د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

که زه دطالب دمشرانو مشاوروي ؟

tandar
15.07.2013

دافغان او افغانستان تاريخ به بيرته ژوندي شي چه دامارت لوحه ورته داځلي نه په قطر کي بلکه دکابل دارګ ددروازي په سر زوړند او داشغالګرو عمومي قوماندان لکه داکتر برايډن نيم جان په خپوړو ځان خپل پخواني غلام پنجابي ته تراسلام اباد ورسوي
بيا به دلته سره دروژي اواخترونو دمبارکي برعلاوه دوطن دازادي مبارکي ورکوو
ديوازاد هيواد په هيله


پښتون:
15.07.2013

تندر صیب سلامونه ، روغ او خوشحاله اوسئ.
خدای دی د طالبانو مشاور وزیر کړه ،خو تاسو دلته د عنوان سره سم څه ندي لیکلی.
که تاسو د طالبانو مشاور وی؟تاسو به څه کړي وي او یا څرنګه مشوره به مو ورکړې وی.
زما په نظر داسی مشوره او نیوکه پاتې نده چې تاسو او نورو ملګرو نه وي ورته وړاندې کړي.
یوازی پتنګ صیب دې چی په مدافعه کې دې .هیڅ نیمګړتیا په طالبانو کې نه ویني او هیڅ کومه مشوره هم ورته نه ورکوی.
اوس نو ستاسو د مشوری نوبت دې.


larghonay laraway
15.07.2013

وايي يو کور ته غله ورغلي وو نو د کور خاوند چې ډېر بوزدل ؤ غلو ته يې په ورو غږ ويلي وو:
مونږ ويده يو!
يو غل پرې غږ کړی ؤ :
چې ويښ وې نو څه توره دې کړې!
د طالبانو بيرغ چې په ارګ رپيدو نه له وحشت او دهشت پرته بل څه يې وکړل چې بيا راشي او وطن به شړشم کړي؟
زه خو وايم کرزی او ملاعمر دواړه د شاشجاع غوندې د داکټر بريډن د اهدافولپاره کار کوي!


tandar
15.07.2013

دفتر خلاص دفتر وټړه بيرغ جيګ کړه بيرغ ښکرته کړه لوحي دي لري کړه داراته دماشومانو لوبي ښکاري
هدف دغريب ملت لپاره دخاوري ازادي اوسلحه او ازاد انتخابات دي
زما له نظره چه دخاوري ازادي اودملت دبهبود لپاره کار وکړي که دغزني يو هندو ريس جمهور شي پري خوښيږم نظر جهادي خونخوارو او قسم خورو ته
ديوازاد هيواد په هيله


Samsor Afghan
16.07.2013

تندر ورور هر څوک یی هسی لګیا یی
که هر چیری یی
یو څه دیپلوماسی او حکومت داری ولوله ځان پری پوه کړه بیا د هر چا مشاور چی کیژی شه.( داسی مشهوری که ملت یا طالب یا حکومت ته لری غرق به یی کړی)

کله یوه خبره کوی کله بله

په درناوی


پښتون:
16.07.2013

تندر صیب الله ج دې تل راته روغ او هوسا لره.
ستاسو د مشوری هډو درک ونلږید.
په دوهمه لیکنه کې هم تاسو خپل نظر لیکلې دې،خو زه به یی طالبانو ته په مشوره کې حساب کړم.
تندر صیب دا د غریب ملت غم خوړل!! همدا غریب ملت خواران د همدې جنګ قربانی دې.
د خاوری آزادول خو که په جنګ وي نو دا به هیڅکله آزاده نشي،لکه روسان چې لاړل ،دوی به هم لاړ شي ،یو څه وخت به خاوره آزاده وي خو خلک به بیکاره او خوارو زار وي.
له امریکایانو وروسته به چینایان راځي ،بیا به له سره همدا آزادول وي.
همدا اوس هم مونږه امریکایان ندي لیدلي چې د افغانستان نه زنځیر تاو کړې وي چې دا ټول زمونږه شو.
هر غریب مملکت چې بی انصافه خلک یی لرل د پیاوړو هیوادونو مستعمره ګرځیدلي ده،او هغوی هم ترینه ښه ګټه اخیستی ده .هم یی هیواد او هم یی خلک د پرمختګ پوړیو ته رسولي دي.
په افغانستان کې تر هر وخته، نن سبا د بهرنیانو څخه ښه ګټه اخیستل کیږي. د هر دور سره په مقایسه کې په وروستنیو ۱۲کالونو کې افغانانو او افغانستان ښه پرمختګ کړې او د پرمختګ خواته روان دې.
دا چې په پښتنو کې داسې کسان او ډلې مونده کیږی ،چې نه د هیواد او نه د خلکو په قصه کې دي ،جنګ د افغانستان په ضد کوی ،او مذاکراتو ته د امریکایانو سره کیښینی،،،،،نو پوه شه چې دا هسې ټوکې ټکالې دي ،کله مو په یوه پلمه او کله مو په بله پلمه غولوي تر سو دا جنګ نور هم دوام ولري او امریکایان او نور بهرنیان خپلو موخو ته ورسیږي.
که چیری د غزنی هندو د ریس جمهور په توګه منی نو بیا د طالبانو د مشاورت نه تیر شه،ځکه همدا اوس نه ته او نه زه او نه هم بل کوم د هیواد د ملی ارګانونو کارکوونکي د طالبانو لپاره مسلمان او یا د ژوند حق لري.


