د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

روژه د فیض، برکت،اخوت، عفوې او نفس د تذکیې میاشت

میرویس
12.07.2013

د فورم محترمو ګډونوالو، اسلام علیکم
د روژې په مبارکه میاشت د مسلمانانانو یو د بل سره دمرستې، د بې وزلو لاس نیوي، موړد وږي د حال نه د خبریدو، د الله د اوامرو د اطاعت او د بنده ګانو سره یې د اخوت میاشت ده.
خو داسې ښکاري چې د ځینو نورو دپاره چې ځانونه مسلمان، د اسلام ټکداران او مجاهدین بولې، دا میاشت د الله د اوامرو په مقابل کې د بغاوت، طغیان، نا فرمانئ، د الله د بنده کانو او اهل قبله د مسلمانانو سره د دښمنۍ میاشت ټاکلې ده.
پداسې حال کې چې د حرمین شریفین خادمان په کابل کې محتاجانو ته په روژه کې ډودۍ ورکوي، زموږ خپل طالبان طاحبان چې همدغه حرمین یې قبله ده، خپل مسلمان وطنداران وژني:
دا لاندې مضمون بي بي سي خپور کړیدي:
=====
کابل کې 'موټر بم' چاودنه شوې
د خپريدو وخت: 06:34 گرینویچ - جمعه 12 جولاې 2013 - 21 چنګاښ
دا په روانه روژه میاشت کې کابل کې لومړی ځانمرګی برید دی.
د کابل امنیه قومندان ویلي، د پلازمېنې شمال کې یوه کرولا وروسته تر هغو چوول شوې، چې د پولیسو له خوا یې چلوونکي د درېدو امر بابیزه وګاڼه.
کابل امنیه قومندان محمد جنرال ایوب سالنګي ویلي، امنیتي کسانو وروسته تر هغه پر ځانمرګي برید کوونکي ډزې وکړې، چې د برید شک یې پرې وکړ، خو برید کوونکي ځان وچووه.
ورته مطالب
• ''د کابل سې شنبې برید ۱ برتانوی، ۳ هندیان هم وژلي''
• ''ارګ ته نژدې برید د ازبکستان اسلامي غورځنګ کړی و''
• کابل: د طالبانو ډله ییز برید ۴ نیپالیان ۳ افغانان ووژل
تړلي موضوعات
• کابل،
• د افغانستان امنيت
ښاغلي سالنګي پر خپله "ټویټر" وېبپاڼه لیکلي چې "د دې پېښې ټول قرباني شوي کسان ولسي وګړي او لارویان دي، چې په یوه کوچني موټر کې له سیمې د تېرېدو په حال کې وو".
خو د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشتم الله ستانکزي بي بي سي ته وویل برید کوونکی کرولا موټر کې سپور و:
پېښه د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوی.
''نن جمعه سهار شاوخوا لس بجې په کرولا کې یوه سپاره ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو له امر سرغړونه کړې، پولیس له سیمې تښتېدلي او کرولا چوول شوې، چې پنځو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده''.
ښاغلي ستانکزي وویل، وژل شوي او ټپیان په همدې کرولا کې سپاره کسان دي، خو دا لا څرګنده نه ده، چې ایا کرولا کې له ځانمرګي بریدګر سره ولسي خلک سپاره وو او که څوک دي.
نوموړی وايي، په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر نه ښيي؛ ځکه چې په وینا یې ټول سوځېدلي، خو وايي امکان لري، چې درې وژل شوي وي او دوه ټپیان وي.
که کابل امنیه قومندان او ویاند یې لومړي سر کې ویلي، چې دا ځانمرګی برید و، خو دا هم نه ردوي، چې شاید کرولا کې ځانمرګی برید کوونکی هم سپور و.
حامد کرزی
''زه د رمضان المبارک د بختورې میاشتې د رارسېدو له امله یو ځل بیا پر طالبانو، خصوصاً پر هغو طالبانو چې ځان د دغه هېواد بچیان بولي او د اسلام په درد دردمن دي، غږ کوم چې ددغې مبارکې میاشتې په ویاړ دې د سولې، عطوفت او احسان لاره خپله کړي، د جنګ او انسان وژنې سلسله دې بنده کړي او نور دې ددغه مجاهد ملت د کړاو او عذاب باعث نه ګرځي''.
د روانې روژې مبارکې میاشتې له پیلېدو راهیسې، دا کابل کې لومړی ځانمرګی دی، چې تر اوسه یې چا مسؤولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
په وروستیو کې د وسله والو طالبانو نارسمي سرچینو رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د روژې مبارکه میاشت کې به د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد ځانمرګي بریدونه او جګړه ونه دروي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ په سویلي ولایت هلمند کې په دوو چاودنو کې د یو ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي او د عامه نظم دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
او تر هغه وړاندې، له روژې یوه ورځ مخکې هرات کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۷ ولسي وګړي ووژل، چې زیاتره یې ماشومان او ښځې وو.
افغان ولسمشر حامد کرزي د روژې مبارکې میاشتې پیغام کې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو غوښتي، چې دې میاشت کې د ولسي وګړو له وژنو لاس واخلي:
"زه د رمضان المبارک د بختورې میاشتې د رارسېدو له امله یو ځل بیا پر طالبانو، خصوصاً پر هغو طالبانو چې ځان د دغه هېواد بچیان بولي او د اسلام په درد دردمن دي، غږ کوم چې ددغې مبارکې میاشتې په ویاړ دې د سولې، عطوفت او احسان لاره خپله کړي، د جنګ او انسان وژنې سلسله دې بنده کړي او نور دې ددغه مجاهد ملت د کړاو او عذاب باعث نه ګرځي".


pattang
12.07.2013

خو ډېر افسوس چې سالنګي جنګي جنايتکاره نور هم ژوندی ګرځي !
سالنګي او دهغه بانډ په دولت کې يو دولت دی !


larghonay laraway
13.07.2013

که روانه جګړه چېرته مشروع وي نو بيا په روژه کې لا ثواب لري او کرزی هسې اوتې بوتې وايي او که نامشروع وي نو په خدای چې روژه خو پرېږده چې په څپره کې هم ناروا او جنايت دی!


Samsor Afghan
14.07.2013

لرغونی ورور

د روا او نا روا د یلو حق تنها پاکستان لری

ورشه او له پاکستان نه پوښتنه وکړه ځکه هغوی زمونژ د ملت د ژوند تصمیم نیسی.

پاکستان چی څومره ځان مرداری لری را لیژی د ځکه دا پتنګ د زړه آرمان دی چی روژه کی ډیر افغانان ووژل شی.

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more