د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اته تنه ملکی غریبکار یې وژلي دي.

اتل
18.07.2013

اسلام علیکم
د عیال د نفقې د پیدا کولو په ګناه یې اته واړه مسکین کارګران وژلي دي. دغه کارکران چې نه د خارجي قواوو سره په پوځي فعالیتونو کې شامل وو، او نه هم چاته کوم تهید وو، ولې یې وژلي دي؟

آیا د پیغمبرانو په زمانو کې، پخپله د پیغمبرانو د کورنیو غړو، د کفارو سره د اجورې په مقتبل کې کار ندئ کړي.
که داحبره ریښتیا وي، نو ولې دغه اهلقبله مسلمانان ووژل شي؟
دا لاندې مطلب رادیو بي بي سي خپورکړیدئ:
============
لوګر کې وسله والو اته کسه کارګران وژلي
د خپريدو وخت: 05:58 گرینویچ - پنجشنبه 18 جولاې 2013 - 27 چنګاښ 1392
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
له لوګر ولايت نه راپورونه وايي وسله والو هغه اته کسه وژلي چې په يوه امريکايي پوځي اډه کې يې کار کاوه.
د لوګر د امنيت امر رييس خان صادق دغه پېښه تاييد کړه ويې ويل چې دغه کسان د لوګر د کلنګار اوسېدونکي دي.

ده وويل پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې ده چې کله دغه کارګر له پوځي اډې نه د خپل کورونو پر لور روان وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
رييس خان صادق په دغه بريد کې مخامخ طالبان ښکېل و نه بلل، خو ويې ويل که دا د طالب په نوم يا د ملا په نوم هر چا کړی وي، ډېر ظالمانه فعل دی.
څه موده وړاندې د کرنې وزارت د بڼوالۍ د څانګې دوه تنه متخصصین نقیب الله سالک او نور اکبري د لوګر- کابل پر لار وسله والو له ګاډي کوز کړل او په ډزو یې ووژل.
لوګر د افغانستان له ناامنه ولایتونو څخه یو بلل کېږي. تېرې جون میاتشې په نیمايي کې راپورونه ورکړل شوو، چې دغه ولایت کې د بهرنيو ځواکونو په دوو جلا هوايي بريدونو کې له ۲۰ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ولايتی چارواکو هغه مهال وویل، چې نهه وسله وال د بابوس په سيمه کې او ۱۵ نور د برکي برک په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
" د روان کال په مې کې د لوگر سيمه یيزو چارواکو وویل چې د دغه ولايت يو شمېر لريو پرتو سيمو ته لسگونه عرب او پنجابي وسله وال طالبان له گاونډي پاکستانه ور اوښتي دي."
د روان کال په مې کې د لوگر سيمه یيزو چارواکو وویل چې د دغه ولايت يو شمېر لرې پرتو سيمو ته لسگونه عرب او پنجابي وسله وال طالبان له گاونډي پاکستانه ور اوښتي دي.
بله خوا د افغانستان له شمال نه راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د کندز ښار په دريمه حوزه کې پر يوې پوستې بريد کړی او څلور پوليس يې وژلي دي.
د دغې حوزې امر محمد صالح د خپلو څلورو پوليس وژل کېدل تاييد کړي دي.
طالبانو د بريد پړه منلې او ويلي يې دي پنځه پوليس يې په دغه بريد کې وژلي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more