tandar
16.07.2013

[color=red:2e7c2bc3df]که چیری د غزنی هندو د ریس جمهور په توګه منی نو بیا د طالبانو د مشاورت نه تیر شه[/color:2e7c2bc3df]
....................................................
زه تاته ١٠٠٠ کاله د ځواني ژوند او ښه صحت غواړم په مادي مشاورت هغه هم خيالي پيرزو نه دي :oops:
........................................................
سمسورصيب مجبور يو چه ستاسو شاګردانو کي ځان حساب کړو په ما دحوکمت داري وخت هم تير شوي فقط ستاسو لپاره هلي ځلي کوو
ديوازاد هيواد په هيله


پښتون:
16.07.2013

تندر صیب په دعا دې آمین وایم.
ګرانه مشره ،د طالبانو مشاورت مې در باندې پیرزو ندې ،دا حقیقت دې.
زما په تاسو د افغانستان پاچاهی ،ریاست جمهوری او وزارت پیرزو دې،،،،، د طالبانو رهبری او مشاورت به دې یا کنده ځای کړي او یا به د پاکستان د زندانونو د تورو تمبو شا ځای کړي.نو پدې خاطر مې در باندې هم پیرزو نده.
او بل طرفته تاسو د غزنی ،یا جلال آباد یا لغمان،خوست،قندهار اوووووووووو هندو یاد کړې چې د ریس جمهور په توګه یی منئ!!! نو ستاسو دا غوښتنه ،نظر،مشاورت خو د طالبانو لپاره هیڅکله د منلو ندې ،سمدستی دې سر چت دې.

سمسور صیب ،د تندر سیب په لیکنو کې یو بل راز احساس او مفهوم پروت دې.
تاسو ورسره لا بلد شوی نه یاست. د تندر صیب علمی او سیاسی سویه مونږه لپاره یو سرمایه ده .هیله لرم په نیوکو کې دې لږ ښه سوړ سوړ راشې.
ماته چې هر څه وایی ،په دواړو لیمو مې قبول دي.
درنښت


tandar
16.07.2013

پښتونه سلامونه اوډيري خوښي
وايې سل دي ومره خويو دي مه مره ماته شخصا دغه [color=red:ed693a1eb8]يو[/color:ed693a1eb8] ته يې
پريږده چه نوي ځوانان خپل احساس ښکاره کړي دخوښي ځاي دي سبابه همدغسي وطنفروشان ، قاتلان، هم تر ګريوان راونيسي اوعدالت ته به يې کش کړي
نورستادښه صحت اودطن دازادي په هيله


tandar
16.07.2013

سمسور صيب سلامونه

مشوري او مشهوري مصلحت هره يوه ځانته کلمه ده اوځانته معني لري
مننه

[quote:79bcfd3344="Samsor Slimankhil"]تندر ورور هر څوک یی هسی لګیا یی
که هر چیری یی
یو څه دیپلوماسی او حکومت داری ولوله ځان پری پوه کړه بیا د هر چا مشاور چی کیژی شه.( داسی [color=red:79bcfd3344] مشهوری [/color:79bcfd3344]که ملت یا طالب یا حکومت ته لری غرق به یی کړی)

کله یوه خبره کوی کله بله

په درناوی[/quote:79bcfd3344]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more