو کې تل زیار باسي. دطالبانو وژل ، تهدیدول ، ویره او ډار به د افغانستان په راتلونکې کې به هیڅ وخت ځای ونلري. “
د سنتکام دبریښنایې د خبرو اترو تیم هم په خپل وار خپل د زړه له کومې خواخوږي ددغو بي ګُناه کسانو کورنیو او ملګرو ته وړاندي کوي.
د طالبانو د مشرانو د ویناوو برعکس چې دوي وایې موږ بی ګُناه او ملکي وګړي نه وژنو طالبانو تل د بي ګُناه او ملکي خلکو وهل ټکول ، ویرول او وژل تکتیکونه پر مخ بولي.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروتیم
www.centcom.mil