د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

وسله وال طالبان تربل هروخت کمزوري سوي او پاشل سوي دي

اتل
11.07.2013

قدر منو وطنوالو، اسلام علیکم
د افغانستان د طالبانو او پاکستاني طالبانو چې تل به يې د یو والي او اتحاد خبرې کولې، اوس معلومه شوه چې حقیقت داسې نه ؤ. ددغو دواړو افراطي ډلو تر منځ د اختلافونو او متقابلو تورونو د لګولو په دړکه کې د پاکستاني طالبانو د اوږدې مودې منلئ نطالق احسان الله احسان ګسه شو.

پاکستاني طالبانو وویل چې خپل نطاق یې پدې وجه ماقوف کړ، چې هڅه یې کوله د ډورند د کرښې ددواړو غاړو د پښتنو افراطي طالبانو تر منځ تیږې و ټکوي او د اختلافونو اور ته لمن ووهي.

خو د سیاسي چارو پوهان بیا ددغو سیالو ډلو تر منځ د اختلاف سبب د بي پیلوټه الوتکو لخوا د طالبانو د مشرانو د وژنې په برکت دطالبانو کمزوري بولي. ددفاعي چارو یو کار پوه، وایي چې په طالبانو کې دغه روان اختلاف، د بې پیلوټه الوتکو لخوا د پاکستاني طالبانو د تحریک د بنسټ اېښودونکې مشربیت الله محسود د وژل کیدو نه ورسته راټوکیدلي دي.

دپاکستان د امنیتي چارو کارپوهان وايي چې وسلوال طالبان اوس کمزوري شوي، ددوی قوماندانان پاشل شوي، او یو دبل سره یې اړیکې هم کمې شویدي.
دا لاندې مطلب خبریال خپور کړیدي:
=======
وسله وال طالبان تربل هروخت کمزوري سوي او پاشل سوي دي
20 سرطان / چنګاښ 1392, 12:51
په پاکستان کې د وسله والو طالبانو تحريک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان له دندې ګوښه سو او پرځاى يې نوى قومندان شېخ مقبول وټاکل سو.

د وياند د ټاکل کېدو اعلان په شمالي وزيرستان کې د طالبانو له لوري په وېشل سويو پاڼو کې سوى دى.
په دغه پاڼو کې ويل سوي چې پخوانى وياند ځکه له دندې ګوښه سوى، چې د دوى په وينا د رسنيو له لارې يې د پاکستاني او افغان وسله والو طالبانو تر منځ د اختلافاتو را پيدا کولو هڅه کوله.
خو د پاکستان د امنيتي چارو کارپوهان بيا وايي چې وسله وال طالبان اوس کمزوري سوي ، د دوی قومندانان پاشلي او يو له بل سره يې اړيکې هم کمې سوې دي.
د دفاعي چارو يو کارپوه وايي، د طالبانو تر منځ اختلافات وروسته له هغه پيل سول، کله چې د تحريک طالبان پاکستان د بنسټ ايښودونکى بيت الله محسود د امريکايي ډرون الوتکې په بريد کې ووژل سو.
نوى ټاکل سوى وياند چې په قبايلي سيمه اورکزۍ ايجنسۍ کې زېږېدلى، او په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره ډېر نژدې اړېکي لري.
د وسله والو طالبانو سرچينې وايي د احسان الله احسان له رسنيو سره ځينو خبرو افغان وسله وال طالبان سخت اندېښمن کړي وو، چې بيا وروسته د حکيم الله محسود په مشري په جوړه سوې شوراى کې د هغه له دندې د ګوښه کېدو پرېکړه وسوه.
دوې اوونۍ وړاندي په مهمند ايجنسۍ کې د وسله والو طالبانو د مشر عمر خالد وياند عمر خراساني رسنيو ته ويلي وو، چې د کنړ لسګونه وسله وال طالبانو په مهمند سيمه کې د لښکراسلام او انصار الاسلام ډلو په مرسته د دوى پر مرکزونو بريدونه کړي وو، چې د بريدونو په اړه يې له افغان وسله والو طالبانو سره خپلي اندېښنې هم شريکي کړې وې، چې نور دي له داسي کړنو لاس واخلي خو داسي ونه سول.
د سرچېينو په وينا د خراساني له خوا ورکړل سوې څرګندونې د هغه نه بلکې پخپله د احسان الله احسان وې.
احسان الله احسان تر دې وړاندي د قومندان عمر خالد مرستيال په مهمند ايجنسۍ کې د وسله والو طالبانو وياند وو.
د تحريک مرستيال مشر او په باجوړ ايجنسۍ کې د طالبانو مهم قومندان مولوي فقيرمحمد هم له دندې ګوښه سوى وو.
رفيع الله مندوخېل:کوټه

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي سرطان / چنګاښ 20, 1392.on July 11, 2013.


Samsor Afghan
14.07.2013

ډير ښه

خدای خو مهربانه دی چی هر څه سم شی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more