د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولې به نۀ ژاړم

Farhad zaheer
25.12.2004

ولې به نۀ ژاړم
زه دژړا حق ځکه لرم کله چې زه کشر وم ، نوما خپل دعمر لومړنی کلونه په ايران کښې تيرول اوهمدلته پلار راته پښتو ژبه سبق راپيل کړو مابه کله ناکله دا پوښتنه ورنه کوله چې پښتانه يوازې دا اووه ، اته ، لس کوره دی چې هم دلته دی او که نورهم شته دی ؟ ځکه دباندې له کورنه ټوله پاړسی وه پلار راته ووئيل چې نه بچی !پښتانه ډير دی کله چې د ښوونځې لومړی ټولګې ته ورسی نو هلته دنورو پښتنو بچيان هم شته اوکله ، چې خپل وطن ګران افغانستان ته ورشو هلته ، خوټول پښتانه دی .
لنډه دا ، څې اووه کلن شوم اوښوونځې ته بوتلل شوم زه دپښتو په انتظار کيناستم ګورم ، چې د ښوونځې په اداره کښې يو کس ناست دی او پاړسي وائی زما په زړه باندې بيا دنااميدی تبه راغله اوپه پلار پسې ورننه وتم له سلامه وروسته متوجه شوم ، چې معلم زما دپلار سره په پښتو ژبه خبرې کوی او دده بلې خواته نورو معلمانو هم په پښتو ويلو پيل وکړو په همدې وخت کښې زه دونې خوښ شوم ، چې لکه دګلو باغ ته چې وردننه شوی يم نه ځاييدم ، وروسته زما له داخلې نه زما پلار خندا په ډکه خوله دا پوښتنه وکړه ، چې تاسو ټول يا اکثره پښتانه ياست ولې په پاړسۍ ژغيږی نو مدير په خندا ورته ووييل چې مولوی صاحب دايو خوږه اواسانه ژبه ده اوبل دا ، چې زمونږ دايو دوه ملګری په پښتونه پوهيږی زما پلار ورته ووئيل ، چې دايو ، دوه په پښتو نه پوهيږی ، دانور ټول ، خو پښتانه ياست مدير بيا په خندا وئيل هۍ مولوی صاحب که دلته پښتوو ايو ،نوپه کور کښې به څه کوو هلته مو کورو دانه اوماشومان ټول پاړسی وائی نو مجبورريو ، چې پاړسی ووايو کله چې ټولګی ته ننوتم او بيا دپښتو په انتظار کيناستم خبر شوم چې ښوونکې او زده کوونکې ټول په پاړسی ژبې غږيږی نو بيا دومره خفه شوم لکه مور اوپلار مې چې له کوره وباسی په هر حال ډير خفه ټولګی کښې ناست ووم ښوونکې پوښتنه رانه وکړه ( بچه نامت چې ست ) زه په پاړسی نه پو هيدم ماورته وئيل چې وبخښه زه په پاړسی نه پوهيږم بيا يې راته په پښتو کې راته وويل چې نوم دې څه دې ماورته وئيل کريم الله هواودادی دنيم ټولګی هلکان هم پښتانه دی لکه چې ته په پاړسی باندې نه پوهيږی ؟ ده راته وئيل زده به ئې کړی دا ډيره خوږه ژبه ده مابه کله ناکله د پښتنو هلکان سره په پښتو خبرې کولې ، نو دوی به دومره ځان بې مينې وښوده چې زما په غمونو به ئې څه نور غم هم ورزيات کړونو وماته يوازينی اميد دافغانستان سفر يا ورتګ پاتې و او سترګې مې دافغانستان په لور اړولې وی چې کله به هلته ورشم هلته خو ټول پښتانه دی لنډه داچې د څوکالو په تيريدو افغايستان ته راغلو ماله هرڅه مخکښې په ښار کښې لوحو ته وکتل چې لوحی په پښتونه وی ، خو هغه هم متاسفانه ، چې يوه لوحه مې هم په ټول هرات کښې پښتو ترستګو ن هشوه نوبيا دومره خفه شوم لکه چې په مجلس مې ورننه باسی او بيا مې دخلقو خولې ته مې کتل چې څوک به پښتو وائی متا سفانه چاپښتو نه ويله او حال دا چې خبرې ئې د پښتنو وی ، نو ما وئيل چې دا ولې خبرې ئې دپښتنو دی ، نو ماويل چې دا ولې ټول پاړسی وائی ؟ هغه راته وئيل چې خبر نه ئې حکومت دربانی دی !هر څوک کوشش کوی چې ځان تاجک جوړ کړی او خپل عزت ډير کړی ماددنه تپوس کړی چې تاسې کوم قوم سره تعلق لری ده راته وئيل چې مونږ پوپلزی يو او ، چې وروسته ما معلو مات ترلاسه کړل دهرات اقوام ټول پښتانه دی يعنی اڅکزی دی يانورزی يا اسحاق زی يا صدوزی يا کاکړ يا ترين يا يوسفزی يا مومندان او يا نور اقوام ، چې پښتانه دی ټول پاړسی وائی او هيڅوک پښتو سره علاقه نلری او يا پښتونه نه وائی او يا زوی ته دانه چې وائی چې مونږ پښتانه يو دا فکر د يو سره هم نشته او که دامشران سپينږيری دی اويا ځوانان دی ښه په پښتو باندې پوهيږی ، خو بيا هم خطؤنه يو بل ته په پاړسۍ ليږی يا کومه لوحه ، چې کوم کسان چې ځانته پښتانه وائی هغوی دومره پښتو بادې پاتې شوی چې يوازی افعال او اشاروی ضماير کاروباری نوره ئئ ټوله پاړسی ورګډ کړې ده حساب يا اسماٍ ټول په فاړسۍ دی همدا د ژړا ځائې ! يوازې دانه همداسې د پيښور پښتانه چې پښتوئې څلويښت په سلو کښې ده نوره يې ټوله اردو يا انګريزی ورداخله کړې ده زه په دې يقين لرم ، چې دپښور يو ځوان ماته ديونه ترسلو پورې په پښتو حساب نه شی کولای او حال داچې دپيښور پښتان بعضې افعال هم په انګريزی او هم په اردو کښې استعمالوی او همدا افعال د هرې ژبې اصل دی او همداشان په ټول افغانستان کښې په هرڅه کښې پاړسی ژبه اصل دی او همد شان په ټول افغانستان کښې په هرڅه کښې ژبه مخ ته وی ايا ددې ټولو پښتنو څخه به دقيامت په ورځې پښتنه ونه شی ، چې ولی موخپله دپلار او نيکه د ژبې سره وفا ونکړه او هغه ژبه مورا کښته کړه ، چې په سيمه ئې حکومت کړی و داپوښتنه به خامخا کيږی زه حيران يم ، چې ولې خپلې ژبې سره محبت نه کوی او يا په خپلې ژبې سرنه سميږی او يا په خپله ژبه ولې افتخار نه کوی !
خدای پاک دې ټولو پښتنو ته توفيق ورکړی چې د خپلې ژبې ددوی او پراختيا په اړه فکر وکړی.
هغه پښتون نه دی چې پښتو باندې شرميږی
هغه پښتون نه دی چې پښتوورنه ماتيږی
پښتون سړی هغه دی چې پښتو باندې وياړی
نه دی هغه پښتون چې ملالۍ ورنه هيريږی
پښتون هغه پښتون دی چې له پښتونه قربانيږی
نه دی هغه پښتون ، چې پښتو ئې لوګی کيږی
پښتون هغه سړی دی چې پښتوباندې زوريږی
پښتون نه دی هغه چې پښتو ورنه خواريږی
پښتون هغه سړی دی چې پښتو باندې زوريږی
پښتون نه دی هغه چې پښتو ورنه خواريږی
پښتون هغه سړی دی چې پښتو باندې ژړيږی
پښتون نه دی هغه چې له خدمت ځنې پټيږی
پښتون ژاړی کريمه پښتانه پرې خفه کيږی
پښتووايی پښتونه پښتانه بيګانه کيږی
karimullah ishaq


