سياست او روانې چارې
د پاکستان استخباراتو په سوریه کې د پاکستاني طالبانو حضور تائید کړیدئ
میرویس
16.07.2013
اسلام علیکم، خویندو وروڼو
ګران افغانستان د پاکستان د استخباراتو په حواله وایي چې د القاعدې ازبک او ترکمن جګړه ماران او د پاکستان د طالبانو ډلې سوریې ته تللې چې د هغه ملک د حکومت په مقابل کې د القاعدې تر مشرئ لاندې و جنګیږي. د پاکستان د استخباراتو اعلامیه واي چې د پاکستاني طالبانو په ډله کې د لښکر جهنګوي او سپاه صحابه جګړه ماران شامل دي.
خویندو وروڼو موږ او تاسې د سر په سترګو ولیدل چې د القاعدې او نورې ترورستي ډلې چې زموږ ملک ته راغلې، موږ یې د څه ډول قتل او قتال، ورانکاریو، معارف، صحت عامې، کرنې، سرکنو او د ملک د نورو بنیادي سکتورونو د ورانولو او له منځه وړلو سره مخامخ کړو. طالبان او د هغوی د القاعدې استادان به په سوریه او ټول منځني ختیځ کې څه ډول فتنې، دهشت او وحشت جوړ کړي. ددغو بدعتي ډلو موجودیت به د سوري ګاونډي ملکونه او ټول منځنئ ختیځ د شر او فساد قرباني کړي.
که د سیمې ملکونه ددغو ورانکارو عناصر چاره ونکړي، خدای مه کړه چې د هغوی تخریبات به د سوریې نه نورو عربي ملکونه او حتي سعودي عربیتان ته خپاره شي، او اسلامي اماکن به لکه زموږ په ملک کې یې چې په مسجدونو کې بمونه والوزول همداسې تباه کړي.
الله دې دغو بد رګو ته د نیکۍ هدایت وکړي.