سياست او روانې چارې
پاکستاني طالبان د ملالې د وژلو په ډزو پښیمانه دي
اتل
18.07.2013
ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
متل: هوښیاران داسې کارونه، نه کوي چې د پښیمانۍ سبب کیږي.
د طالبانو یوه لوی قوماندان په ملاله یوسفزۍ باندې ډ ډزو په کولو افسوس کړیدئ.
عدنان رشید کوښښ کړئ چې د ملالې د هغې مبارزې اهمیت کم کړي او د خلکو توجه د طالبانو افسوس ته واړي، چې د ملګرو ملتونو تر تالار پورې ورسیده. ملګرو ملتونو د ملالې نړیواله ورځ اعلان کړه او په هغې ورځ ملالې په ملګرو ملتونو کې وینا وکړه، او ویې ویل چې طالبان د کتاب او قلم نه ویره لري. ملایې وویل چې د طالبانو د ماشومانو په ګډون ټول ماشومان باید تعلیم وکړي.
عدنان رشید ویلي چې طالبانو پدې بابت د ملالې د وژلو کوښښ ونکړ چې ګواکي دوی د تعلیم سره دښمني لري، بلکه پدې وجه یې وویشته چې هغې په طالبانو پۍې بد ویل.
اوس طالبان غواړي چې اصلي کیسه بدله کړي، او د ملالې د تعلیم د مبارزې اهمیت کم کړي.
لکه څنګه چې طالبان وايي، ملاله یې پدې وجه وژله چې پدوی پسې یې بد ویل.
آیا دا په کوم اصول او دین کې روا ده چې يو څوک دې په چا پسې بد تبلیغ وکړي، او هغه دې ووژني؟ دا ټولې د پاکستاني طالبانو اوتی بوتې دي، چې نن سبا یې اهمیت بایللئ او ځوک غوږ نه ورته نیسي. دا لاندې مضمون بي بي سي خپور کړیدي:
=====
د پاکستان يو جګپوړی طالب قوماندان وايي پر ملالې بريد بوږنولی
د خپريدو وخت: 17:29 گرینویچ - چارشنبه 17 جولاې 2013 - 26 چنګاښ
تېره جمعه په نيويارک کې د ملګريو ملتونو مرکز کې د خبرو پر مهال دې وويل کتابونو او قلمونو توندلارن وېرولي دي.
د پاکستاني طالبانو يوه جګپوړي مشر ويلي په تېر اوکتوبر کې پر ملالې يوسفزۍ نژدې مرګوني بريد له امله بوږنېدلی دی.
وروسته له هغه چې ملاله په سر په ډزو وويشتل شوه، په نړيواله کچه د طالبانو غندنه وشوه.
ملاله:یو کتاب، قلم او یو ښوونکی نړۍ بدلولی شي
د ملالې هڅې او په پاکستان کې بي وزلي
ملالې یوسفزۍ له ښه نیت لرونکو مننه وکړه
عندنان رشيد ملالې يوسفزۍ ته په يوه ليک کې بښنه نه ده غوښتې، خو ويلي يې دي کاشکي دغه بريد "هېڅ نه وی شوی".
دی دا داوه هم کوي ګواکې دغه ډزې د نجونو پوهنې لپاره د ملالې مبارزې ته په ځواب کې نه دي شوې، بلکه ځکه چې دې د طالب ضد "نوم بدونې مبارزه" کوله.
ملاله – چې د نوبل سولې جايزې ته يوه سياله بلل کېږي – د دې درناوی يې ګټلی چې د پوهنې مسئلې ته يې د نړيوالو پام راوګرځاوه.
تېره جمعه په نيويارک کې د ملګريو ملتونو مرکز کې د خبرو پر مهال دې وويل کتابونو او قلمونو توندلاري وېرولي دي.
دې ان "د طالبانو او ترهګرو زامنو او لوڼو په ګډون" د ټولو لپاره د پوهنې برابرولو هڅونه وکړه.
خبريالان وايي د رشيد ليک په داسې يو نظر سره د رسنيو پام وراړولو يوه روښانه هڅه وه چې په ملګريو ملتونو کې د ملالې وينا اغېز مقابله پرې وکړي.