م ن غروال
25.12.2004

په پښتو مَينه وروره ګران فرهاد جانه سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه!
تر هر څه لومړۍ مو راتګ ته د زړه له کومي هر کلۍ وايم هيلمن يم تل خپلې قلمي مرستې د هېواد دسولې د پښتو او دپښتنو د خدمت لپاره د ټول افغان ښکلې پښتو له پاڼې و نسپموۍ٠
ستا درد او احساس د يوه ميني احساس دي چې د خپلې ژبی سره يي لري٠ له بده مرغه پښتو د پښتنو لخوا ډيره وروسته پاتې شويده او د پښتنو مشرانو پښتنو او د پښتو ژبې ته نه يوازې چې څه ندي کړي حتی د دوئ د ناوړه او غير علمي تګلارو او سياستنو خورا زيانمنه کړې هم ده٠ مګر ګرانه فرهاد جانه دنجيب سقوط وروسته عجبه بده يي په پښتو او پښتنو پسي راواخيسته٠ دا راخيستنه وه چې د هر وخت په تناسب په پښتو ليکل او خبرې کول او د پښتنو د يووالي مؤجب وګرځيد٠
له ليکلو مو معلوميږي چې تاسو له ډير لږ عمر لرۍ نو ځکه مې د ګران خطاب درته وکړ چې زما د کوچني ورور حيثيت لري اميد کوم د محترم او ښاغلي په نه خطاب سره مو له ما خوا بده نه وي شوي او که خپه شوۍ وي نو بيا معذرت او بخښنه مې ومنۍ٠
ستا د برياليتوب په هيله
په درناوې
ستا ورور غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more