سياست او روانې چارې
دکوکنارو په ځاي د زعفرانو کښت!
Hashmat Kahn
18.07.2013
دکوکنارو په ځاي د زعفرانو کښت!
افغان بزګرانو د کوکنارو له کرکیله څخه د زغفرانو کرکیله ته مخه کړي. د افغان دولت د احصاییه له مخې په کال ۲۰۱۲ کې د قیمتی زغفرانوصادرات ۱۴٪ ډیر شوي دي. حسیب د هرات ښار یو بزګر وایې: ” یوله هغو علتونو چې ما د کوکنارو کرکیله پریښوده دا وه چې کوکنار دیر زیار په کار لري او د هغو نه پرته زه د زغفرانو د کرکیله څخه ډیر عاید تر لاسه کوم. ما په اول سر کې زعفران کیلو په ۱۴۰۰ امریکایی ډالرو پلورل اوس زه زعفران کیلو په ۲۰۰۰ امریکایی ډالرو پلورم.“ د زعفرانو ډیره کرکیله نه یوازی د افغانستان صادراتوته ګټه رسوي بلکه دا یو ښه زیري د افغانستان لپاره دي. دا نه یوازي یو ښه عاید د بزګرانو لپاره شمیرل کیږي بلکه د تجارت لاري د ګاوندیانو سره هم خلاصوي. افغان دولت د نړیوالو موُسسو په ملاتړد زعفرانو کرکیله د کوکنارو کرکیله په ځای بزګرانو ته توسعه کوي.
د افغانستان آب و هوا د زعفرانو دکرکیله لپاره ډیره مناسبه او په غزنی او هرات ولایتونو کې یې ښه نتیجه ورکړي. د کړنې ، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت پلان لري چې د زغفران کرکیله نورو ولایتونو ته هم وروپیژنې.
ستاسو په نظر نوري کومې لاري افغان حکومت بزګرانو ته ورښودي شې چې د کوکنارو له کرکیله څخه ډډه وکړي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil